نړۍ
د مسکو ښاروال: کریملین ته نژدې پر یوه لوړپوړیزه ودانۍ د ډرون برید شوی
د مسکو ښاروال وایي چې د ډرون په یوه برید کې له کریملین څخه څو کیلومتره لرې د اپارتمانونو یوه لوړ پوړیزه ودانۍ په نښه شوې وه. سرګې سوبایانین وویل چې په دغه پیښه کې چې نن دوشنبې سهاروختي رامنځته شوې، چاته زیان ندی اوښتی. په تصویرونو کې ښکاري چې په لوړو پوړونو کې یو یا دوه اپارتمانونه زیانمن شوي او خاورې خښتې یې پرځمکه پرتې دي. په عین حال کې د اوکراین د خارکیف سیمې والي وویل چې د روسیې د توغندیو په تازه برید کې درې کسان مړه او اته نورټپیان شوي دي. دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې کیف اعلان وکړ چې په بالتیک سمندرګي کې یې د تیلو د صادراتو یو مهم مرکز او دوه کشتۍ چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هغه د "سیوري بیړۍ" په نوم پر روسیې د لګول شویو بندیزونو څخه د تیښتې د تیلو ټانکرونو یوه برخه بللې، په نښه کړي و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امریکا سره هوکړې ته د نږدې کیدو د رپوټونو په اړه دایران سوړ غبرګون
وروسته لدې چې رپوټونو وویل امریکا او ایران د جګړې د پایته رسولو لپاره یوې هوکړې ته نږدې شوي دایران بهرنیو چارو وزارت وویل تهران لا تراوسه د امریکا د وړاندیز د څیړلو په حال کې دی.
دایران دبهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايی د چهارشنبې په ورځ ایسنا خبري اژانس ته وویل چې دامریکا وړاندیز ترڅیړنې لاندې دی او ایران به له جمع بندی وروسته دخپلو نظریاتو ټکي پاکستاني اړخ ته وسپاري.
په عین حال کې د پاسدارانو ځواکونو ته نږدې تسنیم خبري اژانس د"یوې باخبره سرچینې" له قوله رپوټ ورکړ چې د امریکا وروستي وړاندیز کې ځینې مادې دمنلو وړ نه دي او ایران یې تراوسه ځواب نه دی ورکړی.
فارس خبري اژانس هم ادعا وکړه چې تراوسه هیڅ کوم لیکل شوی نوی پيغام تبادله شوی نه دی او د تفاهم د نږدېوالي په هکله رپوټونه یې رد کړل.
مخکې اکسیوس وبسایټ او رویترز خبري اژانس ویلی وو چې ایران او امریکا د جګړې دپایته رسولو لپاره دیوې پاڼې یو تفاهم لیک منلو ته نږدې سوي دي.
فارس خبري اژانس وايي دغه رپوټونه "په نړیوالو بازارونو د اغیز او په ځانګړې توګه د تیلو دبیو د ټیټولو"لپاره خپاره شوي دي.
شهباز شریف: د پاکستان او د ګڼو ورونو هیوادونو غوښتنې ته د ټرمپ سخاوتمندانه ځواب به دسولې او ثبات د ټینګښت سبب شي
د پاکستان صدراعظم وايي د پاکستان او ګڼو وروڼو هیوادونو خصوصا د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان غوښتنې ته د ولسمشر ټرمپ له سخاوته ډک ځواب به په دې حساسه مرحله کې سولې، ثبات او سیمه ایزه پخلاینه کې ډیره مرسته وکړي.
شهباز شریف چهارشنبه په خپله ایکسپاڼه هیله څرګنده کړه چې «اوسنی بهیر یوې نهايي هوکړې ته ورسیږي اود سیمې لپاره او له سیمې وراخوا تلپاتې سوله او ثبات تضمین کړي. »
د پاکستان دصدراعظم لخوا دغه څرګندونې وروسته لدې کیږي چې د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ وویل چې هرمز تنګي کې یې د "ازادۍ د پروژې" په نامه عملیات په موقت ډول وځڼډول.
ټرمپ وویل چې دغه پریکړه د پاکستان په غوښتنه شوې ده.
دغه عملیات په یاد تنګي کې د بیړیو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره پیل شوي وو.
ایران د امریکا او اسراییلو د پوځي کمپاین په وړاندې غبرګون کې د دې مهم تنګي څخه د بیړیو د تګ راتګ مخه ونیوه او ګواښ یې کړی و چې هره هغه بېړۍ به په نښه کړي چې د ایران له اجازې پرته له تنګي تېرېږي.
د بندیز له کبله زرګونه بېړۍ د تنګي دواړو غاړو ته د څو اوونیو لپاره بندې پاتې شوې او پر نړیوال اقتصاد یې اغېز وکړ.
اسلام اباد د واشنګټن او تهران ترمینځ منځګړیتوب کوي.
منځني ختیځ کې د جګړې د پایته رسیدو لپاره نویو هیلو سره نن نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې شوې
د امریکا او ایران ترمینځ د جګړې د پایته رسیدولپاره نویو هیلو سره د چهارشنبې په ورځ په نړیوالو بازارونو کې د خامو تېلو بیې راټیټې شوې.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې، د شمالي بحیرې د برنټ نړیوال معیار تېلو بیه ۶.۲ سلنه راکمه شوه او د هر بیرل بیه ۱۰۳.۰۴ امریکايي ډالرو ته راښکته شوه. همدارنګه، د لوېدیځ ټکساس منځني (WTI) تیل هم ۶.۴ سلنه راټیټ شو او د هر بیرل بیه یې ۹۵.۶۸ ډالرو ته کوزه شوه.
ټرمپ: هرمز تنګي کې د " دازادۍ د پروژې" عملیات وځڼډول شول
د متحدو ایالاتو ولسمشر وايي هرمز تنګي کې د بیړیو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د " دازادۍ د پروژې" ترعنوان لاندې عملیات وروسته له هغې “د لنډ وخت لپاره وځنډول شول”، چې په وینا یې “ ایراني استازو سره د بشپړ او وروستي تړون په لور ستر پرمختګ” وشو.
ډونالډ ټرمپ د مې په ۶مه په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشیل کې په یوه پوسټ کې وویل چې دا پرېکړه د پاکستان په غوښتنه چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو منځګړیتوب کوي، شوې ده.
امریکا دا پروژه د دې لپاره پیل کړې وه چې د هرمز تنګي له لارې سوداګریز تګ راتګ چې دایران لخوا درول شوی وو بېرته عادي کړي.
د بندیز له کبله زرګونه بېړۍ د تنګي دواړو غاړو ته د څو اوونیو لپاره بندې پاتې شوې او پر نړیوال اقتصاد یې اغېز وکړ.
ایران د امریکا او اسراییلو د پوځي کمپاین په وړاندې غبرګون کې د دې مهم تنګي څخه د بیړیو د تګ راتګ مخه ونیوه او ګواښ یې کړی و چې هره هغه بېړۍ به په نښه کړي چې د ایران له اجازې پرته له تنګي تېرېږي.
د ټرمپ لخوا اعلان وروسته له هغې وشو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ایران پر ضد د امریکا پوځي کمپاین، چې “ایپیک فیوري” (Epic Fury) نومېږي، پای ته رسېدلی دی.
د طالبانو د کانونو وزیر د عینک د مسو له قرارداي شرکتونو د عملي کار دپیل غوښتنه کړې
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د عینکو دمس د کان له قراردادي کمپنیو غوښتي چې د پروژې عملي چارې پیل کړي .
د کانونو او پیټرولیم وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د پروژې په چارو کې په راغلې ځنډ خبرې کړي او د MCCT چینايي کمپنۍ عمومي رئیس ډاډ ورکړئ چې د معدنکاري ځڼدمنې شوې چارې به ترسره شي.
د عینک د مسو کان د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې دی او د زېرمو ارزښت یې شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالره اټکل کېږي.
دا پروژه اوولس کاله مخکې قرارداد شوې خو تر دې دمه یې د استخراج په چارو کې د پام وړ پرمختګ نه ترسترګو کیږي.
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت د تیر ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې وویل چې د عینک د مسو د کان د اکتشاف او استخراج تړون یې د پنځلسو نورو کلونو په مخه تمدید کړ.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تیرکال مرغومي میاشت کې وویل چې چینايي شرکت د مس عینک کان د لرغونو اثارو د خوندي کولو لپاره یوه طرحه ورسپارلې ده.
متحده عربي امارات وایي، ایران یو ځل بیا د دوی پر خاوره ډزې کړي
متحده عربي اماراتو سه شنبه( د مې ۵ مه) ماښام ادعا وکړه چې له ایرانه د توغندیو او ډورن الوتکو برید پرې شوی دی.
د متحد عربي اماراتو دفاع وزارت په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي دي چې د دوی هوایي دفاع سیستمونه په پرله پسې ډول د توغندیدو او ډرونونو د شنډولو هڅې کوي.
په دبۍ کې تیر ماښام د خطر زنګ هم ووهل شو.
تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ویلي و چې د ایران له لورې درې توغوندي پرې توغول شوي او څلورم یو په اوبو کې غورځیدلی.
د دوشنبې په ورځ د اماراتو په فجیره کې د تیلو په صنعتي سیمه کې د ډرون الوتکو د برید له امله تر اورلګیدو وروسته د درې کسانو د ټپي کیدو راپورونه ورکړل شول، چې دا حملې په نړیواله کچه وغندل شوې او ایران بیا وروسته وویل چې دوی دا بریدونه نه دي کړي.
روسیي ځواکونو په اوکراین کې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه دوه ویشت کسان وژل شوي دي.
رویټرز اژانس د اوکرایني چارواکو په وینا خبر ورکړ چې د دې بریدونو په ترڅ کې دولس تنه په زاپروژیا کې وژل شوي او شپاړس نور ټپيان شوي دي، همداراز پنځه تنو د اوکراین په ختیځ کې د کراماتورسک په ښار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او پنځه تنه هم په پولتاوا سیمه کې وژل شوي دي.
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په یوه پیغام کې چې په ټیلګرام کې یې خپور کړ اندیښنه ښکاره کړه چې ښایي د تلفاتو شمیر زیات شي.
دا بریدونه د سې شنبې په ورځ څو ساعته مخکې تر دې وشول چې د اوکراین له لورې اعلان شوی اوربند پيلیږي.
کییف د سې شنبې د شپې له دولس بجو وروسته د اوربند د پیلیدو وړاندیز کړی دی. تر دې مخکې مسکو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې د مې په اتمه او نهمه، یعني د جمعې او شنبې په ورځو به اوربند وي. دا هغه ورځې دي چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني پر وړاندې د شوروي اتحاد د بریا جشن لمانځل کیږي او پوځي رسم ګذشت ترسره کیږي.
روسیې او اوکرایین یو اړخیز او جلا اوربند اعلان کړی
روسیې او اوکرایین یو اړخیز او جلا اوربند اعلان کړی.
د ورسیې دفاع وزارت پرون دوشنبې وویل،" د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پریکړې له مخې د مې اتمه او نهه له اوکرایین سره اوربند کوي".
روسیه هرکال په مې میاشت کې په دویمه نړیواله جګړه کې خپله بریا په لویو پوځو مراسمو سره لمانځي.
بل پلو، د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" هغه اوربند چې مسکو په کې دغه جنش ولمانځي د اوکرایین لپاره "جدی نه دی".
د هغه په ټکو، "روسیه له دې ویره لري چې اوکرایین پر سره میدان د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ونه کړي".
هغه وړاندې ویلي،"د روسیې له خوا په جګړې د ځنډ هیڅ ډول جزیات له اوکراین سره شریک شوي نه دي".
زلنسکي بیا د مې میاشتې پنځه او شپږمه اوربند اعلان کړی دی.
عراقچي؛ متحده عربي امارات دې د ایران پر وړاندې پوځي حل لارې نه کاروي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له متحده عربي اماراتو غوښتي چې د ایران پر وړاندې له "پوځي حل لارې " کار وانخلي.
عراقچي نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې په یو پیغام کې لیکي،"پوځي حل لار نشته، په داسې حال کې چې مذاکرات د پاکستان د سخاوتمندانه هڅو سره د پرمختګ په حال کې دي، متحده ایالاتونه او متحده امارات دې محتاط اوسي".
عراقچي دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې پرون دوشنبې د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت د ایران له لورې د دریو توغول شویو توغندو د شنډیدو خبر ورکړ.
د دفاع وزارت په ټکو، هوايي دفاعي سیسټم له ایرانه درې توغول شوي توغندي په هوا کې شنډ کړي او یو توغندی په سمندر کې غورځیدلی دی.
د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له غځیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ایران پر امارات عربي اماراتو توغندي توغوي.
د ایران دغو تازه بریدونو په پراخه کچه غبرګونونه پارولي دي.
ټرمپ: که ایران پر امریکايي بېړیو برید وکړي،له نړۍ به محوه شي
د امریکا ولسمشر ګواښ وکړ چې که ایران پر هغو امریکايي بېړیو برید وکړي چې د هرمز له تنګي څخه د نورو کښتیو د تګ راتګ ساتنه کوي، نو ایران به "د نړۍ له مخ محوه شي".
ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ فاکس نیوز سره مرکه کې وکړې.
د امریکا سمندري ځواک د دوشنبې له ورځې «د ازادۍ پروژې» ترعنوان لاندې عملیات پیل کړي، څو هغه بېړۍ چې ایران سره د امریکا او اسراییل په جګړه کې ښکېل نه دي د هرمز تنګي کې تګ راتګ وکړي.
په داسې حال کې چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنتکام وايي چې دوه امریکايي بیرغ لرونکې بېړۍ له دې تنګي تېرې شوې دي، د ایران سپاه پاسداران ځواکونه ادعا کوي چې هېڅ کومه بېړۍ نه ده تېره شوې او دا تنګی د تېرې فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې عملاً تړل شوی دی.