د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۰

افغاني بانک نوټونه ولې ژر زړیږي

په افغانستان کې یو شمېر دکانداران او متشبثین دا شکایت لري، چې افغاني بانک نوټونه ډېر زاړه شوي او دوی یې په خپلو ورځنیو معاملو کې ستونزو سره مخ کړې دي. دوی زیاتوي، ناچاره دي له خلکو همدا زاړه نوټونه واخلي، خو په خبره یې هغوی یې بیا ترې نه اخلي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی چې ځان د قاري زاده په تخلص راپېژني وايي په خیرخانه کې درملتون لري.

قاري زاده وايي، ډېری وخت د درملو د پېرودونکو له خوا د زړو بانګ نوټونو د ورکړې له امله ستونزو سره مخ وي.

ده ازادي راډیو ته وویل:

"اوس افغانستان کې دا زاړه بانک نوټونه بیخي خراب شوي، یوازې ۵۰۰ ګون یا زرګون سم وي، نور اکثریت خراب دي. خلک ډېری وخت وړې پیسې راوړي چې شا اوخوا ۹۰ سلنه یې زړې وي. بیا موږ نه د درملو شرکتونه په ډالرو پیسې اخلي او دا زاړه افغاني بانک نوټونه بیا هېڅ څوک هم نه اخلي او راباندې تاوان شي."

خلک له پیسو سره احتیاط نه کوي، سمې یې نه ساتي، قاتوي یې
هیله مایار

د میدان وردګو اوسېدونکې او متشبثه هیله مایار، چې د افغاني جامو د جوړولو، پېر او پلور کار کوي، هم ورته ستونزه بیانوي:

"خلک پیسې سمې نه ساتي، قاتوي یې چې بیا یې شمېره پاکه یا پرې شي، هغه بیا نه چلېږي. موږ چې بانکونو ته ځو، هلته هم دا ستونزه ده، داسې پیسې راکوي چې سمې نه چلېږي. زه بدبختانه تل له داسې مشتریانو سره مخ کېږم چې زړې پیسې راوړي، او کله چې زه بیا خام مواد پرې اخلم، بازار کې ځینې دکانداران راته وایي چې دا نه چلېږي ځکه ډېرې خرابې (زړې) شوې وي."

ځینې عام خلک هم دا ستونزه تاییدوي وایي، ښه به دا وي چې خلک د پیسو د ژر زړښت د مخنیوي لپاره له جیبې بکسې کار واخلي.

د ارزګان یو اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:

"یو ستونزه دا ده چې زموږ خلک ملي کرنسي داسې جېبونو کې ساتي چې نور شیان هم پکې وي، لکه ناخنګیر، قیچي، کلیانې او نور توکي.باید بټوه استعمال کړي، داسې به پیسې خوندي شي."

د بېلابېلو ولایتونو یو شمیر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې دوی د بانک نوټونو د ښه ساتنې لپاره ژمن دي، خو په ورته وخت کې غواړي د نغدو پیسو د پراخ استعمال د بدیل په توګه د بانکي کارتونو او انلاین بانکدارۍ فرصتونه برابر شي.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک هم دا ستونزه تاییدوي خو وایي، د افغانیو بانک نوټونو کیفیت ښه دی.

د دې بانک یو چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د شنبې په ورځ «د ثور په ۵مه» ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي چې "ډېر خلک بانکنوټونه په لاسونو کې تاووي، پرې لیکنې کوي، په لمدو، ککړو او غوړو لاسونو یې کاروي، نو ځکه له وخته مخکې زړېږي."

ده دا هم لیکلي، چې د بانکنوټونو د ساتنې د فرهنګ د پیاوړتیا لپاره خلکو ته بېلابېل پیغامونه استول شوي او هڅې روانې دي چې په دې اړه د عامه پوهاوي کچه نوره هم لوړه شي.

د طالبانو حکومت د دې چارواکي په وینا، ډېر ژر به په ټول افغانستان کې د بانکي کارتونو او برېښنايي بانکدارۍ پالیسي پلې شي او ممکن په ډېری ښارونو کې یې کارونه جبري هم شي.

د ده په خبره، یوازې په تېر ۱۴۰۴ کال کې د څه باندې ۴ میلیارده افغانۍ په ارزښت زاړه بانکنوټونه راټول او له منځه وړل شوي دي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د نغدو پیسو یا د افغانیو بانک نوټونو د ژر زړښت، ضایع کېدو او د خلکو تر منځ په معاملاتو کې د ستونزو رامنځته کېدو مسله له ډېرو کلونو راهیسې موجوده ده.

خو په ولایتونو، په ځانګړې ډول لرې پرتو سیمو کې د بانکونو د استازولیو کمښت، له برېښنايي بانکدارۍ سره د خلکو نه بلدتیا او د اسانتیاوو نشتوالی هغه لاملونه دي چې د الکترونیکي بانکدارۍ او بانکي کارتونو د کارونې مخه نیسي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG