د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۵

د منځني ختیځ د شخړې له کبله، د افغانانو شخصي پارسلونه بند پاته او اضافه لګښت پرې راغلی

ارشیف
ارشیف

له افغانستانه نورو په ځانګړي ډول لوېدیځو هیوادونو ته د کارګوګانو لېږد له ستونزو سره مخ شوی. یو شمیر افغانانو ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، له اختر مخکې لېږل شوې توکي یې لا پi لار کې بند دي او مقصد ادرس ته نه دي رسېدلي.

په افغانستان کې دننه د بېلابیلو ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي وايي، د میاشتو په تېرېدو سره، د کارګو شرکتونو یې توکي تر کورنیو، خپلوانو او دوستانو نه دي رسولي، داسې مهال چې د دوی په خبره تر شل ورځو پورې د رسولو ژمنه ورسره شوې وه.

دوی وايي، دا شرکتونه نورې پیسې غواړي او لامل یې هم ایران سره د امریکا او اسرایلو تر منځ د نښتو له امله رامنځته شوې ستونزې بولي.

د ننګرهار د جلال اباد ښار یوې اوسېدونکې زیباګل ازادي راډیو ته وویل:" ورېرونو ته مې جامې اخیستې وې، ورور ته مې جامې اخیستې وې د اختر لپاره، غوښتل مو چې جرمني ته یې ولېږو، له روژې یوه اوونۍ مخکې چې کارګو شرکت ته ولاړو، ویل سمه ده شل ورځو کې رسېږي، خو دا دی دوه میاشتې تېرې شوې، کله چې کارګو شرکت ته ځو، وایي ستاسې مال دوبۍ کې دی پروازونه نشته جنګ دی، وايي په هر کیلو مال باید څلور نیمې که څلور ډالره نور اضافه ورکړئ، څو ستاسې دا مال ورسېږي."

دا وايي، مخکې دوی په هر کیلو لس ډالره ورکړي دي.

په فرانسه کې میشت افغان ځوان احمد مسیح چې همدې هیواد کې یې یوې افغانې کډوالې سره کوژده کړې او کورنۍ یې له کابل ورته د اختر برخه لېږلې وه هم، ازادي راډیو ته ورته خبره وکړه:" جامې وې، څپلۍ وې دا شیان، خبرې مو کړي وايي دا چې د ایران جنګ و بند پاتې شوي، اضافي پیسې یې هم غوښتي، زه په تمه وم چې د روژې اختر کې به راوسېږي خو اوس چې لوی اختر ته هم راوسېږي لاس مو بر دی. "

د کارګو یو شمیر شرکتونه هم دا ستونزه مني، په کابل کې د کارګو د یو شرکت مسئول عبدالنصیر احرار ازادي راډیو ته وویل، د کارګو شرکتونه نه شي کولی دا ټول زیان وګالي نو ځکه مشتریان یې باید لاس نیوی وکړي:" زر کیلو د یو کس په وس کې نه دی چې تاوان یې ورکړي، هغه مجبوره دی چې خپلو مشتریانو نه وغواړي چې دا شان ستونزه پېښه شوې باید همکاري وکړئ، په دې برخه کې مشتریانو مونږ سره همکاری وکړه او له مونږ ناراضه نه شول. "

خو یو شمیر مشتریان هم وايي، دوی یې وس نه لري، او که په دې لېږد نورې پیسې ورکړي، لېږل شوي توکي ورته، په دوه چنده بیه تمامېږي.

د کارګو شرکتونو د ټولنې مدیر حلیم صدیقي بیا وايي، دا پرېکړه د مارچ له لسمې راهیسې ده او کوم کسان چې د فبروري تر نېږدې شلمې یې جنسونه دوبۍ ته لېږل شوي وي اضافي لګښت یې باید د کارګو شرکتونه ورکړي:" د اضافه چارج یا پیسو ایمیل په لسم د مارچ راغی، هغه مهال ان په هغو جنسونو هم اضافي پیسې راغلې چې دوبۍ کې وو او باید مقصد هیوادونو ته انتقال شوي وو، چې ډیری شرکتونو دا تاوانونه وګالل، کوم جنسونه چې د فبرورۍ له پنځلسم تر اولسم دوبۍ ته رسېدلي، هغه باید شرکتونو لېږلي ول، ځکه چې د جکړې موضوع په ۲۸ پیدا شوه، مخکې له هغې خو نه وه. "

نوموړی وايي، کوم مالونه چې لا نه ول لېږل شوي ټولنې شرکتونو ته ویلي، چې مشتریانو سره پرې خبرې وکړي او یوې حل لارې ته پرې ورسېږي.

د اقتصادي چارو پوه او د ننکرهار پوهنتون پخوانی استاد پوهاند محمد بشیر دودیال هم وايي، دا تاوان باید د کارګو شرکتونه پرې کړي نه مشتریان:" کارګو خدمات دي، شرکتونه دي، تاجران دي او د ګټې لپاره یې کار پیل کړی دی، دوی کلونه، کلونه ګټه کړې ده او تابع د هغو قوانینو، بیمو او منفعت لرونکو سازمانونو دي چې دوی ورسره کار کوي او د کلونو تجربه لري، خو افراد ښايي دا لومړی ځل وي چې تقاضا یې کړي وي او راغوښتی یې وي او قیمت یې هم سپارلی دی، متل دی چې وايي، ګټه په تاوان کېږي. "

په افغانستان کې د کارګو ګانو د ټولنې د معلوماتو پر بنسټ دا مهال په دغه هیواد کې دکارګو شرکتونو کره شمیر نه دی معلوم خو دوی سره تر اتیاوو پورې ثبت دي.

د یادونې ده چې ایران سره د امریکا او اسرایلو نښتې چې د فبروري په ۲۸ پیل شوې د کاروګانو د لېږد په شمول یې ګڼې نورې ستونزې هم راولاړې کړې.

مخکې یو شمېر افغان سوداګرو ازادي راډیو ته ویلي وو چې دوی هم له دې امله د خپلو توکو د صاداراتو او وارداتو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

دغه شان د دغو نښتو له امله د نوورو هیوادونو په شان په افغانستان کې هم د تیلو او ګارزو بیې لوړې شوې دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG