د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۶

یوناما وايي په کونړ د دوشنبې برید کې یې د لسګونو ملکي وګړو مرګ ژوبله مستند کړې

د ډیورند کرښې په اوږدو کې د یوې نښتې انځور ، ارشیف
د ډیورند کرښې په اوږدو کې د یوې نښتې انځور ، ارشیف

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي د یو پوهنتون په ګډون یې د کونړ مرکز اسعد اباد ته څېرمه سیمو کې د پرونیو بریدونو  له امله د لسګونو ملکي وګړو مرګ ژوبله مستند کړې. د یوناما وايي د نړیوال قانون له مخې، د تعلیمي بنسټونو په ګډون ملکي وګړي او ملکي ځایونه باید تل خوندي اووسي.

د ختیځ کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي ۶۵ کلن حاجي ګل داد ازادي راډیو ته وویل :« ټول کلی یې وویشتو او خلکو ته یې زیان ورسولو.»

اودس مې کولو چې مرمې راغلې، ټول کلی ولګېده، ماسره مې اولادونه هم وو، هغوی الله وساتل خو زه ټپي شوم


نوموړی چې دوشنبه د ثور ۷مه یې په سیمه راکټي حمله کې ټپي شوی اوس په روغتون کې دی زیاتوي :

" اودس مې کولو چې مرمې راغلې، ټول کلی ولګېده، ماسره مې اولادونه هم وو، هغوی الله وساتل خو زه ټپي شوم، بیا چې وضعیت یو څه نورمال شو، زه یې بیا دلته روغتون ته را انتقال کړم."

دا په داسې حال کې ده چې تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي د یو پوهنتون په ګډون یې د کونړ مرکز اسعد اباد ته څېرمه سیمو کې د پرون ماسپښین د بریدونو له امله د لسګونو ملکي وګړو مرګ ژوبله مستند کړې.

یوناما په خپله فیسبوک پاڼه په یو بیان کې چې سه شنبه د ثور ۸مه یې خپور کړی ویلي د نړیوال بشري قانون له مخې، د تعلیمي بنسټونو په ګډون ملکي وګړي او ملکي ځایونه باید تل خوندي اووسي.

د یوناما په بیان کې راغلي

موږ د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو او د ټپیانو لپاره د چټکې روغتیا هیله کوو.


که څه هم د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د دغه بریدونو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي خو د طالبانو حکومت دوشنبه د ثور ۷مه وویل چې، پاکستان د کونړ په مرکز او یو شمیر ولسوالیو هوايي او راکټي بریدونه کړې دي.

د سیمه ییزو طالب چارواکو په حواله دا بریدونه د مرکز اسعد اباد په ګډون په مرورې، سرکاڼو او دانګام ولسوالیو او د کونړ په سید جمال الدین افغان پوهنتون شوي چې لسګونو ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

کونړ کې طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس، نجیب الله حنیف مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو، چې د کونړ پوهنتون د استادانو او محصلینو په ګډون په دې حملو کې ۷تنه وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان دي.

خو دغه ولایت کې یوې روغتیايي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط سه شنبه د ثور۸مه ازادي راډيو ته وویل چې د دې بریدونو له امله د وژل شویو شمېر اته او د ټپیانو هم ۹۷ ته لوړ شوی دی.

د طالبانو حکومت د لوړ زده کړو وزارت په یوه اعلامیه کې د دغه حملو له امله د کونړ پوهنتون د ۳۰ استادانو او محصلینو ټپي کېدل تایید کړي دي.

که څه هم د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په ملکي سیمو او د کونړ په سید جمال‌الدین افغان پوهنتون د بریدونو راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دغه ډول ادعاوې سپین دروغ او د خلکو د خواخوږۍ د ترلاسه کولو او د تحریک طالبان پاکستان د غړو د ملاتړ د پټ ساتلو هڅه ده، خو د کونړ د سید جمال الدین پوهنتون یو شمېر محصلینو ازادي راډيو ته ویلي چې په ټولګیو کې په زده کړه بوخت ول چې پرلپسې دوه هوايي حملې پرې وشوې.

موږ په ټولګي کې درس ته ناست وو چې اوله حمله وشوه، محصلینو منډې کړې او وارخطايي خپره شوه


د دې پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي یو محصل عطا الله سه شنبه د ثور ۸مه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ په ټولګي کې درس ته ناست وو چې اوله حمله وشوه، محصلینو منډې کړې او وارخطايي خپره شوه، محصلین او استادان ټپیان شول، موږ چې هغه راېستل بیا بمبارد وشو، چې له امله یې د پوهنتون ودانۍ ته هم سخت زیان ورسېده."

د طالبانو د لوړ زده کړو وزارت هم په خپله اعلامیه کې ویلي چې په دې حمله کې چې دوی ظالمانه بللې ده د پوهنتون ودانۍ ته هم زیان اوښتی دی.

د کونړ د مرکز اسعداباد یو شمېر اوسېدونکي وايي که څه هم نن سه شنبه د ثور۸مه وضعیت نورماله دی خو دغلته د خلکو ترمنځ سخته وېره خپره شوې ده.

د مرکز اسعداباد یوه اوسېدونکي ازادي راډيو ته وویل چې په ښار کې ډېر شمېر دوکانونه بند دي او ځینو خلکو خپلې کورنۍ ننګرهار ته اېستلي دي.

ده د نوم نه خپرېدو او غږ د بدلېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

اوس دستي خو وضعیت په اسعداباد کې نورماله دی، خو خلک ډېر سخت وېریدلي دي،


" اوس دستي خو وضعیت په اسعداباد کې نورماله دی، خو خلک ډېر سخت وېریدلي دي، او هره شېبه بیا د هوايي بمبارد او راکټي حملو خطر شته، په اسعداباد کې دوکانونه هم ډېر نه دي خلاص او زیات شمېر خلک له کورونو نه دي راوتلي، ډېرو خلکو کورونه جلال اباد ته وړي دي، او پرون خو ډېره بده ورځ وه، پوهنتون هدف وګرځېده، ملکیان شهیدان شول، خلکو ته زیانونه ورسېدل او محصلین او استادان زیانمن شول، موږ هیڅ نه پوهیږو چې بلاخره څه وکړو؟"

په کونړ دا وروستۍ هوايي او توپچي حملې داسې مهال شوي چې د تېر کوچني اختر له اوربند وروسته د روانې اپریل مېاشتې په لومړیو کې د طالب او پاکستاني پلاوو ترمنځ د چین په اورمچي کې د سولې د خبرو پر مهال د تاوتریخوالي په کمولو ټینګار شوی وو.

که څه هم په رسمي ډول د اوربند په دوام کومه هوکړه نه وه شوې خو ظاهرا له تېرو نږدې اووه اونیو راهیسي د دیورنډ کرښې په اوږدو کې د کومې پراخه نښتې راپور نه وو ورکړل شوی.

په کونړ د پاکستان وروستي بریدونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي هم دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې په دې اړه څېړنې وکړي.

نوموړي ویلي چې په یو شمیر سیمو کې پر ښوونځیو د پاکستان مخکینو بریدونو لا له وړاندې ګڼ افغان ماشومان له زده کړو محروم کړي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم په خپله اېکس پاڼه دا بریدونه غندلي او وحشیانه یې بللي دي.

د یادونې ده چې د روان کال د فبرورۍ له ۲۶ مې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی چې له امله یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پراخه نښتې شوي دي او دغه راز پاکستان د کابل په ګډون په بیلابیلو ولایتونو هوايي حملې هم ترسره کړي دي.

د طالبانو حکومت به رسمي ډول ادعا کړې چې د تېرې فبرورۍ له ۲۲ مې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې ۷۶۱ ملکي افغانان وژل شوي، ۶۲۲ ټپیان شوي دي او له ۲۷ زره زیاتې کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.

اسلام اباد تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي، خو کابل په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې هم راغلي چې پاکستان تراوسه داسې ثبوت نه دی وړاندې کړی چې وښيي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو په لارښونه پاکستان کې بریدونه کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG