د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۵

د انتالیا فوروم کې د افغانستان د اقتصادي فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې شوي

انتالیا فوروم کې د جنوبي اسیا پنل
انتالیا فوروم کې د جنوبي اسیا پنل

د انتالیا د ډپلوماسۍ فوروم په یوه پنل بحث کې د افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ پر راتلونکې او د سیمې په اړوندو سوداګریزو فرصتونو او ننګونو خبرې وشوې.

له افغانستانه د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نور الدین عزیزي، له پاکستانه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق در او له بنګله دیشه د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر خلیل الرحمن ددغه پنل ګډونوال وو.

دا ناسته د شنبې په ماښام جوړه شوې وه.

«په سوداګرۍ کې اعتماد: په جنوبي اسیا کې د اقتصادي ادغام او ثبات راتلونکی» د دې ناستې عنوان وو.

د ناستې اړوند اعلامیه کې راغلي چې جنوبي اسیا د نړۍ په اقتصادي وده کې څه باندې ۱۵فیصده ونډه لري خو له ټولو ښو اړخونو سره د دې سیمې هېوادونو د یو بل تر منځ په سوداګرۍ کې له محدودیتونو سره مخ دي.

د بیان په اساس دا سوداګریز محدودیتونه تر ډېره په یو بل د امنیتي بې اعتمادیو په سبب رامنځته شوي.

د انټالیا دپلوماسۍ فورم د دغه پنل جوړوونکي ټینګار لري چې د جنوبي اسیا د هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو پراختیا کولای شي د دې سیمې د سوکالۍ امنیت او ښېرازۍ په برخه کې لوی رول ولوبوي.
دې ناستې ته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په وینا کې یاده کړې چې افغانستان له شاوخوا پنځو لسیزو له بیلابیلو ننګونو سره مخ دی او اوس یې هم شتمنۍ کنګل دي.

ښاغلي عزیزي ددې پوښتنې په ځواب کې چې د سیمې وروستیو تحولاتو په افغانستان کې د تیلو او مایع ګازو په بیو څومره اغېز کړی ډاډ ورکړی حکومت یې له مخکې د افغانستان د اړتیا وړ تیلو او نورو سون موادو لپاره چمتووالی درلود او د حل لارې یې لټولې دي.

اخوا د ترکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات ویلي چې د انتالیا ډپلوماسۍ فوروم په څنډه کې یې له نورالدین عزیزي سره خبرې کړي دي.

د بولات په خبره دوی دواړو د سوداګریزې کچې د لوړولو په تېره په کانونو، زیربناوو او ټرانسپورټ برخه کې د پانګوونې په فرصتونو بحث کړی.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

This item is part of
XS
SM
MD
LG