د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۸

افغانستان د ترهګرۍ له لسو لویو زیانګالو هېوادونو وتلی؛ طالبان ادعا کوي چې دا د دوی د هڅو پایله ده

هرات کې د اپرېل په ۱۰مه ۱۱ شیعه افغان ملکیان وژل شوي
هرات کې د اپرېل په ۱۰مه ۱۱ شیعه افغان ملکیان وژل شوي

Summary

  • د ترهګرۍ نړیوال شاخص کې افغانستان له لسو زیانګالو هېوادونو وتلی
  • طالبان ادعا کوي د دوی هڅې وې چې افغانستان په امنیتي لحاظ ښه پرمختګ کړی
  • افغانستان لا هم د ترهګرۍ ښکار دی. هرات کې د اپرېل په ۱۰مه ۱۱ بېګناه افغانان په یوه برید کې ووژل شول

طالب چارواکي د ترهګرۍ د نړیوال شاخص د یوه وروستي راپور په استناد په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو ۹۵ فیصده کمښت د امنیت او ثبات په ټینګښت کې خپله لویه لاسته راوړنه بولي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه بیان کې چې په خپله ایکس پاڼه یې خپور کړی دا یو لوی تحول یاد کړی او ویلي یې دي د دوی ځواکونو افغانستان له نا امنیو ژغورلی او امنیت او اقتصادي پرمختګ ته یې ور مخ کړی.

دا لوی تحول چې د رهبرۍ د ښه مدیریت او د امنیتي ځواکونو د هڅو نتیجه ده افغانستان له نا امنیو د امنیت او اقتصادي پرمختګ لور ته وړی او او د سوکالۍ لپاره یې یو مهم تاریخي فرصت جوړ کړی
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع

هغه زیاته کړه: «د افغانستان اسلامي امارت خپل امنیتي رسالت د سیمې په کچه ښه توګه ترسره کوي، د دایمي ثبات او امنیت د ساتنې لپاره ژمن دی او دا لاسته راوړنه به په کلکه وساتي او لا پیاوړې کړي»

د ترهګرۍ د نړیوال شاخص په اساس چې د سولې او اقتصاد انسټيټوټ په وروستیو کې خپور کړی وو د تر ټولو لوی تحول په توګه افغانستان او عراق ته اشاره کړې ده.

د دغه شاخص په اساس افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه تر ۹۵ فیصده کم شوي.
په دغه شاخص کې افغانستان له هغو لسو هېوادونو وتلی چې د ترهګرۍ له لوړ خطر سره مخ دي او اوس په ۱۱ ځای کې دی.

پاکستان بیا د دغه شاخص لومړی مقام خپل کړی او ویل شوي چې د نړۍ په کچه له ترهګرۍ تر ټولو ډېر زیانمن هېواد دی.

د ترهګرۍ نړیوال شاخص په خپله په یاد راپور کې اشاره کړې چې د دولتي عواملو له خوا تاوتریخوالی او د طالبانو د حکومت له خوا روانې سختدریځۍ او ځپونکي اقدامات په پاسني لوی تحول کې نه دي شمېرل شوي.

خو د افغانستان عیني واقعیت څه دی؟

د ترهګرۍ په نړیوال شاخص کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان دا څو کاله د ترهګرۍ فعالیتونو د کمښت شاهد بلل شوی.
حال دا چې د جمهوریت تر سقوط مخکې کلونو لکه ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کې افغانستان د نړۍ په کچه د ترهګرۍ د شاخص لومړی ځای درلود. طالبان د اکثرو هغو لویو ترهګریزو بریدونو مسوولین بلل کېدل چې پکې عامو افغانانو ته مرګژوبلې اوښتې که څه هم د طالبانو چارواکو هغه وخت په خپلو بریدونو کې ملکیانو ته د مرګژوبلو د اړولو ادعاوې اکثر ردولې.

په یوه تر ټولو وروستي ترهګریز برید کې چې همدا د اپرېل میاشتې په لسمه د هرات په انجیل ولسوالۍ کې وشو لږ تر لږه ۱۱ بې ګناه افغان ملکیان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول. دا پېښه د شیعه ګانو یوه زیارت ته نږدې شوې. هېچا د دغه برید مسوولیت ونه مانه که څه هم پخوا په افغانستان کې په شیعه ګانو د اکثرو بریدونو مسوولیت د داعش یا اسلامي دولت ډلې خراسان ولایت څانګې منله.

هغه ډله چې طالبان ادعا لري د دوی د عملیاتو او هڅو په نتیجه کې تر ډېره ځپل شوې او پاکستان ته تښتېدلې ده.

د طالبانو حکومت که څه هم په سیمه کې د امنیت او ثبات لپاره د خپلو هڅو یادونه کړې خو ګاونډی تاجکستان له تېر نومبر راهیسې د لږ تر لږه لسو داسې بریدونو شاهد وو چې وسله وال له افغان خاورې ور اوښتي وو یا یې د پولې هاخوا اهداف په هاوان او توغندیو په نښه کړي وو. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۵ چینايي کارګران او څو تاجکستاني عسکر وژل شوي.

تاجکستان هم د ګڼو بریدګرو د له منځه وړلو خبره کړې وه او ویلي یې وو چې دوی به له افغانستان سره په پوله کې خپل پوځي تحرکات او مراکز پیاوړي کوي.

اخوا د افغانستان بل ګاونډی پاکستان چې سږ کال یې څو واره له طالب ځواکونو سره مخامخ جګړه کړې او د کابل په شمول یې په ګڼو سیمو هوايي بریدونه کړي د ترهګرۍ د نړیوال شاخص په سر کې ځای لري.

د ترهګرۍ په نړیوال شاخص کې بیا د پاکستان په هوايي بریدونو کې افغان ملکیانو ته رسېدلې مرګژوبله نه ده منعکس شوې.

تر ټولو زړه بوږنوونکی برید د مارچ په ۱۶مه په کابل کې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز وشو. د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د دغه هوايي برید په نتیجه کې د ۱۴۳ ملکیانو وژنه تایید کړه په داسې حال کې چې لږ تر لږه ۲۵۰ نور کسان ټپيان شوي هم دي. د طالبانو حکومت بیا د وژل شویو خلکو شمېر ۴۰۰ یاد کړی وو.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ تر دې پېښې وروسته ادعا کړې وه چې پاکستان په کابل کې پوځي مراکز هدف ګرځولي وو او د ده په ادعا چې د معتادینو د درملنې مرکز د بریدونو له سیمې څو کیلومتره لرې وو.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت تر دغه برید مخکې د فبروري له وروستیو د طالب ځواکونو او پاکستان د بریدونو په نتیجه کې د لږ تر لږه ۷۶ ملکیانو د وژل کېدو او د ۲۱۳ نورو د ټپيانیدو خبر ورکړی وو.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG