د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۲

یوه کونړۍ متعلمه یکنور وايي د وروستیو نښتو له امله له ښوونځي پاتې ده او سخت له خپګان سره مخ ده

یوه ماشومه په یوه جنګ ځپلي ښوونځي کې - عکس سمبولیکه بڼه لري
یوه ماشومه په یوه جنګ ځپلي ښوونځي کې - عکس سمبولیکه بڼه لري

د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ د نښتو له امله د زیانمنو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ملکي تاسیساتو د ویجاړېدو له امله، چې ښوونځي هم پکې شامل دي، د دوی ماشومان له زده کړو پاتې شوي دي. دوی د خپلو ماشومانو د زده کړو د ځنډېدو په اړه اندېښنه ښيي او د جګړو د پای ته رسېدو او د ماشومانو د تعلیم د دوام لپاره د امنو شرایطو د برابرېدو غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم ویلي چې د دغه نښتو له امله د نږدې ۱۲ زره زده کوونکو زده کړې ګډوډې شوې دي.

یکنور چې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د لومړي ټولګي زده کوونکې ده وايي د وروستیو نښتو له امله ښوونځي ته له تګ پاتې شوې او له دې وضعیته خفه ده.
«موږ ماشومان یوازې ارام ژوند، ښوونځی او زده کړې غواړو.»

هغې یکشنبه د حمل ۳۰ مه ازادي راډیو ته وویل چې له زده کړو او ښوونځي لرېوالی ورته سخت شوی او غواړي د زده کړو د دوام زمینه ورته برابره شي:

"زه ډېر خفه یم، ځکه غواړم لوستل او لیکل زده کړم، مونږ درس غواړو، اوس ډېر خپه یو."
د کونړ یوه متعلمه

د کونړ یو بل اوسېدونکی، چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وايي نږدې یوه میاشت کیږي چې د ده د درې ماشومانو په ګډون لسګونه نور د ښوونځیو د ویجاړېدو یا له خپلو اصلي سیمو د بېځایه کېدو له امله له زده کړو پاتې دي.

«په ښوونځیو کې هېڅوک نشته، ځکه ډېری خلک د پاکستان د مرمیو له امله له سیمې تښتېدلي او کډه شوي دي. زیاتره کورنۍ لا بېرته نه دي راستنې شوې، په دې نښتو کې کرښې ته نږدې زموږ ډیری ښوونځي له منځه تللي او یا هم ۵۰ نه تر ۶۰ او ان ۸۰ سلنه ویجاړ شوي دي، چتونه او دېوالونه یې زیانمن شوي او نور د ماشومانو د زده کړو لپاره مناسب نه دي، زما درې ماشومان په ښوونځي کې دي او درې واړه ډېر خپه دي؛ هره ورځ له ما پوښتي چې ښوونځي به کله پیل شي چې موږ ولاړ شو.»

دغه شان د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ یو اوسېدونکی، چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي وايي د دوی په سیمه کې هم ښوونځی د نښتو له امله زیانمن شوی دی.

هغه ازادي راډيو ته وویل:

«ښوونځی احاطه نه لري او شاوخوا یې هاوانونه او راکټونه لګېدلي دي؛ نږدې ۳۰ سلنه زیان ورته رسېدلی دی.»

له دې ور اخوا د ننګرهار ولایت د تورخم ښارګوټي یوه اوسېدونکي چې ځان یې د فقیرزي په تخلص راوپېژندو ازادي راډيو ته وویل:

«ټول ماشومان له زده کړو محروم دي او ښوونځي ته نه دي تللي، وضعیت تر اوسه مناسب نه دی؛ ښوونکي هر یو په بېلابېلو ځایونو کې اوسېږو ماشومان هم بېځایه شوي او له خپلو سیمو کډوال شوي دي، زما ماشومان هم پکې شامل دي.»

د جګړې له امله د زیانمنو دې سیمو اوسېدونکي د امنیت د ټینګښت، د ویجاړو شوو ښوونځیو د بیا رغونې او خپلو ماشومانو لپاره د خوندي چاپېریال او زده کړو د زمینې د برابرېدو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم جمعه د حمل ۲۸مه راپور ورکړی چې د حمل په ۲۶مه د کونړ ولایت یو بل ښوونځی هم په نښه شوی دی.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، که څه هم په دې پېښه کې چاته د سر زیان نه دی رسېدلی خو ښوونځي سخت زیانمن شوی دی.

اوچا دغه شان ویلي چې د وروستیو تاوتریخوالو او د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله د زیانمنو سیمو نږدې ۱۲ زره زدهکوونکي زده کړې له ستونزو سره مخ شوي دي.

اوچا شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم راپور ورکړی و چې د نښتو او ناامنۍ له امله د کابل، خوست، کونړ، ننګرهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ۲۵ روغتیايي مرکزونه او ۴۱ ښوونځي زیانمن شوي، تړل شوي یا یې فعالیت ځنډول شوی دی؛ داسې وضعیت چې روغتیايي، تغذیوي او تعلیمي اساسي خدمتونه یې له جدي خنډ سره مخ کړي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه په دې اړه د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو د حکومت او پاکستاني ځواکونو دا نښتې د فبرورۍ په ۲۶ مه پیل شوې چې له امله یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ګڼو ملکي تاسسیاتو ته زیانونه رسېدلي او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د معلوماتو پر بنسټ دغو تاوتریخوالو تر اوسه د خوست، کونړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او نورستان ولایتونو له ۹۴ زرو ډېر اوسېدونکي اغېزمن کړي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG