د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۴

ټرمپ، چین ته له روانیدو مخکې: "فکر نه کوم چې موږ د ایران په اړه د چا مرستې ته اړتیا ولرو."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو او پرهرمز تنګي د تهران د کنټرول د کمولو لپاره د پیکنګ مرستې ته اړتیا نه لري. ولسمشرټرمپ دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ چین ته له روانیدو مخکې په واشنګټن کې خبریالانو ته وکړې. نوموړی به په دغه دوه ورځني رسمي سفرکې چې پنجشنې او جمعه دوام کوي، د چین له ولسمشرشي چین پینګ سره، د ایران، ټایوان، د دواړوهیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ځینو نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

زه فکر نه کوم چې موږ د ایران په اړه د چا مرستې ته اړتیا ولرو. موږ به یې په یوه یا بله لاره وګټو، که په سوله ییز ډول وي او که بل ډول

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې ټرمپ له ایران سره د شخړې په حل کې د چین رول ډیرمهم ونه باله، هغه شخړه چې لاېې هم په هرمز تنګي کې چې د نړۍ د تېلو نژدې پنځمه برخه ترې تیریږي، د کشتیو د ازاد تګ راتګ مخه ډب کړې ده. هغه وویل:
"زه فکر نه کوم چې موږ د ایران په اړه د چا مرستې ته اړتیا ولرو. موږ به یې په یوه یا بله لاره وګټو، که په سوله ییز ډول وي او که بل ډول."

سره له دې چې پرنافذ شوي نازک اوربند څه باندې یوه میاشت اوښتي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا او ایران غوښتنې ډېرې سره لرې دي.

واشنګټن له تهران څخه غوښتي چې خپل اټومي پروګرام ختم کړي او پر هرمز تنګي له کنټروله لاس واخلي، خوایران د جګړې د زیانونو د تاوان، د امریکا د بندیزونو د لیرې کولو او په منځني ختیځ کې د ټولو، په ځانګړي ډول په لبنان کې د ایران له ملاتړه برخمنې حزب الله ډلې په وړاندې د اسراییل د جګړې د پای ته رسولو غوښتنې کړي دي. خو ټرمپ د تهران دغه دریځونه "بې ‌معنا" بللي دي.

د ټرمپ ادارې د سې‌ شنبې په ورځ وویل چې لوړپوړو امریکایي او چینایي چارواکو تېره میاشت هوکړه کړې وه چې هېڅ هېواد باید په دې سیمه کې د تګ راتګ پر کشتیو محصول ونه لګوي هغه چې د رویترز په وینا له دې سرمشریزې مخکې د دواړو لورو ترمنځ ګډ دریځ ته د رسیدو یوه هڅه وه.

چین، چې د ایران د تېلو لوی پېریدونکی دی او له تهران سره نږدې اړیکې لري، دا خبره نده رد کړې.

د جګړې د لګښتونو له زیاتېدو سره، ټرمپ وویل چې د امریکایانو اقتصادي ستونزې د هغه د جګړې پر پرېکړو اغېز نه لري. ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پر امریکایانو اقتصادي فشار، دی د سولې تړون ته هڅوي، وویل:
"یوه ذره هم نه." هغه زیاته کړه:
"کله چې زه د ایران په اړه خبرې کوم، یوازینی څه چې مهم دي، دا دی چې دوی باید اټومي وسله ونه لري. زه د امریکایانو د مالي وضعیت په فکر کې نه یم... زه یوازې پر یوې مسلې فکر کوم: موږ نشو کولای چې ایران اټومي وسله ولري. بس همدا، دا یوازینی شی دی چې ماته انګیزه راکوي."

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG