د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۹

د حجاب په برخه کې پر طالبانو د یوشمیر ښځو او یوناما نیوکې

هرات ۲۰۲۶- د جنوري ۷ مه- ارشیف
هرات ۲۰۲۶- د جنوري ۷ مه- ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو له لورې د ښځو د حجاب په برخه کې محدودیتونو د یوشمیر ښځو په وینا د دوی ورځنی ژوند له نورو ستونزو سره مخامخ کړی دی او په ښارونو کې یې د هغوی پر تګ راتګ اغیزې شیندلي دي.

​د افغانستان په لویدیځ کې، په هرات کې یوشمیر ښځې وایي چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې له لورې د ځانګړي ډول جامو د رعایتیدو په خاطر پر دوی فشارونه زیات شوې دي.

د هرات ښار د جبریل سیمې یوې اوسېدونکې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته وویل:

«که په ټکسي یا ریکشه کې ځې، باید چادر نماز دې په تن وي. دا په داسې حال کې چې په هرات کې ټولې ښځې حجاب لري، خو د جامو ډولونه یې توپير لري. دلته مانتو ته عبایا وايي. که له چادر نماز پرته په ټکسي یا ریکشه کې کښېنې، حتٰی چلوونکی دې هم نه وړي. حال دا چې له شمال سره چادر نماز خوځي، خو عبایا ډیره د ستر ده. بیا هم شرط دا دی چې باید چادر نماز واغوندې. بس په وېره کې ژوند کوو.»

عبایا اوږد دی او پراخ دی چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې، په ځانګړي ډول په قطر، سعودي عربستان، کویت او متحده عربي اماراتو کې له دې حجابه کار اخیستل کیږي.

د هرات یوې بلې افغانې هم د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» د کسانو له چلند څخه خپله ترخه تجربه ازادي راډیو ته بیان کړه:

« د مانتو د اغوستلو له امله موږ ته مزاحمت کوي. څو ورځې مخکې زه له خپلې خور سره بازار ته روانه وم. زما خور چادر نماز درلود، خو زه چادر نماز نه لرم او هېڅکله مې هم نه دی اغوستی، ځکه راته سخت دی. په لاره کې د امر بالمعروف کسانو موږ ولیدو. د ریکشا چلوونکي راته وویل که چادر نماز لرئ کښېنئ، که نه ممکن تاسو ونیسي. زه مجبوره شوم له ریکشا ښکته شم او د سړک غاړې ته ولاړه شم څو هغوی موږ ونه ویني، وروسته بیا بېرته ریکشا ته وختم.»

په وروستیو اونیو کې هم په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوې چې د ښځو د حقونو فعالانو یوه کاپي ازادي راډیو ته لېږلې ده. په دې ویډیو کې، د فعالانو په وینا، په کابل کې یوه ښځه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د یوې ښځې له خوا وهل کېږي.

که څه هم د طالبانو د حکومت یوې سرچینې، بې له نوم اخیستلو، ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له وزارت سره ارتباط نه لري، خو تر دې مخکې هم په ځینو ولایتونو کې د محتسبانو د بد چلند راپورونه ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) هم په خپل تازه راپور کې چې د سه شنبې په ورځ( د مې ۱۲ مه) یې خپور کړ، ویلي چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه، په ځانګړي ډول یې د جامو او تګ راتګ په برخه کې، مستند کړي دي.

د راپور له مخې، په هرات کې محتسبانو له ښځو غوښتي چې څادر پر سر کړي یا چادري واغوندي.

یوناما ویلي چې په ګڼو مواردو کې ښځې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ټاکل شویو جامو د نه لرلو له امله د تګ راتګ له ستونزو سره مخامخ شوې دي؛ په دې کې له عامه ترانسپورت څخه ښکته کول، لنډمهاله درول او ځینې وختونه نیول شامل دي.

په راپور کې څو بېلګې هم یادې شوي دي. د جنوري په ۱۱مه، یوه ښځه په هرات کې د څادر نه لرلو له امله له ټکسي ښکته شوه. د فبروري په ۱۲مه، دوې نورې ښځې هم په همدې ښار کې له بس څخه ښکته کړای شوې او اړ شوې چې له خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي څو هغوی ورته څادر راوړي.

یوناما زیاته کړې چې دا ډول محدودیتونه یوازې تر هرات پورې محدود نه دي او د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې هم راپور شوي دي.

د راپور له مخې، له مارچ څخه د ۲۰۲۶ تر جنوري پورې لږ تر لږه ۳۳۶ د خپل سر نیونې او توقیف پېښې او ۵۹ د نارینه وو او ښځو سره د بد چلند پېښې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مقرراتو له پلي کېدو سره تړاو لري، ثبت شوي دي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه د یوناما د راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې څو ځله ویلي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تأمین دي.

د طالبانو مشر، ملا هبت‌الله اخندزاده، د ۱۴۰۱ کال د ثور په میاشت کې په یوه فرمان کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته امر کړی و چې پر ښځو حجاب په اجباري ډول تطبیق کړي او د امکان تر بریده دې ښځې په کورونو کې پاتې شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو محدودیتونه لګولي، په ځانګړي ډول د کار، زده کړو او تګ راتګ په برخو کې.

دا محدودیتونه او بندیزونه د نړیوالو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوي، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د سازمانونو له خوا.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG