د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۷

پولنډ کې افغان پناه غوښتونکې له نامعلوم برخلیک شکایت کوي

د افغان کډوالو دیوې ډلې یو غړی د پولنډي رضاکارو وکیلانو، د رسنیو د غړو او د پولنډ د پارلمان د استازو په حضور کې دغه هیواد کې د پناه اخیستو لپاره  رسمي غوښتنه کوي. ارشیف
د افغان کډوالو دیوې ډلې یو غړی د پولنډي رضاکارو وکیلانو، د رسنیو د غړو او د پولنډ د پارلمان د استازو په حضور کې دغه هیواد کې د پناه اخیستو لپاره رسمي غوښتنه کوي. ارشیف

پولنډ کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکې له نامعلوم برخلیک، رواني فشارونو او د ډیپورټ له دوامداره ګواښه شکایت کوي. دوی وايي چې له میاشتو راهیسې د پناه غوښتونکو په توقیفي مرکزونو کې ساتل کېږي او پرته له دې چې د دوی د پناه غوښتنې برخلیک روښانه شي، هره ورځ د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

ددغو افغان پناه غوښتونکو څخه یو کس چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل

«دلته هره ورځ او هر ساعت موږ ته وایي چې تاسو به بېرته ولېږو هغه ورځ یې زموږ له کمپ څخه خلک بېرته ډیپورټ کړل.»

یاد کس له تېرو لسو میاشتو راهیسې په پولنډ کې د پناه غوښتونکو په توقیفي مرکز کې ژوند کوي.

هغه زیاتوي :

نه مو خوب سم دی، نه مو خواړه سم دي، بس یوازې همدا اندېښنه راسره وي چې اوس به مو بوځي او اوس به راباندې غږ کیږي


"نه مو خوب سم دی، نه مو خواړه سم دي، بس یوازې همدا اندېښنه راسره وي چې اوس به مو بوځي او اوس به راباندې غږ کیږي، دا زموږ لپاره یوازې زهني شکنجه ده، دلته ډېر عجیب وضعیت دی."

دی وايی کوم کډوال چې له دې ځایه افغانستان ته په جبري ډول اېستل شوي، کوم احوال ترې نشته نو همدا موضوع د ده او نورو افغانانو چې د جبري اېستلو له خطر سره مخ دي اندېښنې لا زیاتې کړي دي.

یو بل افغان کډوال چې له تېرو نږدې دوه کلونو راهیسي د پولنډ د کډوالو په یو کمپ کې ژوند کوي او دوسیه یې لا هم په نامعلوم حالت کې ده ازادي راډيو ته وویل:

د اسنادو په انتظار یو سره له دې چې موږ په شرایطو برابر یو خو موږ ته اسناد نه راکوي یوازې، هره میاشت ۲۰ یورو راکوي


"زه دلته په یوه کمپ کې ژوند کوم، د اسنادو په انتظار یو سره له دې چې موږ په شرایطو برابر یو خو موږ ته اسناد نه راکوي یوازې، هره میاشت ۲۰ یورو راکوي او ډوډۍ راکوي او بس، هغه هم دومره چې ژوندي پرې پاتې شو، داسې لکه د مرګ او ژوند ترمنځ چې ژوندي یو."

دغه کسان له اروپايي ټولنې غواړي چې د دوی اوسني وضعیت ته رسېدنه وکړي او د پناه غوښتنې دوسیو د ارزونې بهیر یې شفاف او عادلانه کړي.

دوی دغه راز افغانستان ته د دوی د جبري اېستلو د بهیر درولو غوښتنه هم کوي ځکه په خبره یې په خپل هیواد کې یې د ژوند د خوندیتوب هیڅ ډول تضمین نه شته.

دا په داسې حال کې ده چې تازه اسوشیټډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې ښايي شاوخوا ۱۲۰ افغان پناه غوښتونکي چې د پولنډ د پناه غوښتونکو په کمپونو کې ساتل کېږي، بېرته افغانستان ته واستول شي.

پولنډ تېرې اوونۍ هم ۹ افغان پناه غوښتونکي د ازبکستان له لارې افغانستان ته شړلي وو.

په پولنډ کې د کډوالو، په ځانګړي ډول افغانانو، د وضعیت په اړه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې دغه هېواد تېر کال د پناه غوښتنې حق تر یوه حده محدود کړ.

د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د روانې اپریل په ۱۴مه خبرداری ورکړ چې دا محدودیت، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې وضع شوی و، اوس په پراخه توګه د چارواکو له لوري کارول کېږي.

دا اقدام هغه کسان هم رانغاړي چې د بېلاروس له لارې په ناقانونه توګه پولنډ ته ننوځي، او له مخې یې هغوی په پوله کې د نړیوال ملاتړ د غوښتنې له حقه محرومېږي.

دغه قانون په پیل کې د موقتي اقدام په توګه یاد شوی و، خو د پرله پسې غځونو وروسته، عملاً له یوه کال زیات وخت وشو چې نافذ پاتې دی.

د بشري حقونو د بنسټونو د راپور له مخې، د پولنډ چارواکي استدلال کوي چې د کډوالو د شمېر زیاتوالي د دې هیواد په سیستمونو فشار راوستی او دغه راز یې ادعا کړې چې روسیه او بیلاروس له دې لارې د لویدیځو هیوادونو د بې ثباته کولو هڅه کوي.

خو د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او نورو حقوقي کارپوهانو ټینګار کړی چې دا اقدام له نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د کډوالو د حقونو اړوند د جنیوا کنوانسیون سره په ټکر کې دی؛ ځکه د دې کنوانسیون له مخې، د پناه غوښتنې هره دوسیه باید په انفرادي ډول وڅېړل شي.

د یادونې ده چې د تېر میلادي کال په اکتوبر کې د اروپايي ټولنې ۲۰غړو هېوادونو په یوه ګډ لیک کې له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي وو چې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره عملي اقدامات وکړي چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

دا لیک، د فنلنډ ترڅنګ، د بلغاریا، قبرس، جرمني، استونیا، یونان، هنګري، ایرلنډ، ایټالیا، لیتوانیا، لوکزامبورګ، مالټا، هالنډ، ناروې، اتریش، بلجیم، سلواکیا، چک جمهوریت او سویډن له خوا هم لاسلیک شوی و.

په هماغه وخت کې، اروپايي ټولنې اعلان کړی و چې په افغانستان کې یې له طالبانو سره تخنیکي خبرې پیل کړې دي، څو د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره عملي حل لاره او ځانګړی میکانیزم رامنځته کړي چې په اروپايي هېوادونو کې د استوګنې قانوني حق نه لري.

له دې وروسته له اروپايي هېوادونو څخه د یو شمېر افغان کډوالو د اېستلو راپورونه هم خپاره شوي، او دې موضوع تر بېرته ستنېدنې وروسته د دوی د برخلیک په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو وروسته د دې هیواد زرګونه وګړو هڅه کړې چې په ناقانونه او مرګونو لارو ځانونه اروپا ته ورسوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG