افغانستان کې نن سبا ابادۍ ته اړتیا ډېره ده، ځکه له نورو هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو پاکستان او ایران په تېرو څو کلونو کې په ملیونونو کډوال خپل هیواد ستانه کړل شوي یا یو شمیر په خپله خوښه تللي دي، چې ډېرې یې بې سرپناه دي.
ابادي شرکت کوي، ځمکه خو د خپله کس وي، فقط ودانوي یې پنځوس په پنځوس، مثلاً څلور منزله دی، هر منزل کې دوه اپارتمانه دي، څلور اپارتمانه د ځمکې خاوند اخلي او څلور شرکت، کیک برشت کوي یې، یعنې له ملا برشت کېږي، نیم یې شرکت اخلي او نیم د ځمکې خاوند، دا موقعیت ته په پام دهملیار پاینده
دغه شان د څو لسیزو جګړو او طبعي پېښو له امله هم ډېر خلک بې کوره شوي دي.
اوس په دغه هیواد کې د کورونو د کمښت جدي ستونزه موجوده ده او د شته وو هغو کرایې هم ډېرې لوړې شوي چې ازادي راډیو په خپلو راپورونو کې په وار وار په دې اړه د خلکو شکایتونه خپاره کړي دي.
دې وضعیت ته په کتو په کابل کې یو شمیر خلک غواړي خپل یو پوړیز کورونه ودانۍ کړي، یا هم سپینې ځمکې چې تراوسه پرې ابادي نه ده شوې.
دوی ځمکه لري خو د ودانۍ جوړولو لپاره پر پیسې نه لري، خو یو شمیر ودانیز شرکتونه شته چې د دوی په ځمکو په خپل لګښت ابادي کوي، دې ته شریک اباد وايي.
دا چې نور قواعد یې څه دي، په کابل کې د یو ودانیز شرکت مسوول ملیار پاینده ازادي راډیو ته وویل:
" ابادي شرکت کوي، ځمکه خو د خپله کس وي، فقط ودانوي یې پنځوس په پنځوس، مثلاً څلور منزله دی، هر منزل کې دوه اپارتمانه دي، څلور اپارتمانه د ځمکې خاوند اخلي او څلور شرکت، کیک برشت کوي یې، یعنې له ملا برشت کېږي، نیم یې شرکت اخلي او نیم د ځمکې خاوند، دا موقعیت ته په پام ده، مثلا شهرنو کې څلویښت په شپیته کار کوي، دا بیا جوړ جاړي ته په کتو هم کېږي، چې څنګه دوی سره جوړېږي. "
خو ملیار زیاتوي چې د ځمکې قباله باید شرعي وي.
د ځمکې د خاوند او شرکت تر منځ د ودانیزو چارو د وخت، موادو او نورو موضوعاتو په اړه تړون د معاملاتو د لارښوونې په دفتر کې کېږي چې هغوی هم خپل فیس اخلي.
دغه شان په خبره یې که کوم دریم ګړي شخص که موجود وي چې د ځمکې خاوند او شرکت یې سره مخ کړي وي هم له معاملې خپل کمیشن اخلي، چې دې ته بیا روابط وايي.
د اپارتمان کور نسبت د حویلۍ کورته یو څه سهولت لري، نو اوس دلته یو شرکت دی دوی راته وویل چې په دې کور به یو درې منزله اپارتمان پورته کړو، دې کې به درې اپارتمانه تاته درکړو او درې به مونږ واخلو، په دې درېوو کې، یو کې به زه ژوند کوم او دغه دوه نور به په کرایه ورکړمخالد
د کابل د احمد شاه بابا مینې اوسېدونکی خالد وايي، دی یو، یو پوړیزه کور لري چې په ۱۲ زره افغانۍ یې په کرایه ورکړی او خپله یې بیا په همدې پیسو یو اپارتمان کرایه کړی دی، نوموړی وايي نیت لري چې کوم شرکت سره خپل کور له سره، شریک اباد کړي.
" د اپارتمان کور نسبت د حویلۍ کورته یو څه سهولت لري، نو اوس دلته یو شرکت دی دوی راته وویل چې په دې کور به یو درې منزله اپارتمان پورته کړو، دې کې به درې اپارتمانه تاته درکړو او درې به مونږ واخلو، په دې درېوو کې، یو کې به زه ژوند کوم او دغه دوه نور به په کرایه ورکړم. "
د ودانیزو چارو کارپوهان، شریک اباد، هم د ځمکې او هم د شرکت خاوند دواړو ته په ګټه بولي، دغه شان وايي په دې سره کار ډېرېږي او د بې کارۍ ستونزه به کمه شي، ښار اباد او خلک به هوسا شي.
له دې ډلې د ودانیزو چارو پوه انجنیر راحت ګل زیارمل ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه.
" زه خپله یې طرفدار یم په حیث د یو انجنیر، چې خلک په دغسې لوړ پوړیزه ودانیو کې اووسېږي، د ځمکې تقاضا به کمه شی، استعمال به یې کم شي، په لږه ساحه کې ډېر کسان ځاېدلی شي، یو روغتون مثلا د ډیرو انسانانو لپاره خدمتونه وړاندې کولای شي که په نېږدې ساحه کې ډېر انسانان موجود وي، همداسې جومات، ښوونځی، شنه سیمه."
خو ښاغلی زیارمل وايي، چې هر څه باید د ښاروالۍ له پلان سره سم ترسره شي.
په دې اړه مو د کابل ښاروالې ویاند نعمت الله بارکزی وپوښت خو هغه د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښنې ځواب نه کړې.
خو مخکې نوموړي ازادي راډیو ته ویلي وو، کابل ښار مخ په ودې ښار دی او بې له شکه کوم پلان چې ورته جوړ شوی د نویو ودانیزو چارو ټول موضوعات ورته په پام کې نیول شوي دي .
ده زیاته کړې وه چې، مونږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې کابل ښار کې په خپل سر ودانیزې چارې ترسره کړي.
مخکې یو شمیر کابل ښاریانو هم ازادي راډیو ته ویلي وو، چې د حویلیو پر ځای د څو پوړیزو ودانیو جوړول ښه دي، د ښار بڼه یې ښکلې کړې او ښه سهولوتونه او امکانات هم لري خو هم مهاله اندېښنه یې هم ښودلې وه ، چې په دې سره به پلازمینه کې نفوس زیات او بېلابیلو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې خلک لا ستونزو سره مخ شي.