د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۶

متقي د تهران او واشنګټن پر سیاسي جوړجاړي ټینګار کړی،ایران او امریکا ممکن جمعه بیا خبرې وکړي

اسلام اباد کې د امریکا او ایران غونډې ته چمتوالی
اسلام اباد کې د امریکا او ایران غونډې ته چمتوالی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره خبرو کې د ایران او امریکا د ستونزو پر ډيپلوماتیک حل ټینګار کړی. امیرخان متقي او عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ دغه ټیلفوني خبرې سره وکړې.

په داسې حال کې چې د ایران او امریکا نانندرۍ او په خلیج کې سمندري لانجې لا هم روانې دي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د دغو مسلو د سیاسي حل غوښتنه کړې.

امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ ( د ثور ۲مه) له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره خبرو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ ډيپلوماسي " رغنده ګام" وباله او د خبرو له لارې یې د مسلو پر حل ټینګار وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د ایران سفارت د دغو خبرو په اړه جلا جلا خبرپاڼې خپرې کړي او په کې راغلي چې پر دوه اړخیزو اړیکو هم بحث شوی.

د تهران او واشنګټن د لانجو د سیاسي هواري غوښتنه داسې مهال کیږي چې ایران د خبرو میز ته بیا ځلي ورتګ مشروط کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تر هغو چې متحده ایالتونه د ایران د بندرونو محاصره پای ته ونه رسوي، بیاځلي خبرو ته نه کیني.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني هم د چهارشنبې په ورځ وویل، ایران له امریکا سره خبرو ته چمتو دی، خو په دې شرط چې د امریکا سمندري ځواکونه د ایران د بندرونو کلابندي ختمه کړي.

هغه زیاته کړې، ایران داسې ( نښې نښانې) ترلاسه کړي چې امریکا د ایراني بندرونو د محاصرې پای ته رسولو ته چمتو ده.

نوموړي دغه محاصره د امریکا او ایران ترمنځ له لنډمهالي اوربنده سرغړونه بللې ده.

ایرواني ویلي: " هر کله چې دوی محاصره پای ته ورسوي، فکر کوم په اسلام اباد کې به دویم پړاو خبرې ترسره شي."

له دې سره همهاله د چهارشنبې په ماښام د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، امکان شته چې له ایران سره دویم پړاو خبرې د جمعې په ورځ ترسره شي.

ټرمپ دا خبره نیویارک پوست ته کړې او دغې ورځپاڼې د پاکستاني سرچینو په حواله هم ویلي چې ممکن خبرې راتلونکو ۳۶ تر۷۲ ساعتونو پورې ترسره شي.

دواړو لورو تېره اونۍ په اسلام اباد کې لومړۍ پړاو خبرې وکړې، خو کله چې بې پایلې پای ته ورسېدې، د امریکا ولسمشر د ایراني بندرونو د محاصرې امر وکړ او دا کار د حمل میاشتې له ۲۲مې راهیسې عملي شوی دی.

بل لورته د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اونیو اوربند له پای ته رسیدو سره سم امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو اړخیز ډول دغه اوربند تر نامعلومې نیټې تمدید کړ.

ټرمپ وایي د اوربند تمدید به په خپل مینځ کی "ویشل شوي" ایراني مشرتابه ته فرصت ورکړي چې یو متحد دریځ غوره کړي.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې چې دا پریکړه یې د پاکستان د وړاندیز پر بنسټ کړې، خو زیاته کړې ده چې د ایراني بندرونو محاصره به چې تهران یې غسه کړی، دوام ولري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG