د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۵

بنو کې ځانمرګي او ډله‌ییز برید ۱۵ پولیس وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي

بنو کې شوی برید
بنو کې شوی برید

له افغانستان سره پر پوله د خیبرپښتونخوا په بنو کې زورورې چاودنې ۱۵ پولیس وژلي دي.

برید د شنبې په ورځ ( د ثور ۱۹مه) ماخوستن مهال لومړی د یوه موټربم په وسیله پيل او بیا یوه ډله وسله وال د پولیسو دغې پوستې ته دننه شول او ډزې یې وکړې.

لویدیځو اژانسونو د بنو د ځایي چارواکو په حواله ویلي چې پيښه کې لږ تر لږه ۳ پولیس ټپيان شوي هم دي.

د رسنیو په خپرو شویو انځورونو کې ښکاریږي چې له برید وروسته دغه مرکز په بشپړ ډول ویجاړ شوی او وژل شوي تر خاورو او شږو لاندې را ایستل شوي دي.

د اتحاد‌المجاهدین په نوم وسله والې ډلې د برید مسولیت منلی دی.

خیبرپښتونخوا کې په دې وروستیو کې امنیتي پیښې زیاتې شوي او تېر ۲۰۲۵ کال په دغه ایالت کې ۳۸۱۱ ترهګریزې پیښې ثبت شوې وې.

په دغو پیښو کې ۱۶ هغه یې د ځانمرګو بریدونو وې.

په ټول پاکستان کې تېر کال د ترهګریزو پیښو شمېر ۵۳۹۷ ښودل شوی و چې ۲۷ ځانمرګي بریدونه په کې شامل وو.

پاکستان د اکثره دې ډول پیښو د ملامتۍ ګوته د افغانستان د طالبانو حکومت ته نیسي او وایي، طالبانو تحریک طالبان پاکستان ته د فعالیت زمینه برابره کړې.

د طالبانو حکومت بیا په وار وار دا ډول تورونه رد کړي او ټي ټي پي یې د پاکستان کورنۍ مسله بللې ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG