د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۵

د قابلو نړیواله ورځ: افغانستان د قابلو له پلوه په څه وضعیت کې دی؟

د قابلو نړیواله ورځ داسې مهال لمانځل کیږي چې د راپورونو له مخې افغانستان د پخوا پرتله اوس د روزل شویو قابلو له سخت کمښت سره مخ دی. دې وضعیت د افغانستان پر روغتیایي سیسټم ناوړه اغیزکړی دی.

د سمنګان ولایت اوسېدونکې انیسه چې د قابله ګۍ د زده کړو له بشپړولو وروسته اوس وزګاره په کور ناسته او د کار اجازه نه ورکول کیږي، ازادي راډيو ته وویل: "زه د قابله ګۍ له رشتې فارغه شوې یم، خو دنده نه لرم او په کور ناسته یم، بهر ته اجازه هم راته شته، پاسپورت مې تیار دی خو نه پرېښودل کیږو چې له افغانستانه بهر ووځو کار وکړو او خپل هدف ته ورسیږو، ستونزې شته او له بده مرغه ډېرې زیاتې دي، موږ ګوښه شوې یو، نه کار کولای شو او نه دنده راکول کیږي."

قابله ګي یوازې یو مسلک نه دی بلکې یو پاک او مقدس رسالت دی، د قابلو په لاسونو نوی ژوند پیلیږي، زما ارمان وو چې قابله شم، خو بدبختانه زموږ د وروستي سمستر په پای کې، چې یوازې مو وروستۍ ازموینې پاتې وې، پوهنتونونه وتړل شول

د کابل ولایت اوسېدونکې او د قابله ګې د رشتې پخوانۍ محصله ملکه هم خپله کیسه کوي وايي: " قابله ګي یوازې یو مسلک نه دی بلکې یو پاک او مقدس رسالت دی، د قابلو په لاسونو نوی ژوند پیلیږي، زما ارمان وو چې قابله شم، خو بدبختانه زموږ د وروستي سمستر په پای کې، چې یوازې مو وروستۍ ازموینې پاتې وې، پوهنتونونه وتړل شول او زموږ هیلې نیمګړې پاتې شوې، په افغانستان کې زده کړې اسانه نه دي خو موږ هڅه کوله چې د ښه راتلونکې لپاره درس ووایو، زموږ هیواد قابلو ته اړتیا لري، خو موږ چې اوس په کور ناست یو دا وضعیت زموږ لپاره ډېر سخت او دردونکی دی."

قابله ګانې د مور او ماشوم د مړینې د کچې په کمولو کې مهم رول لري، د ځینو نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې روغتیايي خدمتونه محدود دي او د قابلو شتون کولای شي په بیلابیلو شرایطو کې د مړینې مخه ونیسي.

د تخار ولایت یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي سه شنبه د ثور۱۵مه ازادي راډيو ته وویل، په ځینو دولتي روغتونونو کې ناروغان، په ځانګړي ډول امېندوارې ښځې، د قابلو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ کیږي: "څو شپې مخکې مو ولادي ناروغ درلود، روغتون ته مو یوړو خو هغوی بستر نه کړو، هیڅ پام یې ورته ونه کړ چې دا ناروغه ده او که نه، هیڅ معاینه یې ونه کړه، اخر مجبوره شوم شخصي روغتون ته مې یوړه، مخکې به چې موږ روغتون ته تللو ان د شپې به قابلې موجودې وي او رضاکان هم ډېر وو چې د ناروغانو خدمت به یې کاوه."

موږ وینو چې په روغتیايي مرکزونو کې قابلې په کافي اندازه نشته او د مراجعینو شمېر زیات دی، په ځانګړي ډول په ولادي او نسايي څانګو کې، دې وضعیت د کار په کیفیت هم اغیز کړی

د افغانستان په جنوب ختیځ کې یوې قابلې ازادي راډيو ته وویل، چې په روغتیايي مرکزونو کې د قابلو کمښت د کار په کیفیت ښکاره اغیز کړی دی. دې هم چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي وویل: "موږ وینو چې په روغتیايي مرکزونو کې قابلې په کافي اندازه نشته او د مراجعینو شمېر زیات دی، په ځانګړي ډول په ولادي او نسايي څانګو کې، دې وضعیت د کار په کیفیت هم اغیز کړی ځکه چې څومره د کار فشار زیات وي په هماغه اندازه کیفیت خرابیږي، دولت او موسسات باید دې برخې ته جدي پام وکړي تر څو د خدمتونو کیفیت ورسره ښه شي."

د مۍ پنځه د قابلو نړیواله ورځ ده.

دا ورځ داسې مهال رارسیږي چې د طالبانو حکومت د ۱۴۰۳ لمریز کال په قوس میاشت کې په افغانستان کې د نجونو په نیمه روغتیايي زده کړو بندیز ولګاوه، د طالبانو دا قدام که څه هم د نړیوالو بنسټونو له سختو غبرګونونو سره مخ شو او د ښځو پر روغتیا جدي ګذار وبلل شو خو طالبانو په دې اړه لا هم په خپل دریځ کې کوم بدلون نه دی راوستی.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د پالیسي مرستیال محمد حسن غیاثي نږدې یو نیم کال وړاندې ادعا کړې وه چې افغانستان د ښځینه روغتیايي کارکونکو له کمښت سره نه دی مخ او نږدې ۳۰ زره قابلې په دې هیواد کې شته چې د روغتیايي نظام برخه نه دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق « یونیسف» په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې افغانستان له دوه ګوني ناورین سره مخ دی؛ له یوې خوا روزل شوې ښځینه روغتیايي کاري ځواک له لاسه ورکوي او له بلې خوا داسې نوی نسل نه روزل کېږي چې د دوی ځای ونیسي.

د دې سازمان د تحلیل راپور پر بنسټ چې تېره اوونۍ یې خپور کړی ، ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان شاوخوا ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکي له لاسه ورکړي، چې دا به د روغتیا په برخه جدي اغیزې ولري، ځکه په ټکو یې ډېرو سیمو کې ښځې د ټولنیزو دودونو له امله نارینه ډاکټرانو ته مراجعه نه شي کولای.

یونیسف ویلي وو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت د ښځو او ماشومانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، په ځانګړي ډول مور او ماشوم ته پاملرنه کموي او د هغوی ژوند له خطر سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق«یو این ایف پي اې» د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسب ټینګار کړی چې په نړۍ کې پر یو میلیون نورو قابلو پانګونه له زیږون مخکې او وروسته او دغه شان د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د ژوند ژغورلو اغیزمنه لاره ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG