د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۰

د این‌بي‌سي نیوز راپور: په هرمز تنګي کې د «ازادۍ پروژې» په درولو کې د سعودي رول

امریکايي شبکې این‌بي‌سي نیوز راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ له خوا په هرمز تنګي کې پیل شوې «د ازادۍ پروژه» هغه مهال ودرول شوه چې سعودي عربستان د دې عملیاتو د ملاتړ لپاره د خپلې هوايي اډې او هوايي حریم د کارولو اجازه ورنه کړه.

امریکايي شبکې این‌بي‌سي نیوز راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ له خوا په هرمز تنګي کې پیل شوې «د ازادۍ پروژه» هغه مهال ودرول شوه چې سعودي عربستان د دې عملیاتو د ملاتړ لپاره د خپلې هوايي اډې او هوايي حریم د کارولو اجازه ورنه کړه.

این‌بي‌سي د پنجشنبې په ورځ د غويي ۱۷مه په یوه ځانګړي راپور کې، د دوو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې د ټرمپ دغه طرحه، چې هدف یې د هرمز تنګي پرانیستل وو، «سعودي عربستان او د خلیج سیمې نور امریکايي متحدان حیران کړل.»

د راپور له مخې، سعودي عربستان واشنګټن ته خبر ورکړی و چې د ریاض ترڅنګ د «شاهزاده سلطان» هوايي اډې او یا هم د خپل هوايي حریم د کارولو اجازه د دې عملیاتو لپاره نه ورکوي.

راپور زیاتوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ ټیلیفوني خبرې هم د اختلاف د حل سبب نه شوې، او ټرمپ «مجبور شو چې د سیمې هوايي حریم ته د پوځي لاسرسي د بېرته ترلاسه کولو لپاره عملیات وځنډوي.»

این‌بي‌سي نیوز همداراز ویلي چې د قطر په ګډون د امریکا نور سیمه‌ییز متحدان، هم د عملیاتو له پیل مخکې، نه وو خبر کړل شوي، او ټرمپ یوازې د طرحې له پیل وروسته د قطر له امیر سره اړیکه ونیوله. خو د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي بیا ویلي چې «سیمه‌ییز متحدان له وړاندې خبر شوي وو.»

د امریکا ولسمشر د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ «د ازادي پروژه» د هرمز تنګي د پرانیستو لپاره اعلان کړې وه، خو شاوخوا ۳۶ ساعته وروسته یې ودروله.

ټرمپ وروسته په یوه پیغام کې وویل چې دا عملیات «د لنډ وخت لپاره ځنډول شوي» څو معلومه شي چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره کومه احتمالي هوکړه وروستۍ او لاسلیک کېدای شي که نه.

تر دې مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم، د «ازادۍ پروژې» تر ځنډېدو وروسته، ویلي وو چې د پاکستان او «په ځانګړي ډول د سعودي عربستان» غوښتنې پر ټرمپ اغېز کړی او هغه یې د عملیاتو درولو ته اړ کړی دی.

د این‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، د امریکا پوځ د دې عملیاتو پر مهال د بېړیو د ساتنې لپاره جنګي الوتکو، د سون‌توکو رسوونکو الوتکو او د سیمې د هېوادونو هوايي حریم ته اړتیا لرله.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG