د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۰۲

تاجکستان په سلګونو افغانان په یوه ورځ له خپلې خاورې وایستل

په تاجکستان کې یوه افغان کورنۍ- ارشیف
په تاجکستان کې یوه افغان کورنۍ- ارشیف

د تاجکستان حکومت د سې شنبې په ورځ (د می ۱۵مه) شاوخوا ۲۵۰ افغان کډوالې کورنۍ کندز ولایت ته اخراج کړي دي.

مخکې له دې راپور ورکړل شوی و چې دا کورنۍ له سغد ولایت څخه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبه ته په دې نیت لیږدول شوي چې افغانستان ته به یې استوي.

دغو کورنیو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د تاجکستان شمال ته پناه وړې وه.

له تاجکستانه د دې کډوالو د ایستلو خبر وروسته تر دې خپور شو چې د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې یو ځوان افغان یې د قتل په تور ونیو.

یوشمیر رسنیو د تاجکستان د کورنیو چارو د وزارت په وینا خبر ورکړ چې یوه دوه ویشت کلن افغان کډوال یوه تاجکۍ اووه ویشت کلنه ښځه د جبار رسولوف په سیمه کې د پخلنځي په چاقو وژلې ده.

د تاجکستان چارواکو له خپلې خاورې د شاوخوا ۲۵۰ افغان کډوالو د ایستلو په اړه څه نه دي ویلي

تاجک چارواکو تر اوسه یو ځای د سلګونو افغانانو د ایستلو په تړاو څه نه دې ویلي، خو یوشمیر په دې باور دي چې دا هڅه د تاجکۍ ښځې له وژلو سره تړاو لري.

د سغد د جبار رسولوف سیمې یوشمیر اوسیدونکي په دې باور دي چې د یوه کس په ګناه باید نور مجازات نه شي، له دې ډلې روزا حسنووا ازادي راډیو ته وویل:

« میرمن شکریې له خپلو درې زامنو، ناوې او لمسیانو سره دلته ژوند کاوه. ښه خلک وو، میلمه پال وو. موږ ورسره راشه درشه لرله، له دوی مو بدي نه وه لیدلې، لکه خویندې او وروڼه اوسیدو، د دوی په تګ ډیر خپه شوو»

تاجک چارواکو پروسږکال څو ځله د تاجکستان له مرکزي سیمو یوشمیر افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل. هغه وخت چارواکو ویلي و چې د کډوالو شمیر زیات شوی دی او یوشمیر افغانان په غیرقانوني ډول تاجکستان ته داخل شوي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته تاجکستان یوشمیر افغانانو ته په کولاب کې موقتي کمپ جوړ کړ. ارشیف
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته تاجکستان یوشمیر افغانانو ته په کولاب کې موقتي کمپ جوړ کړ. ارشیف

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په وار وار له تاجک چارواکو څخه غوښتي چې افغان کډوال ونه باسي ځکه چې دوی احتمال لري چې په خپل هیواد کې له ځورونې سره مخامخ شي.

په تاجکستان کې له 9,000 څخه ډیر افغان کډوال ژوند کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG