د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۹

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه ملګروملتو ته راپور وړاندې کړ

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان «امسو» او د شکنجې په وړاندې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې ته یو رسمي راپور وړاندې کړی، چې په کې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د سیستماتیک ناوړه چلند پېښې مستندې شوي دي.

پاکستانه یو شمېر ستانه شوي افغانان هم چې د دې هیواد د زندانونو تجربې لرې وايي، په توقیف خونو کې ورسره غیر اصولی چلند شوی دی.

پخوانی افغان خبریال چې څه موده وړاندې په پاکستان کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای د پولیسو له لوري نیول شوی او په اډیاله زندان کې بندي شوی وو، وايي لا هم په دې ځورېږي چې کله په زندان کې ورسره شوی ناوړه چلند ورپه یاد شي.

« اډیاله زندان ته یې یوړو، دولس ورځې وروسته یې محکمې ته وړاندې کړو.»

هغه چې اوس په افغانستان کې دی او د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل، په تېره روژه کې د ویزو د نه لرلو په تور له خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سره یو ځای ونیول شو او په توقیف کې له دوه ورځو ساتلو وروسته د محکمې له پرېکړې پرته مستقیم زندان ته واستول شو.

ده وویل :

"په اډیاله زندان کې له موږ سره ډېر بد وضعیت کېده، ډېره ناوړه چلند، داسې یوه خونه کې ساتل کېدو چې د یو کس لپاره جوړه شوې وه، خو موږ په کې ۱۴ کسان اوسېدو چې ان په ناسته نه په کې ځاېدو، خوب خو مو بیخي نه وو، له کوم جرم پرته ونیول شو، نه مو غلا کړې وه، نه مو قتل کړی و، یوازې همدا مو جرم و چې افغانان یو، داسې ناوړه چلند چې اوس یې هم رایادوم ذهني شکنجه کیږم."

د ده د ادعا له مخې په اډیاله کې له دوه میاشتنې زندان وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای افغانستان ته ډيپورټ کړل شو، خو دی یوازینی افغان نه دی چې د پاکستان په زندان کې ورسره د شوي ناوړه چلند یادونه کوي، بلکې ډېر نور افغانان چې د ویزو د نه لرلو په تور نیول شوي، هم ورته ادعاوې لري.

د ننګرهار اوسېدونکی محمد الله چې تازه په جبري ډول ډیپورت شوی یکشنبه د ثور ۲۰ مه ازادي راډيو ته وویل:

" موږ یې هلته ونیولو، بیا زندانیان کړو، ډېر یې ووهلو، پیسې یې رانه واخیستي، موبایل یې رانه واخیست، پاسپورټ او مهاجر کارډ یې رانه واخیستو او ډیپورټ یې کړو."

یو بل افغان چې دا هم تازه ډیپورټ شوی او خپل نوم واحدالله ښيي ازادي راډيو ته وویل:

" له افغانانو سره ډېر ناوړه چلند کیږي، اصلا افغان انسان ته دوی په زندانونو کې د انسان په سترګه نه ګوري، چې ورمخامخ به شو، کنځلې، بد رد او سپکې سپورې یې راته ویلي له حوالاتو نیولې تر جیل پورې همدا وضیعت وو."

که څه هم د پاکستان حکومت له دې وړاندې په زندانونو کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه رد کړي خو د روان میلادي کال په جنورۍ کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي وو چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورونې او ناوړه چلند پېښې ډېرې شوې دي.

بریالي میاخیل ازادي: نه یوازې په توقیف خونو کې بلکې افغانستان ته د ستنېدو پر مهال هم افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت په خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې د پاکستان حکومت باید د کډوالې د نړیوالو اصولو له مخې د افغان کډوالو د نیولو او له دوی سره له ناوړه چلنده لاس واخلي.

په همدې حال کې په خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو سرتاسري شورا هم په توقیف کې له افغان کډوالو سره د ناوړه وضعیت پېښې تاییدوي.

خو د دې شورا مسوول بریالي میاخیل ازادي راډيو ته وویل، نه یوازې په توقیف خونو کې بلکې افغانستان ته د ستنېدو پر مهال هم افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي:

"په توقیف کې له افغانانو سره ناوړه چلند کیږي، داسې چلند چې غیرانساني بلل کیږي، خو یوازې د توقیف مسله نه ده، دا اوس چې له افغانانو سره کوم وضعیت روان دی دا ډېر ځورونکی دی، افغانستان ته د ستېندو پر مهال د اسنادو د تایید په مرکزونو کې ترې پیسې اخیستل کیږي، په لارو کې ترې پیسې اخیستل کیږي او ډېر بد چلند ورسره روان دی."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان «امسو» او د شکنجې په وړاندې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې ته یو رسمي راپور وړاندې چې په کې له ۲۰۲۲ نه تر ۲۰۲۶ پورې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د سیستماتیک ناوړه چلند پېښې مستندې شوي دي.

دا ګډ راپور چې امسو شنبه د ثور ۱۹مه په خپله ایکس پانه خپور کړی، د خبریالانو او د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون د ۴۱ هغه افغانانو سره د مرکو د یو شمېر نړیوالو بنسټونو د کره اسنادو پر بنسټ، چې پکې د «ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري» (UNHCR)، «د کډوالۍ نړیوال سازمان» (International Organization for Migration)، «د بښنې نړیوال سازمان» (Amnesty International) او «د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون» (Human Rights Commission of Pakistan) شامل دي، چمتو شوی دی.

د راپور د موندنو له مخې د نیول شویو افغانانو ۹۶ اعشاریه ۴ سلنه یې په توقیف کې له بېلابېلو شکنجو او ناوړه چلند سره مخ شوې او دغه شان له ۸۵ اعشاریه ۷ سلنه کسانو څخه د نیول کېدو د مخنیوي او یا د خوشې کېدو په بدل کې پیسې اخیستل شوي دي.

راپور کې دا هم راغلي چې د نیولو شویو افغانانو له ډلې له ۷۵ سلنه ډېرو یې روانی شکنجه، ګواښونه او سپکاوی زغملی او ۷۲ سلنه نورو بیا په توقیف کې له ۴۸ ساعتونو زیاته موده له کومې قضايي څېړنې پرته تېره کړې ده.

د راپور له مخې دغه شان د ایستلو پر مهال د هیڅ افغان کډوال انفرادي خطر ارزونه نه ده ترلاسه کړې او زرګونه داسې کسان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه کړل شوي چې ژوند یې هلته په خطر کې دی او دا ستنېدنه د نړیوالو معیارنونو له مخې داوطلبانه نه شي ګڼل کېدای.

پاکستان په رسمي ډول د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو جمعه د ثور ۱۸مه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان په ګډ راپور کې ویلي وو چې پاکستان یوازې په تېره یوه اونۍ کې له ۲ زرو ډېر افغانان نیولی دي.

پاکستان له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په ۲۰۲۳ کال کې پیل کړه خو له وروستیو څو میاشتو راهیسي یې له طالبانو سره ظاهرا د اړیکو له ترینګتیا وروسته په کډوالو فشارونه تر بل هر وخت زیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمشنرۍ یو این ایچ سي ار د راپور له مخې له ۲۰۲۳ کال راهیسې له دوه میلیونه ډېر افغانان له پاکستانه ایستل شوي او نږدې دوه میلیونه نور لا هم په دې هیواد کې میشت دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG