د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۵

افغان سوداګر : د افغان زعفرانو نړیوال بازار ګرم شوی

افغانستان کې تولید شوي زعفران ، ارشیف
افغانستان کې تولید شوي زعفران ، ارشیف

په سیمه کې د وروستیو بدلونونو او د ایران د زعفرانو په صادراتو کې له خنډونو وروسته، افغان صادرونکي په نړیوالو بازارونو کې افغان زعفرانو ته د تقاضا د زیاتوالي خبره کوي. دوی وايي په ایران کې د الوتنو د محدودیتونو او انټرنټ په بندیدو سره یو شمیر نړیوالو پیرودونکو د افغانستان بازار ته مخه کړې.

په افغانستان کې د زعفرانو یو شمېر صادرونکي وايي، په سیمه کې د وروستیو بدلونونو او د ایران د زعفرانو د صادراتو په بهیرکې د خنډونو له امله په نړیوالو بازارونو کې، د افغانستان د زعفرانو تقاضا زیاته شوې ده.

په افغانستان کې د زعفرانو د یو صادرونکي شرکت مشر عبدالله خیراندیش د پنجشنبې په ورځ د «ثور په ۱۰مه» ازادي راډیو ته وویل:

د ایران له لارې الوتنې ناشونې شوي او د ایراني محصولاتو صادرات درېدلي، د ایران خلک مجازي فضا او انترنت ته لاسرسی نه لري، له همدې امله ځینو پېردونکو افغانستان ته مخه کړې


"د ایران له لارې الوتنې ناشونې شوي او د ایراني محصولاتو صادرات درېدلي، د ایران خلک مجازي فضا او انترنت ته لاسرسی نه لري، له همدې امله ځینو پېردونکو افغانستان ته مخه کړې، له نېکه مرغه زموږ محصول د لارې په نیمايي کې دی او ټاکل شوې د اسټرالیا، کاناډا او امریکا پېردونکو ته ورسېږي."

د زعفرانو د تولید د یو بل شرکت مشر نثار احمد عطایي هم وایي:

په تقاضا کې ډېروالی راغلی، پېردونکو له ایرانه افغانستان ته مراجعه کړې،


"په تقاضا کې ډېروالی راغلی، پېردونکو له ایرانه افغانستان ته مراجعه کړې، د افغانستان د زعفرانو صادرات د دې بدلونونو څخه د مخکې وخت په پرتله زیات شوي ځکه د ایران پر مخ لارې تړلې دي."

د افغانستان د زعفرانو د ملي ټولنې مسوولین د دې خبرې په ټینګار سره چې د افغانستان زعفرانو پخوا هم مناسب بازار او لوړه تقاضا درلوده، وايي د ایراني زعفرانو د صادراتو په بهیر کې د ګډوډۍ په راتګ سره په تیرو دوو میاشتو کې تقاضا او صادرات نسبتا زیات شوي دي.

د دې ټولنې مدیر فرهاد امید ازادي راډیو ته وویل:

شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ سلنه مو په صادراتو کې زیاتوالی درلود،


"له هغو تحولاتو وروسته چې رامنځته شوي، په تېرو دوو میاشتو کې له افغانستانه د صادراتو کچه نسبتا ښه شوې، او اغېز یې کړی، خو دا تاثیر ډېر نه دی، بلکې شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ سلنه مو په صادراتو کې زیاتوالی درلود، که داسې وګڼو چې موږ په بشپړ ډول بازار خپل کړی، له بده مرغه داسې نه ده."

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې، د فبروري په ۲۸مه، د ایران او د متحده ایالاتو او اسراییلو ترمنځ د تاوتریخوالي او شخړې له پیل سره هم مهاله، په هغه هیواد کې انټرنټ ته لاسرسی پرې او عملا یې غلي یا خاموش دیجیټالي حالت سره مخ کړ، چې د راپورونو پر بنسټ د نړۍ د زرعفرانو د دې لوی تولیدونکي هېواد د زعفرانو د صادراتو بهیر یې ننګولی دی.

یو شمیر ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ د ثور په ۷مه د ایران د زعفرانو ملي شورا د مشر محسن احتشام په حواله راپور ورکړی، چې په دې هیواد کې د انټرنټ بندیدو د ډیری صادرونکو او نړیوالو پیرودونکو تر منځ اړیکو کې ستونزې پیدا کړي او د دغه محصول د په وخت لیږدولو مخه یې نیولې ده.

نوموړي ټینګار کړي چې دې وضعیت د افغانستان په ګډون د بهرنیو سیالانو لپاره یو نوی فرصت برابر کړی او دوی په خپلو نومونو نړیوال بازار ته ایراني زعفران وړاندې کوي.

خو د افغانستان د زعفرانو ټولنه دا ادعا ردوي وايي، د افغانستان زعفران د کیفیت او خوند له پلوه له ایراني زعفرانو څخه غوره دي او د افغانستان په نوم د ایراني زعفرانو پلورلو ته اړتیا نشته.


د یادونې ده چې د هرات زعفرانو په ۲۰۲۶ کال کې د بلجیم د نړیوالې ذایقې انسټیټیوټ لخوا د لسم ځل لپاره د نړۍ د غوره خوند لرونکو زعفرانو لقب ترلاسه کړ.

که څه هم د زعفرانو د تولید اصلي مرکز هرات ولایت دی، خو دا محصول د افغانستان له ۱۰ څخه زیاتو ولایتونو کې کرل کیږي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+


راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG