د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۵

(اوچا): په افغانستان کې وروستیو سېلابونو لسګونه روغتیايي مرکزونه او ښوونځي زیانمن کړي

میمنه کې د وروستیو سیلابونو د تخریب یو انځور، ارشیف
میمنه کې د وروستیو سیلابونو د تخریب یو انځور، ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو لسګونه روغتیايي مرکزونه او ښوونځي زیانمن کړي دي. دې ادارې په یو تازه راپور کې ویلي، که څه هم یادو مرکزونو او ښوونځیو نسبي زیان لیدلی، خو د زرګونو خلکو لپاره یې اړین خدمات ګډوډ کړي دي.

د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکی صلاح الدین وایي له تېرې یوې اونۍ راهیسې سېلابونو او شدیدو ورښتونو د دوی د ولسوالۍ په ګډون د ډیری ولسوالیو خلک او زېربناوې، کلینیکونه او لارې زیانمنې کړې دي.

ده د جمعې په ورځ د «ثور په ۱۷مه» ازادي راډیو ته وویل:

د تخار او بدخشان تر منځ سړک یې له ۳۰ زیاتو ځایونو کې تخریب کړی دی، تر اوسه لارې هم په سمه توګه پرانیستل شوې نه دي

" د تخار او بدخشان تر منځ سړک یې له ۳۰ زیاتو ځایونو کې تخریب کړی دی، تر اوسه لارې هم په سمه توګه پرانیستل شوې نه دي، د راغستان او کوهستان لور ته یې ښوونځي او روغتیایي کلنیکونه هم تخریب کړي دي، تقریبا هر څه یې له منځه وړي دي."

د دې ولایت د یفتل مرکزي سیمې اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي هم ازادي راډیو ته وویل:

دلته یوازې یو مرکزي کلنیک دی، او د ټولو کلیو خلک هم باید همدې کلنیک ته ولاړ شي، دې سېلابونو دې برخه کې اخلال رامنځته کړی، دلته د موټر لارې او موټر هم نشته.

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د شیخ جلال سیمې د یو ښوونځي امر توریالي ازادي راډیو ته وویل، چې وروستیو سېلابونو یو شمیر ښووځي ښوونځي په بشپړ ډول تخریب کړی او له تېرې یوې اونۍ راهیسې زده کوونکي له درسه پاتې دي:

"د شېخ جلال دا ښوونځی کاملا تخریب شوی او د ښوونځي هر څه له منځه تللي، له اداري اسنادو نیولې تر درسي کتابونو، المارۍ ګانې او ټول تجهیزات یې له منځه تللي، خو له نېکه مرغه چې جمعه وه زده کوونکي ښوونځي کې نه وو، کنه د سېلاب شدت دومره زیات و چې اوس به هېڅ زده کوونکی ژوندی نه و، موږ مالي زیانونه ډېر لرو خو ځاني زیان نشته."

دی وایي تر ډېره زیانمن شوي خلک په دوشي، اندراب، ډنډ غوري، پلخمري، مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسوالیو کې دي.

په راپور کې د مرکه شویو کسانو په خبره، په سیمو کې یې تر اوسه د سېلابونو له امله د چا د مړینې راپور نه دی تر لاسه کړی خو په ډېریو سیمو کې مخابراتي خدمتونه پرې او په تیلفون اړیکه نه کېږي.

دوی ټینګار کوي چې ډېری خلکو خپلې شتمنۍ او سرپناوې له لاسه ورکړي او بېړنیو بشري مرستو ته اړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم په افغانستان کې د وروستیو اقلیمي بدلونونو له امله شدیدو اورښتونو او مرګونو سېلابونو ته اندېښنه ښودلې ده.

«اوچا» د پنجشنبې په ورځ « د ثور په ۱۷مه» د ملګرو ملتونو پر ریلیف وېب پاڼه «د اسیا او ارام سمندر؛سیمه ییز بشري انځور د ۲۰۲۶ کال د اپریل له ۲۱مې د می تر ۴مې » په نوم یو راپور کې، د افغانستان برخه کې ویلي چې د د دغه هیواد په ځینو برخو کې له شدیدو ورښتونو وروسته سیلابونه لا هم دوام لري او په ټکو یې د می په لومړۍ نیټه په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د نویو پیښو راپور ورکړل شوی.

د «اوچا» په ټکو، دې سیلابونو سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي او کورونو، زیربناوو او د خلکو ژوند ته پراخ زیانونه رسولي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې زیاته کړې چې په تېره دې موده کې د اپرېل تر ۲۹ مې، د افغانستان په څو بېلابېلو ولایتونو کې روانو سیلابونو ۶۱ روغتیايي مرکزونه او له ۱۲۰ ډیر ښوونځي په نسبي ډول زیانمن کړي او د زرګونو خلکو لپاره اړین خدمتونه یې ګډوډ کړي دي.

د «اوچا» په راپور کې راغلي چې د بغلان، بدخشان او تخار په ګډون نورو ولایتونو کې درنو بارانونو او سیلابونو شاوخوا ۷۳ زره او ۳۰۰ کسان اغیزمن کړي، چې نږدې ۵۶ زره او ۹۰۰ یې بشري مرستو ته بیړنۍ اړتیا لري، هغه څه چې د دې ولایتونو ځینو اوسېدونکو هم ازادي راډیو سره خبرو کې مطرح کړل.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې د راپور له مخې، سیلابونو تر ۷ زره ۵۰۰ کورونه ویجاړ یا زیانمن کړي او سړکونو، پلونو او کرنیزو ځمکو ته یې هم لوی زیان اړولی دی.

دې ادارې ویلي چې د دوی بشري همکارانو د ننګونو سربېره تر دې دمه له ۳۱ زرو زیاتو کسانو سره خواړه، سرپناه، روغتیایي خدمتونو او ځینې نورې مرستې رسولي دي.

د یادونې ده چې روان میلادي کال له پیل راهیسې د افغانستان ۳۳ ولایتونه شدیدو ورښتونو او سېلابونو سلګونه افغانان وځپل، زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې ویجاړې او بشري او اساسي خدمتونو او اسانتیاوو ته یې له لاسرسي خلک بې برخې کړل.

بلخوا د افغانستان یادو درې شمالي ولایتونه په ځانګړې توګه بغلان کې د ۲۰۲۴ کال شدیدو او مرګونو سېلابونو هم زرګونو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله او له پاتې اکثریت یې کورونه او شتمنۍ یوړې چې لسګونه کورنۍ یې لا هم بې سرپناه حالت کې تر خیمو لاندې ژوند کوي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG