افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت،یوناما، سرپرستې مشرې جورجیت ګانیون دافغانستان له ختیځو ولایتونو څخه د لیدنې په پاې کې وویل چې د پولو تړل کیدو خلک سخت اغیزمن کړي دي.
هغې وویل چې لارې دې لږترلږه د بشري مرستو په مخ پرانیستل شي.
میرمن ګانیون دهغو سیمو لیدنه کړې چېرته چې د ډیورند کرښې په اوږدیدو کې دنښتو، او تیرکال زلزلې له امله ګڼې کورنۍ له خپلو کورونو بیځایه شوي او هیواد ته د راستنو شویو کډوالو سره یې هم کتلي دي.
جورجیت ګانیون په یوه ویډیو کې چې ددغه سفر په هکله یې د پنجشنبې په ورځ د اپریل په ۱۶ مه د یوناما په ایکسپاڼه خپره شوې وايي چې د ملګرو ملتونو ادارې ګڼو اغیزمنو خلکو سره مرستې کوي :
ملګري ملتونه ډېر په کلکه هڅه کوي چې پوله که د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره نه وي لږ ترلږه د بشري مرستو د رسولو لپاره بیرته پرانیستل شي، ځکه چې ټولنې او خلک سخت اغېزمن شوي دي
" د ملګرو ملتونو ګڼې ادارې له ټولو جوامعو سره مرسته کوي، له ستنو شویو خلکو سره او هغو خلکو سره چې د پولو په اوږدو کې د روانو نښتو له امله له خپلو کورونو بیځایه شوي دي، دوی روغتیايي مرستې کوي ، د بیلابیلو زده کړو په برخه کې مرستې کوي او د ښځو د ځواکمنتیا لپاره مرستې کوي ، دغه راز دوی له هغو خلکو سره چې د پولو په اوږدو کې اغیزمن شوي دي د خوراکي موادو او دژوند ژغورنې لپاره مرستې کوي نو ځکه ملګري ملتونه ډېر په کلکه هڅه کوي چې پوله که د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره نه وي لږ ترلږه د بشري مرستو د رسولو لپاره بیرته پرانیستل شي، ځکه چې ټولنې او خلک سخت اغېزمن شوي دي."
د ډیورند کرښې په اوږدو کې د وفقه اي نښتو له امله د بیلابیلو بنسټونو د راپورونو په بنسټ څه دپاسه سل زره کسان بیکوره شوي او په ځینو مواردو کې دتوپونو ګولۍ او توغندي په کلیو هم لږیدلي دي.
د ممتاز په نامه د کنړ د اسعد اباد یو اوسیدونکې دوه اونۍ مخکې چې یو وراره یې ټپي شوی وو ازادي راډیو ته وویل :
د پاکستان لخوا مرمۍ راغلې ولګیدلی ، دا مې ورارده دی او لمانځه ته تللی وو بیرته چې را ووته بس ګولی ولګیده او دی ولګیده، ډیر نورکسان هم ولګیدل دا یو زخمی نه دی
" پاس کلامار کې د پاکستان لخوا مرمۍ راغلې ولګیدلی ، دا مې ورارده دی او لمانځه ته تللی وو بیرته چې را ووته بس ګولی ولګیده او دی ولګیده، ډیر نورکسان هم ولګیدل دا یو زخمی نه دی، فی الحال دتداوي لاندې دي. ټولې مرمۍ د کلیوالو په کورونو باندې ولګیدې ډیر تلفات یې واړول ، الله دې وکړي چې نورې مرمۍ په کورونو او کلیو ونه لګیږي. "
ملګرو ملتونو څو میاشتې مخکې هم د بشري مرستو په مخ د لارو د پرانیستلو غوښتنه کړې وه.
دپاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په تیرې لیندۍ میاشت کې ویلي وو چې د ملګرو ملتونو په غوښتنه هڅه کوي چې دافغانستان او پاکستان ترمینځ لارې د امدادي توکو او لدې جملې څخه د خوراکي موادو او نورو بشري ضروري مرستو لپاره پرانیستل شي.
وروسته لدې د افغانستان او پاکستان اړیکې په تیره اکتوبر میاشت کې کړکیچنې شوې ددواړو هیوادونو ترمینځ لارې څه دپاسه شپږ میاشتې کیږي چې تړل شوي دي اوپه دې وروستیو کې یواځې ستیندونکو کډوالو ته اجازه ورکول کیږي چې افغانستان ته داخل شي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايی پاکستان افغانستان سره لارې په غیرقانوني توګه تړلي دي او لدې څخه ددواړو هیوادونو خلک سخت اغیزمن شوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغانستان به دغه لارې وروسته لدې پرانیزي چې اسلام اباد قطعی ضمانت ورکړي چې بیا به یې نه تړي.