د طالب ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو د درنو نښتو په نتیجه کې لسګونه زره کسان له خپلو اصلو مېنو کډې کړي او اوس په ناسمو شرایطو کې اوسیږي.
کامران یو له دوی دی چې دوه واړه وروڼه او یو کلیوال ماشوم یې د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځیانو له جګړو د پاتې سرګلولې په چاودنه کې سخت ټپیان شوي.
هو د جنګ جګړو په خاطر راووتلو. کله چې دا ماشومان زموږه خوږ شول د هغې په خاطر راووتلو. ځای مو لرې دی. کورونه هماغسې ډک پاتې دي. فقط همدا ماشومان او خپل ځان مو را ایستلی.کامران - د تورخم اوسیدونکی او د جګړو اغېزمن
د کامران دوی اصلي سیمه تورخم ته نږدې د درنو نښتو شاهده وه او دوی د ماشومانو تر ټپیانېدو وروسته کډې ته مجبوره شول.
د کامران په څېر د سلګونو افغانانو کورنۍ په وروستیو نښتو او تاوتریخوالي کې د خپلو عزیزانو د وژل کېدو یا ژوبلیدو له امله د ویر په ټغر ناست دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف د نښتو د عواقبو په اړه په یوه مفصل راپور کې لیکلي چې د ناچاودو مهماتو په چاودنو کې تر ډېره ماشومان اغېزمن شوي.
که څه هم د پاکستان له لوري د افغانستان په سرحدي سیمو هوايي بریدونه او راکټي حملې له څو میاشتو مخکې پیل شوي اما د ملګرو ملتونو تازه احصایې د هغو بریدونو یادوونه کوي چې د مارچ له اولسمې د اپریل تر لومړۍ شوي.
په ریلیف ویب پاڼې د یونیسف د مفصل راپور له مخې په ختیځ کې ننګرهار، کونړ او نورستان او په جنوب ختیځ کې خوست، پکتیکا او پکتیا تر ټولو ډېر اغېزمن شوي.
د همدې سیمو لږ تر لږه ۹۴زره کسان د نښتو دوام او د وضعیت خرابېدو جبري کډې ته اړ کړي.
په دغو سیمو کې د بریدونو دوام لږ تر لږه ۲۵ روغتیايي مراکز او ۴۱ ښوونځي وران یا تړلي چې ورسره صحي خدماتو او تعلیم ته د ماشومانو او ښځو په شمول د اغېزمنو خلکو لاسرسی پرې کړی.
په دې سربېره د ملګرو ملتونو شمېرې ښیي چې لږ تر لږه ۳۴۵ هستوګن کورونه هم بریدونو کې وران شوي چې خلک یې بیا د جوړولو وس نه لري.
اکثر دغو خلکو د نښتو په تشدید یواځې خپل سرونه بچ کړي او نور ټول مال او وسایل یې په خپلو سیمو کې پرېښي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې : «د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي تاوتریخوالي له امله کورنۍ بې ځایه کیږي او بشري اړتیاوې مخ په زیاتیدو دي.»
د دې ادارې د بیان په اساس دوی اوس وخت نورو بشري مرستندویانو په همکارۍ په پکتیا کې لږ تر لږه ۸۰۰ کورنیو سره چې جنګ جګړو کډې ته اړ کړي د نغدي مرستو، سرپنا او حفظ الصحې د موادو مرستې کړي.
خو د اغېزمنو لوی شمېر ته په کتو شوې مرستې ډېرې اغېزناکې نه بلل کېږي او ګڼ خلک لکه د کامران کورنۍ شکایت لري چې هېڅ مرستې نه دي ورسره شوي.
کامران چې تقریباً ټول کلیوال یې نورو امن سیمو ته کډه شوي ازادي راډیو ته وویل چې ان د ټپي وروڼو درملنې ته هم چا مرسته نه ده ورسره کړې او ټولې پیسې او امکانات یې ختم دي.
«نو موږ هر مشکل لرو. اول دا د دغو ماشومانو تداوۍ لپاره دا اوس پاسمانونه ورته کوو. ډېرې پیسې مو پرې لاړلې. ډېرې زیاتې. نغدې پیسې مو هم لاړې او کورونه خو مو هسې هم ډک رانه پاتې دي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما څو واره د نښتو د درېدو غوښتنه کړې.
دغه ماموریت ټینګار کړی چې د ملکیانو د جبري بې ځایه کېدو او د تلفاتو جدي مخنیوی باید وشي.