د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۳

په افغانستان کې له انټرنټه شکایت

ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې یو شمېر خلک وايي نه یوازې دا چې د انټرنیټ بې لوړې دي بلکې ډېری وخت د مخابراتي شرکتونو له لوري اعلان شوې انټرنیټي کڅوړې هم په هغه اندازه انټرنیټ نه ورکوي په کومه اندازه چې ژمنه ورسره کوي.

افغانستان ښايي په سیمه کې یو له هغه هیوادونو څخه وي چې د انټرنیټ لوړې بیې لري خو د دې هیواد اوسېدونکي وايي کیفیت یې ټیټ دی چې له امله د دوی ورځني فعالیتونه یې اغیزمن کړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکی یاسین وايي، انټرنټ نه یوازې کمزوری نه دی، بلکې بیې یې د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله لوړې دي.

ده د دوشنبې په ورځ «د حمل په ۳۱مه» ازادي راډیو ته وویل:

« ما مخکې د یوې مخابراتي شبکې انټرنیټ کاروه خو کیفیت او سرعت یې ډېر ټیټ وو، وروسته مې د دولتي شرکت سیم کارت واخیست، د دې بیې د نورو په نسبت یو څه ښه دي، اوس د میاشتې لږ ترلږه د ۵ سوه افغانیو انټرنت فعالوم، که څه هم دا بیه هم لوړه ده او ډېر خلک چې انټرنیټ ته اړتیا لري نه شي کولای دومره پیسې ولري موږ غوښتنه کوو چې دمخابراتو وزارت باید د انټرنیټ بیې او کیفیت کنترول کړي.»

د کونړ ولایت یوه اوسېدونکې چې انلاین زده کړې کوي هم ورته ستونزه بیانوي. هغې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

« په افغانستان کې لکه څنګه چې د انټرنت کیفیت او اندازه اعلانېږي، هومره نه دی،مخکې مو سیم کارت انټرنت کاروه، چې کیفیت یې نه درلود، بیا مو وای فای کارول پیل کړل په داسې حال کې چې دې انټرنت کې هم همومره سرعت نشته او له خپل وخت مخکې خلاصېږي په داسې حال کې چې موږ دومره کارولی هم نه وي.»

دا وایي ډېری وخت ان د انلاین زده کړو پر مهال یې زده کړې په نیمايي کې پاتې کیږي.

بلخوا د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالي اوسېدونکی محمد الله بیا وایي چې په سیمه کې ځینې محدود مخابراتي شرکتونه کار کوي خو د هغو د انټرنت بیې خورا لوړې، بې کیفیته او ژر تمامېدونکي وي:

«زه په میاشت کې ۲۵ جي بي چې ۹۹۹ افغانۍ کېږي انټرنیټي کڅوړه فعالوم خو ډېر بې کیفیته دی،لکه څومره چې پیسې اخلي دومره د استفادې وړ نه دی،او پکېجونه ژر ختمېږي، چې یو ساعت انټرنیټ دې نه وي استعمال کړی بیا یو جي بي ختم شي، دلته هم کمزوری دی او هم قیمته.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغانو کارونکو په خواله رسنیو «موږ انصاف غواړو — ارزانه انټرنټ زموږ حق دی!» په نوم کمپاین هم پیل کړی دی.

د دې کمپاین یو شمېر تنظیمونکو ازادي راډيو ته وویل له دې لارې هڅه کوي چې په مخابراتي شرکتونو او حکومت فشار راولي څو د انټرنیټ بیو او کیفیت ته پام واړوي.

په دې اړه د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو دې وزارت تېر ۲۰۲۵ کال په نومبر میاشت کې ویلي وه چې د دوی له بیا واکمنېدو وروسته، د هېواد په کچه مخابراتي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی له ۲۲.۴ میلیونو څخه ۲۶.۲ میلیونو ته لوړ شوی، ۳ جي خدمتونو ته بیا لاس رسی له ۶.۲ میلیونو څخه ۶.۸ ته لوړ شوی او ۴ جي خدمتونو ته لاس رسی له ۱.۶ میلیونه څخه ۶.۹ میلیونه پېردونکو ته لوړ شوی دی.

خو یوشمیر خلک ادعا کوي چې د ۴ جې په نوم دوی ته ورکړل شوی انټرنیټ ان د ۲ جې سرعت هم نه لري.

په افغانستان کې د روشن مخابراتي شرکت یو شمېر مسولینو بیا ازادي راډيو سره په خبرو کې ځینې ستونزې تایید کړې خو وې ویل چې د انټرنیټي کڅوړو د کارونې په اړه د خلکو عامه پوهاوي نشتوالي چټک انټرنت ته د لاسرسي په برخه کې ننګونې زیاتې کړي دي.

د دې شرکټ یوه مسوول د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

«اوس خو ډېرو ځایونو کې (وي پي ان) هم دی، چې محدودیت یې پیدا کړی، بل اکثره خلک ورسره نابلد وي، همدارنګه ځینو سیمو کې د انټرنت سرعت ډېر دی، هلته د انټرنت جمع هماغه اپلکېشن چې خلک یې کاروي، لکه فېسبوک، ټیک ټاک یا هر بل اپلکېشن مصارف ډبل کېږي،که چېرې «ام بي» یې ژر ختمېږي، وجه یې دا نه ده چې انټرنت یې ستونزه لري بلکې سرعت یې ډېر او استعمال یې زیات وي.»

دی وایي دوی هڅې کوي په ټول هېواد کې د انټرنت کیفیت ښه او خپلو ټولو پېردونکو ته په ارزانه بیه خدمات ورسوي.

خو په افغانستان کې د انټرنت د کیفیت او بیو د لوړوالي شکایتونو ډېرو کلونو راهیسې مطرح کېږي، په داسې حال کې چې د ټکنالوژۍ عصر د پرمختګونو نوي کېدو او بدلونونو ته په کتو ورځ بلې ته د خلکو دا اړتیا لا زیاتېږي.

د انټرنت کاروونکي ټینګار کوي چې ارزانه او باکیفیته انټرنېټ د عصري ژوند یوه اساسي اړتیا ده، او که دا ستونزه حل نه شي، نو د هېواد پرمختګ به له جدي خنډونو سره مخ شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG