د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۵۰

د خبریالاتو د ملاتړ ادارې، د طالبانو له لوري د یوه خبري اژانس د مسوول پر نیولو اندېښنه ښکاره کړه

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان «امسو» ویلي، د طالبانو حکومت په وروستیو کې په کابل کې د «پیگرد خبري اژانس» مسؤل احمد جاوید نیازی نیولی دی.

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان وایي چې د خبریالانو دوامداره نیونو، د بیان ازادي او د رسنیو ازاد فعالیتونه محدود کړي دي.

دوی وایي، دغه اقدام د خبریالانو او رسنیو ترمنځ ویره رامنځته کړې او د دوی د ازاد کار مخه یې نیولې ده.

یوې افغانې خبریالې حیا حبیبې شنبه د ثور ۱۹ مه ازادي راډيو ته وویل: «د روښانه او قانع کوونکو دلایلو له وړاندې کولو پرته د خبریالانو نیول، د نورو خبریالانو پر ازاد کار ژور او منفي اغېز لري، دا ډول اقدامات د خبریالانو ترمنځ ویره او اندېښنه رامنځته کوي او لامل کېږي چې هغوی د حقیقت ویلو، راپور جوړولو او د مهمو موضوعاتو د خپرولو پر مهال له احتیاطه کار واخلي او کله ناکله ان ځان سانسورۍ ته اړ شي.»

یو بل خبریال چې ادعا کوي څه موده د طالبانو په بند کې پاتې شوی، وایي ،دغه وضعیت په افغانستان کې د بیان ازادي او د رسنیو فعالیت سخت اغیزمن کړی دی.

هغه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

«طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، په دوامداره توګه د بېلابېلو دلایلو له امله خبریالان نیولي دي، چې پکې پر حکومت نیوکه او د هغو راپورونو خپرول شامل دي چې د طالبانو له پالیسۍ سره په ټکر کې وي،دا نیونې ډېری وخت غیرقانوني او له روښانه قضایي بهیر پرته ترسره کېږي، خبریالان نه یوازې له فزیکي او رواني ګواښونو سره مخ دي، بلکې په ډېرو مواردو کې پرته له کوم مشخص تور څخه زنداني کېږي، دغو اقداماتو په افغانستان کې د بیان ازادي او د رسنیو فعالیتونه سخت محدود کړي دي.»

خو د طالبانو حکومت تر دې وړاندې ادعا کړې چې خبریالان د خپلو رسنیزو فعالیتونو له امله نه دي نیول شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان «امسو» ویلي، د طالبانو حکومت په وروستیو کې په کابل کې د «پیگرد خبري اژانس» مسؤل احمد جاوید نیازی نیولی؛ هغه اقدام چې دغه سازمان یې غندي او د بیان ازادي او د رسنیزو فعالیتونو په وړاندې یې جدي خنډ بولي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان «امسو» له طالبانو غوښتي چې احمد جاوید نیازی او نور بندي خبریالان سمدستي او بې له قید او شرطه خوشې کړي.

« امسو » په خپله اعلامیه کې چې جمعه د ثور ۱۸مه یې خپره کړې ویلي هغه د ثور په ۱۷مه د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د استخباراتو له خوا په خپل دفتر کې نیول شوی او د برخلیک په اړه یې هیڅ معلومات نشته.

په اعلامیه کې راغلي چې دې وضعیت په هېواد کې د رسنیو د کاري خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راولاړې کړې دي او له طالبانو یې غوښتي چې احمد جاوید نیازی او نور بندیان خبریالان دې سمدستي او بې له قید او شرطه خوشې کړي.

د هغو معلوماتو له مخې چې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان «امسو» مسولینو له ازادي راډیو سره شریک کړي، د احمد جاوید نیازي ترڅنګ دا مهال پنځه نور خبریالان، حمید فرهادي، شکیب نظري، ابوذر صارم سرپلي، بشیر هاتف او عزیز وطنوال هم د طالبانو په بند کې دي.

موږ هڅه وکړه چې د نیول شوي خبریال احمد جاوید نیازي د کورنۍ له غړو سره خبرې وکړي، خو هغوی د راپور تر چمتو کېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

د طالبانو حکومت هم د هغه نیول نه دي تایید یا رد کړي، او د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران هم د «پیگرد خبري اژانس» د مسؤل احمد جاوید نیازي د نیولو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو ازادۍ او د خبریالانو کار ته ژمن دی او په ټولنه کې د رسنیو او خبریالانو په بنسټیزې اړتیا باور لري خو د افغانستان د خبریالانو مرکز د مې په درېیمه، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ځپلو د زیاتېدو او د خبریالانو د پراخو نیونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

دغه مرکز ویلي چې په تېر یوه کال کې لږ تر لږه د خبریالانو د ګواښ ۱۲۷ پېښې او د هغوی د نیولو ۲۰ پېښې ثبت شوې دي، چې یو شمېر یې د طالبانو د حکومت د رسنیزو پالیسیو د نه پلي کولو یا ترې د سرغړونې په تور نیول شوي وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې په خپلو پالیسیو له بیاکتنې سره، ټول بندیان خبریالان خوشې کړي، څو خبریالان وکولای شي د بیان له ازادۍ څخه د یوه بنسټیز حق په توګه ګټه واخلي او پرته له وېرې، ګواښ، ځورونې او نیونې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG