خبرونه
د اوکراین ولسمشر په یوه میاشت کې د دوهم ځل لپاره سعودي عربستان ته ولاړ
د اوکراین ولسمشر د جمعې په ورځ سعودي عربستان ته ولاړ. دا د ایران، اسراییل او امریکا د جګړې له پیل راهیسې سیمې ته د ولادیمیر زیلینسکي دوهم سفر دی.
زیلینسکي د جمعې په ورځ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل او ویې ویل چې د دفاع، انرژي او خوراکي موادو د خوندیتوب په تړاو یې خبرې سره کړې دي.
زیلینسکي زیاته کړه چې دواړه لورې هڅه کوي چې لاسلیک شوی امنیتي تړون پراختیا ومومي.
د کییف او ریاض ترمنځ نژدې یوه میاشت مخکې د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک شوی و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امید سبز ښارګوټي یو نیم زر جریبه ځمکه دولتي اعلان شوه
طالبان وايي چې په کابل ښار کې د "امید سبز ښارګوټي" له ۱۵۰۰ جریبه څخه زیاته ځمکه دولتي تثبیت شوه.
د طالبانو د عدلیې وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا پریکړه د یوې ځانګړې محکمې لخوا د اسنادو او شواهدو له څېړنې وروسته شوې ده.
د کابل په لویدیځ کې د امید سبز ښارګوټی چې د حاجي نبي په ښارګوټي مشهور دی د افغانستان د پخواني ولسمشر د مرستیال محمد کریم خلیلي د ورور محمد نبي خلیلي اړوند بلل کېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې په کابل کې د "عمر ګلستان" په نوم د یوه بل ښارګوټي اوسیدونکو د طالبانو د هغې پریکړې په وړاندې اعتراض وکړ چې د دغه ښارګوټي ځمکه یې دولتي اعلان کړه او د تخلیې امر یې ورکړ.
ټرمپ وايي ایران دې د جګړې د درولو په اړه د خبرو لپاره له امریکا سره اړیکه ونیسي؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر له پوتین سره ګوري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که ایران غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي باید له امریکا سره اړیکه ونیسي.
هغه دا خبره یکشنبه له فاکس نیوز سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې کړې ده.
ټرمپ ویلي: "هغوی پوهېږي چې په هوکړه کې باید څه شامل وي: هغوی باید اټومي وسلې ونه لري که نه داسې څه لیدنه به ونه شي."
ټرمپ تر دې یوه ورځ مخکې پاکستان ته له ایراني پلاوي سره د خبرو لپاره د خپلو ځانګړو استازیو سفر هم لغوه کړ.
اخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ پاکستان ته تر لنډ سفر وروسته مسکو ته تللی دی.
په روسیه کې د ایران سفیر ویلي چې تمه ده عراقچي د دوشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین سره وګوري.
عراقچي د یکشنبې په ورځ لومړی عمان او بیا پاکستان ته تللی وو.
د خوړو نړیوال پروګرام د روسیې له خوا مرسته شوي اوړه اړمنو افغانانو باندې ویشي
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د روسیې له خوا ۴۲۰ متریک ټنه اوړه ترلاسه کړل.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ ویلي چې دا د هغو ۴ زره ټنو اوړو یوه برخه ده چې روسیې یې ورسره د مرستې ژمنه کړې ده.
دوی ویلي چې دا وړه هغو اړمنو افغانانو ته ورکوي چې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د خوړو نړیوال سازمان تر دې مخکې ویلي و چې په هرو دریو افغانانو کې یې هغه یې د خوړو بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري او د دغه سازمان په وینا د پاکستان وروستیو بریدونو او د لسګونه زره کسانو بې ځایه کېدا، دا اړتیا ډېره کړې.
که څه هم له اړمنو افغانانو سره وخت نا وخت د خوراکي او غیرخوراکي موادو مرستې کیږي، خو د مرستو د ناعادلانه ویش او فساد په اړه یې تل شکایتونه کیږي.
روسیه، هغه یوازنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی او له دغه حکومت سره سیاسي او اقتصادي تعاملات لري.
ټرمپ: د ډزو پیښه به دی د ایران د جګړې له بریا را ونه ګرځوي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، په واشنګټن کې د ډزو وروستۍ پیښه به دی د ایران د جګړې له بریا راونه ګرځوي.
هغه د سپینې ماڼۍ د خبریالانو ټولنې له خوا په میلمستیا کې د ډزو له پیښې وروسته خبریالانو ته وویل چې پر ایران بریدونه د هغه هېواد د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره اړین وو.
ټرمپ وویل " هغوی ( ایران) که اټومي وسلې ته رسیدلی وی، سل په سلو کې یې له هغې استفاده کوله."
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د ډزو پیښه تر هغو چې دی پوهیږي، د ایران له جګړې سره کومه اړیکه نه لري.
ټرمپ د شنبې په ورځ پاکستان ته د خپلو ځانګړو استازو سفر لغو کړ.
دا اعلان وروسته تر هغو وشو چې ټرمپ وویل، په خبرو کې د ایران له دریځه خوښ نه دی او د هغوی وړاندیزونه ورته جالبه نه دي.
په واشنګټن کې د ډزو پیښه د بریدکوونکي له نیولو سره پای ته ورسېده.
دا پیښه د امریکا په وخت د شنبې په شپه له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خبریالانو د رسمي مېلمستیا پر مهال وشوه.
دا مېلمستیا د رسنیو د کلني جشن په ترڅ کې جوړه شوې وه او له ۲۰۱۶ کال راهیسې چې ولسمشر ټرمپ په کې واک ته ورسېد، دې مراسمو کې د هغه لومړنی ګډون و.
وسله وال کس چې وروسته ۳۱ کلن کول تامس الن معرفي شو، د کلفورنیا یوه ښوونکی دی.
سي ان ان لیکلي، بریدکوونکي غوښتل سپینې ماڼۍ ته نژدې هغه هوټل ته ننوځي چې همدا مېلمستیا په کې وه.
تراوسه معلومه نه ده چې هغه له ځان سره څه شمېر وسلې درلودې.
پیښه کې یو پولیس ټپی شوی او مراسم ګډوډ شوي دي.
د اوکراین دنیپرو ښار باندې د روسي ځواکونو نويو بریدونو مرګ ژوبله اړولې
روسي ځواکونو د شنبې په ورځ د اوکراین سوېل ختیځ ښار دنیپرو باندې د بې پېلوټه الوتکو او توغندیو په پرله پسې سخت بریدونه وکړل.
دغه بریدونه نورو سیمو ته هم وغځیدل چې په نتیجه کې یې ، لس کسه مړه او لسګونه نور ټپیان شول.
دنیپرو ښار د شپې او ورځې په اوږدو کې درې جلا بریدونو سره مخ شو.
د سیمې والي اولېکساندر هانژا وویل، په ښار کې اته کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي. دا ښار د روسیې پر وړاندې د څه دپاسه څلورو کلنې جګړې په ترڅ کې بیا بیا په نښه شوی دی.
په لومړي برید کې، چې د شپې ترسره شو، د استوګنې د یوې ودانۍ لویه برخه ونړېده. هانژا وویل چې له کنډوالو څخه د څلورو کسانو مړي را وایستل شول.
همدغه ځای د ورځې پر مهال بیا هغه وخت وویشتل شو چې ژغورونکي په کار بوخت وو. په دویم برید کې یو کس ووژل شو او اووه نور ټپیان شول.
اته نور کسان د شنبې په ماښام په بل برید کې ټپیان شول. د هانژا په وینا، ټول دغه ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
ټرمپ،وروسته لدې چې عراقچې له اسلام اباد ولاړ، پاکستان ته یې دخپلو استازو سفر لغو کړ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې ایرانیانو سره خبرو لپاره یې پاکستان ته د خپلو استازو سټیف ویتکاف او جیراد کوشنر سفر لغو کړ.
ټرمپ دغه خبره یو ساعت وروسته لدې وکړه چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پاکستاني چارواکو سره خبرو نه وروسته له اسلام اباد ولاړ.
ټرمپ فاکس نیوز ته وویل کله چې متحد ایالات ایران سره شخړه کې د بریا ټول کارټونه لري نو په دې نه ارزي چې امريکايي پلاوی پاکستان ته " ۱۸ ساعته پرواز" وکړي.
هغه وویل ایرانیان که هر وخت وغواړي کولای سي امریکا سره تماس ونیسي.
ټرمپ یو ساعت وروسته خپله ټولنیزه شبکه ټروث سوشیل کې ولیکل چې : "د دوی (ایران) په مشرتابه کې سختې ناندرۍ او ګډوډي شتون لري. هېڅوک نه پوهېږي چې څوک مسؤل دی، حتی خپله دوی هم نه پوهېږي."
بلخوا ایران واشنګتڼ سره د بل پړاو خبرو لپاره له امریکا غوښتي چې ددغه هیواد د بندرونو محاصره لیرې کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان : ملاریا لا هم په افغانستان کې ګڼې کورنۍ اغېزمنوي
د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې ملاریا لا هم په افغانستان کې ګڼې کورنۍ، په ځانګړي ډول ماشومان اغېزمنوي.
د افغانستان لپاره د روغتیا دنړیوال سازمان څانګې د شنبې په ورځ، د غويي ۵مه، د ملاریا د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې سره لدې هم د وقایې، ژر تشخیص او پر وخت درملنې له لارې ژوند ژغورل کېدای شي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوي چې په افغانستان کې ټولنې تر ډېره د ګرمو او باراني میاشتو پر مهال له ملاریا سره مخ کېږي.
روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې وویل چې د مارچ په میاشت کې په افغانستان کې د ملاریا پېښې زیاتې شوې ، او په دې میاشت کې د ملاریا شاوخوا ۷۴۶ پېښې ثبت شوې دي، چې د فبرورۍ میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
ملاریا داسې ناروغي ده چې د غوماشي له لارې له یوه اخته کس څخه بل سالم کس ته لېږدول کېږي او تر ډېره ماشومان او امیندواره ښځې اغېزمنوي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت کابل کې د یو ښارګوټي د جوړولو د پلان د منظوري خبر ورکوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي کابل کې یې د یو ښارګوټي د جوړولو پلان منظور کړی.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د ګلبهار د استوګنې اوتجارتي ښارګوټی به په ۱۱ زره جریبه ځمکه کې د ۸ ملیاردو ډالرو په لګښت چې خصوصي سکتور یې په غاړه اخلي جوړیږي.
د ښارکوټي د تخنیکي مطالعې لپاره یو کمیسیون ټاکل شوی دی چې خپل راپور به په ۳ میاشتو کې وړاندې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه ښارګوتی به لسګونو زرو کسانو ته د استوګنې زمینه او د کار زرګونه فرصتونه برابر کړې.
کابل کې ددغه ښارګوټي د تاسیس خبر په داسې مهال خپریږي چې له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته په وروستیو کلونو کې د ملیونو کډوالو ستنیدو او طبیعي افاتو د مسکن او سرپناه شدید کمی رامینځ ته کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان. هبیتات) څو ورځې مخکې وویل افغانستان کې سږ ۲۰۲۶ کال، ۴.۲ ملیونه کسان عاجلې سرپناه او غیرخوراکي موادو ته اړ دي.
روسیې د اوکراین پر دنیپرو ښار بمباري وکړه
روسیې نن سهار( د اپریل ۲۵ مه) د اوکراین په ختیځ کې د دنیپرو پر ښار هوایي بریدونه و کړل. دا څلورمه پرله پسې ورځ ده چې روسیي ځواکونه دا ښار بمباردوي.
د دنیپرو والي اولیکساندر هانزا وویل چې په ننیو بریدونو کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او شاوخوا اته څلویښت نور ټپيان شوې دي.
روسیې د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري په څلرویشتمه پر اوکراین غیر موجه یرغل وکړ چې دا لړۍ لاهم روانه ده.