خبرونه
امریکایي ځواکونو د ایران دوې بیړۍ ویشتلي
د امریکا پوځ وایي، د ایران د تیلو پر دوو بیړیو یې د جمعې په ورځ ډزې وکړې او د هغوی مخه یې ونیوله چې د امریکا له سمندري محاصرې تیرې شي.
د امریکا د مرکزي قوماندې( سنتکام) په وینا دوه کښتۍ یې چې د ایران بیرغ پرې رپیده، خو بار پکې نه و، وویشتلې او ایران ته یې د هغوی د داخلیدو مخه ونیوله.
امریکا د ایران د سمندري محاصرې له پیله د جمعې تر ورځې د څه باندې اویا ایراني کښتیو د مخنیوي خبر ورکوي.
امریکایي ځواکونه د اپریل له دیارلسمې راپه دې خوا د هند په سمندر کې هغه بیړۍ دروي چې د ایران بندرونو ته ننوځي یا ترې وځي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په پاکستان کې د داعش پر پټنځایونو د حملو په اړه د طالبانو او پاکستان ادعاوې او د خلیلزاد سپارښتنه
په داسي حال کې چې پاکستان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د طالبانو له لوری د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو ادعا ردوي، طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې د دوی بې پېلوټه الوتکو د خیبر د باړې سیمې په قمبرخېلو کې د داعش مهم پټنځای په دقیق ډول ویشتی او هغه ویجاړ کړی دی.
خو له بلې خوا د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې چې د طالبانو بې پېلوټه الوتکه یې د پاکستان خاورې ته له داخلېدو سره سم د خیبر په شینکو سیمه کې ویشتې ده.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا فعالولو غوښتنه کړې ده.
ده دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې راپورونه خپاره شول چې د افغانستان طالبانو د بې پېلوټه الوتکو په وسیله په پاکستان کې د داعش خراسان (داعش-خ) پر مرکزونو عملیات ترسره کړي دي.
ټرمپ: موږ د مجبورۍ له مخې خبرو ته نه یو ورغلي؛ ایران ته به هېڅ پیسې ورنه کړل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» کې په یوه پیغام کې ولیکل چې ایران له کمزوري دریځه له امریکا سره خبرو ته حاضر شو او د مذاکراتو په بهیر کې به هېڅ ډول مالي مرسته ترلاسه نه کړي.
ټرمپ لیکلي: «موږ له مجبورۍ او ناچارۍ خبرو ته نه یو ورغلي؛ دا ایران و چې داسې یې وکړل. هغوی نور ختم شوي دي.»
هغه همداراز د ایران او امریکا د تفاهملیک د ۶۰ ورځني پړاو په اړه ویلي چې امریکا به د دې هوکړې د پلي کېدو بهیر تر پایه تعقیب کړي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «هېڅ پیسې به هغوی ته ورنه کړل شي؛ آن لس سنټه هم.»
ټرمپ په بل پیغام کې ادعا کړې چې جګړې ایران سخت کمزوری کړی او خپلې پخوانۍ څرګندونې یې تکرار کړې چې ګواکې د ایران هوايي ځواک، سمندري ځواک، هوايي دفاعي سیستمونه او اغېزمنه راداري شبکه له منځه تللې ده.
د بې پولې خبریالانو ټولنه: په نړۍ کې د ټولو کډواله شویو خبریالانو نیمايي افغانان دي
د بېپولې خبریالانو سازمان ویلي، هېڅ بل هېواد د افغانستان په اندازه د خبریالانو د وتلو شاهد نه دی.
د بېپولې خبریالانو ټولنې د کډوالو له نړیوالې ورځې سره هممهاله په خپل تازه راپور کې افغانستان د «خبریالانو د جلاوطنۍ نړیوال مرکز» بللی او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۶۷۷ افغان خبریالان د ګواښونو، نیونو یا د مرګ له خطر سره د مخامخېدو له امله اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي.
د راپور له مخې، دا شمېر د هغو ۱۴۶۸ خبریالانو نژدې نیمایي برخه جوړوي چې د بې پولې خبریالانو ټولنې په دې موده کې د خپلو هېوادونو له پرېښودو وروسته ورسره مرسته کړې ده.
راپور زیاتوي چې دغه افغان خبریالان اوس په ۲۸ هېوادونو کې مېشت دي او افغانستان د خبریالانو د جلاوطنۍ په تر ټولو لوی مرکز بدل شوی دی.
د دې ادارې د شمېرو له مخې، په همدې موده کې ۱۶۰ روسي او ۱۰۱ میانماري خبریالانو هم د دې سازمان ملاتړ ترلاسه کړی دی.
د سازمان په وینا، دا شمېرې ښيي چې افغان خبریالان لا هم د رسنیزو فعالیتونو له امله له جدي ګواښونو او محدودیتونو سره مخامخ دي.
په هالنډ کې افغان ترجمانان د دایمي استوګنې ځانګړې استثنا غواړي
هغه افغان ترجمانان چې له هالنډي ځواکونو او حکومتي ماموریتونو سره یې په افغانستان کې کار کړی، غوښتنه کوي چې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ د نوي موافقې له مقرراتو څخه دې استثنا شي.
هالنډي رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې، دغو ترجمانانو ته خبر ورکړل شوی چې نور به د پخوا په څېر دایمي پناه او استوګنه نه ورکول کېږي او پر ځای به یې د استوګنې درې کلن اسناد ترلاسه کړي.
ترجمانان وایي چې له هالنډي ځواکونو سره د همکارۍ له امله یې په افغانستان کې امنیت، دندې او راتلونکی له لاسه ورکړی او بېرته ستنېدل ورته ممکن نه دي. دوی زیاتوي چې اوس په هالنډ کې ژوند کوي، مالیه ورکوي او ماشومان یې په هالنډي ښوونځیو کې زده کړې کوي.
دوی د هالنډ له حکومته غواړي چې د خپلو پخوانیو محلي همکارانو پر وړاندې د اخلاقي مسوولیت له مخې دوی ته د استوګنې دایمي او با ثباته حللاره برابره کړي.
سویس کې دامریکا او ایران ترمینځ نننۍ خبرې لغو شوې
سویس وايي په دغه هیواد کې دتهران او واشنګټن ترمینځ ټاکل شوې نننۍ خبرې لغو شوې.
وروسته لدې چې سپینې ماڼۍ سویس ته د مرستیال ولسشمر جې ډي ونس د سفر دلغو کیدو خبر ورکړ ددغه هیواد بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې دامریکا او ایران ترمینځ خبرې چې ټاکل شوې وه د جمعې په ورځ وشي لغو شوې.
دایران او امریکا ترمینځ د ټاکل شویو خبرو له لغو کیدو یوه ورځ مخکې ددواړو هیوادونو ترمینځ هوکړه چې په یوه ماده کې یې د اټومي خبرو لپاره ۶۰ ورځې وخت په نظر کې نیول شوی لاسلیک او رسمي شوه.
ټاکل شوې وه دغه ۶۰ ورځې سر د جمعې له ورځې سملاسي پیل شي.
خو د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ته نږدې تسنیم رسنۍ د پنجشنبه په ورځ رپوټ ورکړ چې ایراني مرکچیان له نویو خبرو مخکې دیته اړتیا لري چې د امریکا له لورې د موقتې هوکړې د پلي کیدو نښې وګوري او تراوسه جینیوا ته دایراني مرکچې پلاوي سفر تایید شوی نه دی.
د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ د لوبلړۍ په وروستۍ مسابقه کې سره مخ کیږي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ د درو یو ورځنیو سیالیو په وروستۍ یا درېیمه مسابقه کې مخامخ شي.
د دې لوبلړۍ، چې د هند په کوربه توب پیل شوې، لومړۍ دوې هند ګټلې دي.
د آی سي سي یا د کرکټ د نړیوالې شورا د نورو غړیو لوبډلو پرتله د افغانستان لوبډله له لویو ټیمونو سره د مسابقو لږ چانس مومي خو له دې سره سره د افغانستان ملي ټیم به په اګست میاشت کې له آیرلنډ سره ۵ یو ورځنۍ سیالۍ وکړي.
جي ډي ونس : نه پوهیږم چې هوکړه به د ایران چلند بدل کړي کنه
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس د پنجشنبه په ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ایران امریکا سره د تفاهم لیک پوځي تعهداتو ته تراوسه ژمن پاته شوی او تیره شپه څه دپاسه ۱۲ ملیون بیرله تیل له هرمز تنګي تیر شوي دي.
جي ډي ونس یوه ورځ وروسته لدې چې ددواړو هیوادونو ترمینځ هوکړه د ولسمشرانو لخوا رسما لاسلیک شوه وویل چې ایرانیانو د دوهمې پرله پسې شپې لپاره دهیڅ کومې بیړۍ په لور ډزې نه دي کړی. او تراوسه هغوی په خپلو ژمنو ولاړ دي.
د متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر زیاته کړه چې واشنګټن هم د محاصرې په لیرې کولو کې په خپلو ژمنو ولاړ دی.
هغه وویل چې په سیمه کې دامریکا پوځ ( سنتکام) څه دپاسه ۱۲ بیړیو ته اجازه ورکړې چې له محاصرې تیرې شي.
ونس وویل چې د وخت په تیریدو سره به لاڅرګنده شي چې تهران خپلو ټولو تعهداتو ته ژمن پاته کیږي کنه.
د افغانستان بانک هېواد ته دسیمې د هیوادونو د اسعارو راوړل منع اعلان کړل
د افغانستان بانک هېواد ته دسیمې د هیوادونو د پیسو راوړل منع اعلان کړل.
د افغانستان بانک ویلي چې د دې اقدام موخه د افغانۍ د ارزښت ساتنه ده، او له صرافانو، سوداګرو، ترانسپورتي شرکتونو او مسافرو یې غوښتي چې د بهرنیو اسعارو له لېږد څخه ډډه وکړي.
د افغانستان بانک ټینګار کوي چې افغانۍ د سیمې د ډېرو هېوادونو د اسعارو په پرتله غوره ثبات لري، او د ملي اسعارو د مقام ساتنه د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ضروري ګڼي.
د یادونې وړه چې په وروستیو کلونو کې له پاکستان او ایران څخه په ملیونو افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي او ځینو یې ددغو هیوادونو پیسې له ځان سره راوړي دي.
امیرخان متقي د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې سره خبرې کړي
افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي چې بهرنیو چارو وزیر د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې سره ټیلیفوني خبري کړي دي.
اعلامیه وايي دامیرخان متقي او په سیاسي او د سولې دټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې، روزمیري ډیکارلو ترمینځ خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د لا اغېزمنتیا په اړه بحث وشو.
اعلامیه زیاتوي چې میرمن ډیکارلو د طالبانو د حکومت له لورې د بشري فعالیتونو لپاره د برابرو شویو اسانتیاوو او همکاري قدرداني کړې او د یوناما په تړاو د وروستیو پرمختګونو په اړه یې معلومات شریک کړل.
د یادونې وړ ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا خپله وروستۍ غونډه کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ، یوناما ، دیوه کال په مخه تمدید کړ او له طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په ښځینه افغان کارکوونکو محدودیتونه لیرې کړي ترڅو وکولای شي خپلو دفاترو ته تګ راتګ وکړي.
د بشري حقونو یوه ډله په ایران کې د یوه بل افغان د اعدامیدو خبرورکوي
د ایران د بشري حقونو یوه ډله په ایران کې د یوه بل افغان د اعدامیدو خبرورکوي.
د حال وش په نوم د ایران د بشري حقونو څارونکې ډلې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸ پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي، دغه افغان چې د مخدره موادو اړوند جرم پخاطر څلورکاله مخکې نیول شوی او د انقلابي محکمې له خوا په اعدام محکوم شوی و، د زاهدان په زندان کې اعدام شو. د خبرپاڼې له مخې د اعدام شوي افغان نوم عبدالله جلالي ښودل شوی او ویل شوي چې هغه د افغانستان د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ اوسیدونکی وو. د دې بنسټ په خبره په دې وروستیو کې د افغانستان یوشمیرزیات اتباع د ایرانیانو منجمله بلوڅانو ترڅنګ د ایران په زندانونو کې اعدام شوې دي. پردغو اعدامونو د بشري حقونو ډلو تل انتقادونه کړي دي.