د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۶

په پاکستان کې د لسګونو زرو افغانانو نیول

په پاکستان کې د افغانانو نیول-ارشیف
په پاکستان کې د افغانانو نیول-ارشیف

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په تېرو څه باندې درېیو میاشتو کې په پاکستان کې نژدې ۳۴ زره افغان کډوال نیول شوي او توقیف شوي دي. د «یو این ایچ سي ار» او « آی آو آیم » د ګډ راپور له مخې یوازې د اپرېل له ۵مې تر ۱۱مې نېټې پورې نږدې ۱۲ زره افغانان توقیف شوي دي.

د پاکستان په بلوچستان کې میشت یو افغان کډوال وايي، له کوره نه شو وتلی:

«له ډېرې وېرې او سختیو سره ژوند کوو، له کوره نه شو وتلی، ستونزې ډېرې زیاتې دي»

دا کس چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، شنبه د حمل په ۲۹مه ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان ته ستنېدل ورته له جدي خطرونو سره مل دي:

« دلته موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، که، خدای مه کړه، ډیپورټ شو، پوره باور لرو چې هلته به له جدي ستونزو سره مخ شو او ان زموږ ژوند هم له خطر سره مخ کېدای شي. دلته هم په ډېر سخت وضعیت کې ژوند کوو.»
په پېښور کې میشته یوه بله افغان کډواله چې دا هم نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وايي وضعیت ورځ تر بلې لا خرابیږي.

«هر څوک چې بهر ووځي، نیول کېږي؛ یا د پیسو لپاره او یا د نورو مسئلو په نوم، خلک په ویره کې ژوند کوي او هېڅوک له کوره نه شي وتلی.»

هغې ادعا وکړه چې پولیس افغانان په لارو کې نیسي او بیرته یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي خو ازادي راډيو دا ادعا په خپلواک ډول نه شي تایید کولای.

خو له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپلو راپورونو کې په وار وار ویلي په پاکستان کې میشت افغانان له ناامن او نامناسب وضعیت سره مخ دي؛ داسې چې نیونې، جبري اخراج، د اسنادو ضبط او باج اخیستنه هم پکې شامله ده.

دا پناه غوښتونکي په داسې حال کې پر افغان کډوالو د فشارونو د زیاتېدو خبره کوي چې ځینو نړیوالو بنسټونو هم په دغه هېواد کې د نیونو د ډېرېدو راپور ورکړی دی.

د روان میلادي کال له پیله د اپرېل تر ۱۱مې پورې نژدې ۳۴ زره افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي
د یو این ایچ سي ار او ای او ایم ګډ راپور

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو این اېچ سي آر) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ایم) راپور ورکړی چې د روان میلادي کال له پیله د اپرېل تر ۱۱مې پورې نژدې ۳۴ زره افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي او توقیف شوي دي.

دغو بنسټونو په خپل ګډ راپور کې چې جمعه د حمل ۲۸ مه یې خپور کړی ویلي چې په دې کې نژدې ۳۲ زره کسان د ای سي سي کارت لرونکي او بې اسناده کسان دي، او له دوو زرو ډېر نور د پي او آر کارتونه لري.

د افغان تابیعت کارت یا « ACC » پاکستان په ۲۰۱۷ په دې هیواد کې میشتو افغانانو ته ورکړل او « POR » د پناه غوښتونې هغه کارتونه دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ۲۰۰۷ کال کې افغان کډوالو ته ویشلي وو.

راپور زیاتوي چې ۵۷ سلنه نیونې په بلوچستان ایالت کې، ۲۰ سلنه په خیبر پښتونخوا کې او پاتې نورې د پاکستان په نورو ایالتونو کې شوې دي.

د راپور له مخې، یوازې د اپرېل له ۵مې تر ۱۱مې پورې نږدې ۱۲ زره افغان کډوال نیول شوي او توقیف شوي دي، چې د تېرې اوونۍ په پرتله ۳۰۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یو این اېچ سي آر او آی او ایم د راپور پر بنسټ، د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر اپرېل ۱۱مې پورې د ستنو شوو او ایستل شوو کسانو ټول شمېر له ۲۲۲ زرو اوښتی، چې له دې ډلې تر ۳۳ زرو ډېر کسان په جبري ډول ایستل شوي دي.

په راپور کې د پاکستان له حکومته غوښتل شوي چې هغه افغانان چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، همداراز هغه کسان چې ځانګړي شرایط یا له خطر سره مخ وي له جبري ستنولو مستثنا کړي.

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر څخه تر ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پورې، له دوو میلیونو څخه زیات افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، او نږدې دوه میلیونه نور لا هم په دې هېواد کې اوسېږي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې دا بهیر د «غیرقانوني بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو طرحې» په چوکاټ کې ترسره کېږي او موخه یې د کډوالۍ د قوانینو پلي کول او د هغو کسانو ایستل دي چې په دغه هېواد کې له معتبرو اسنادو پرته ژوند کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG