د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۲

ملګري ملتونه : افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو ډېره برخه ماشومان جوړوي

ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ یو نوی راپور ښيي چې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو ډېره برخه ماشومان جوړوي. راپور کې راغلي چې د روان کال د اپریل له ۱۲ مې تر ۱۸ مې نېټې افغانستان ته په ستنو شویو کډوالو کې ۸۲ سلنه یې ماشومان او ښځې دي په ځانګړي ډول هغه میرمنې چې د کورنیو سرپرستي ور په غاړه ده.

د بادغیس د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکې ۶۰ کلنه انارګله چې په وروستیو کې له پاکستانه افغانستان ته ستنه شوې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده.

دا وايي، خاوند او زوی یې مړه شوي او اوس یې کونډه ننګور او درې لمسیان چې یو په کې سخت ناروغ دی، دې ته پاتې دي.

" نو دغه وچه ډوډۍ په اوبو پورې کوو، دا څه ژوند دی، زه او خدای چې په لاره ځم غورځېږم."

انارګلې سه شنبه د ثور په لومړۍ نېټه ازادي راډيو سره څرګندونو کې زیاته کړه:

مشر لمسی مې د زړه ناروغ دی، دا ټول کورونه خبر دي، شاوخوا ګاونډیان راته خیر او خیرات راکوي او د دوی په مرسته خپل ژوند په مخ وړو


" مشر لمسی مې د زړه ناروغ دی، دا ټول کورونه خبر دي، شاوخوا ګاونډیان راته خیر او خیرات راکوي او د دوی په مرسته خپل ژوند په مخ وړو، دا وړمه شپه دې خوا کې ګاونډي سړې وریجې راستولې وې، وچه ډوډۍ په اوبو پورې کوو او هغه خورو، هیڅ نه پوهیږو دا څه ژوند دی زه او خدای چې په لاره ځم غورځېږم."

له پاکستان بله راستنه شوې افغانه کډواله چې دا هم د خپلې کورنۍ سرپرسته ده او اوس مهال د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې اوسېږي ازادي راډيو ته وویل چې له سختو اقتصادي او روغتیايي ستونزو سره مخ ده.

دې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

دوه ځل عملیات شوې یم، دا مې د ناروغۍ پرچې دي، دلته راته وايي ته باید بیا عملیات شي او راته وايي لاړه شه پاکستان ته


" دوه ځل عملیات شوې یم، دا مې د ناروغۍ پرچې دي، دلته راته وايي ته باید بیا عملیات شي او راته وايي لاړه شه پاکستان ته، زه وایم ولاکه یوه روپۍ لا لرم چې ماشومانو ته پرې یوه مړۍ ډوډۍ واخلم."

دا په داسې حال کې ده چې لا هم له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په چټکۍ سره روان دی او هره ورځ لسګونه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک او اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستنول کیږي.

له ایرانه یوه راستنه شوې میرمن چې دا هم د کور سرپرسته ده او اوس مهال د هرات په انجیل ولسوالۍ کې اوسیږي وايي، د سرپناه د نه لرلو له امله اړ شوې چې د کورنۍ له شپږو غړو سره یو ځای په یو جومات کې دیره شي.

دې زیاته کړه، که له جوماته وایستل شي د اوسېدو لپاره هیڅ ځای نه لري:

دوه نیم کاله په ایران کې وو، له هغه ځایه یې راوویستلو، هلته مو کور پاتې شو، دولت باید موږ ته سرپناه برابره کړي


" دوه نیم کاله په ایران کې وو، له هغه ځایه یې راوویستلو، هلته مو کور پاتې شو، دولت باید موږ ته سرپناه برابره کړي، موږ ته کار راکړي، اوس په جومات کې پراته یو، که له دې ځایه وویستل شو، چېرته لاړ شو، موږ ته څوک کور نه راکوي، نه پوهیږم څه وکړم، حکومت باید موږ سره مرسته وکړي."

افغانستان ته دا ستنې شوې کډوالې میرمنې داسې مهال په کور دننه د سخت ژوند په اړه شکایت کوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ « یو این ایچ سي ار » یو نوی راپور ښيي چې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو ډېره برخه ماشومان جوړوي.

دا راپور چې دوشنبه د حمل ۳۱مه خپور شوی په کې راغلي چې د روان کال د اپریل له ۱۲ مې تر ۱۸ مې نېټې پورې افغانستان ته په ستنو شویو کډوالو کې ۸۲ سلنه یې ماشومان او ښځې دي په ځانګړي ډول هغه میرمنې چې د کورنیو سرپرستي ور په غاړه ده او دا د زیان مننې لوړه کچه ښيي.

په راپور کې راغلي چې په دې موده کې د راستنو شویو ۱۲۳۰۰ افغانانو ۵۷ سلنه یې له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي.

د راپور له مخې ډېری دوی له پاکستانه راغلي، خو لږ شمېر له ایران او نورو هېوادونو هم بېرته راستانه شوي دي.

یو این ایچ سي ار ویلي په ټولیز ډول، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر ۷۸,۰۰۰ زیات افغانان بېرته ستانه شوي، چې دا د هغو کمزورو ټولنو پر وړاندې فشار زیاتوي چې له اقتصادي ستونزو او محدودو سرچینو سره مخ دي.

یکشنبه د حمل ۳۰ مه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان « ای او ایم » راپور ورکړی وو چې په وروستیو اوونیو کې له ایران او پاکستانه د افغانانو بېرته ستنېدنه چټکه شوې ده.

په راپور کې راغلي وو چې یوازې په دوو اوونیو کې له پاکستان څخه د بېرته ستنېدونکو شمېر نږدې ۱۷ چنده زیات شوی او د مارچ له ۲۹مې د اپریل تر ۱۱مې پورې ۴۲،۴۵۲ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG