د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۳

د سیدجمال الدین افغان پوهنتون ویریدلي محصلین وايي څنګه بېرته درسونو ته ستانه شي چې وضعیت لا کړکېچن دی؟

یو افغان تنکی ځوان چې د دوشنبې ورځې په برید کې ټپي شوی
یو افغان تنکی ځوان چې د دوشنبې ورځې په برید کې ټپي شوی

د کونړ د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون محصلین د پاکستان وروستي برید سخت ویرولي دي.

د دوشنبې په ورځ ماسپیښین مهال د کونړ په مرکز اسعد آباد او دریو ولسوالیو شولتن، ماڼوګۍ او دانګام باندې د پاکستان له خوا هوايي او توغندیز بریدونه وشول.

په اسعدآباد کې د ګڼو هستوګنو سیمو تر څنګ د کونړ د سیدجمال الدین پوهنتون ودانۍ او لیلیه هم د توغندیزو بریدونو هدف وګرځېده.

د دغه پوهنتون یوه محصل ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې اکثر ټولګیوال یې د شیشو د ماتېدو په سبب ټپيان شوي.

مرمۍ په ضربه راتلې. ډېرې مرمۍ چې لګېدلې وې موږ بهر راووتلو. په محصلینو وینې روانې وې. اکثر یې د شیشو له لاسه زخمیان شوي وو
د سید جمال الدین افغاني پوهنتون محصل

د سیدجمال الدین پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي د دریم کال دغه محصل زیاتوي چې مخکې هم په دې سیمه باندې مرمۍ لګېدلې وې.

د ده په خبره اکثر محصلین له ویرې د اوس لپاره بېرته زده کړو ته نه دي راستانه شوي.

«نه درس ته هېڅوک هم نه دي تللي. ما ګروپ کې مسیج وکړ چې د درس به څه سیستم وي. هلکانو ویل چې دې حالاتو کې څنګه لاړ شو؟ حالاتو ته به ګورو چې څه به کېږي. اوس داسې تصمیم نه لرو چې ژر لاړ شو. ځکه دا ځای سره نښه کې دی. څو ورځې مخکې دلته ګولۍ لګېدلې وې.»
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په ملکي سیمو او د کونړ په سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون د بریدونو راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دغه ډول ادعاوې دروغ او د خلکو د خواخوږۍ د ترلاسه کولو او د تحریک طالبان پاکستان د غړو د ملاتړ د پټ ساتلو هڅه ده.

د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون ځینو محصلینو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان په بریدونو کې هېڅ پوځي ځای نه دی په نښه شوی او د دوی په خبره ټول بریدونه په پوهنتون او شاوا هستوګن سیمو شوي.

اسعدآباد کې یو لګېدلی کور
اسعدآباد کې یو لګېدلی کور

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت لیکلي چې د کونړ په پوهنتون په برید کې لږ تر لږه دېرش محصلین ټپیان شوي دي.

همدارنګه د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون ودانۍ ته زیان اوښتی دی.

د دوشنبې ورځې په برید کې په پوهنتون سربېره په اسعدآباد کې هم ګڼ ملکیان اکثر ماشومان او ښځې مړه او ټپیان شوي دي.


کونړ کې طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس، نجیب الله حنیف مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو، چې د کونړ پوهنتون د استادانو او محصلینو په ګډون په دې حملو کې ۷تنه وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان دي.

خو دغه ولایت کې یوې روغتیايي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط سه شنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دې بریدونو له امله د وژل شویو شمېر اتو او د ټپیانو هم ۹۷ ته لوړ شوی دی.
د تېرې فبرورۍ له وروستیو چې پاکستان په افغانستان کې دننه په تېره سرحدي هستوګنې سیمې بمبار کړي زرګونه زده کوونکي له زده کړو محروم شوي دي.

کونړ تر ټولو ډېر اغېزمن شوی داسې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په اساس لږ تر لږه ۱۲زره زده کوونکي هلته له زده کړو پاتې دي او ۲۲ ښوونځي په بریدونو کې بشپړ وران یا څه ناڅه خراب شوي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ په کونړ د پاکستان وروستي برید ته په غبرګون ویلي چې ملکیان باید خوندي وي او د دغو پېښو له عاملینو سره باید حساب کتاب وشي. هغه ټینګار کړی چې باید په بېړنۍ توګه د دغې پېښې او ورته نورو وروستیو پېښو په اړه خپلواکې او شفافې څېړنې وشي.

تر دې مخکې هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما ویلي وو چې د پوهنتون په ګډون یې د کونړ مرکز اسعد اباد ته څېرمه سیمو کې د دوشنبې ورځې د بریدونو له امله د لسګونو ملکي وګړو مرګ ژوبله مستند کړې.

یوناما ټینګار کړی چې د نړیوالو قوانینو په اساس، د تعلیمي بنسټونو په ګډون ملکي وګړي او ملکي ځایونه باید تل خوندي اووسي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG