د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۰

په هرات کې د قربانیانو د ښخولو په مراسمو کې زرګونو کسانو ګډون وکړ

د هرات یو شمېر اوسېدونکو د سې‌شنبې په ورځ (د وري ۲۵) د دغه ولایت په انجیل ولسوالي کې د وسله‌وال برید د قربانیانو د ښخولو په مراسمو کې ګډون وکړ.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې خلکو د قربانیانو جسدونه پر اوږو لېږدول او د «مرګ پر منافق» او «مرګ پر ترهګر» شعارونه یې ورکول. لاریون کوونکو له طالبانو وغوښتل چې د دې پېښې عاملان وپېژني او سزا ورکړي.


د قربانیانو خپلوانو، چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم له څرګندولو ډډه کوله، رسنیو ته ویلي چې هیچا د دوی غږ ته ځواب نه دی ویلی. یوه تن وویل: «ولې دا کار وشو؟ ولې څوک نشته چې زموږ پوښتنو ته ځواب راکړي؟» بل کس وویل چې برید د دوی د سترګو مخې ته وشو، خو هیچا مرسته ونه کړه.


د جمعې په ورځ (د وري ۲۱) نامعلومو وسله والو د انجیل ولسوالۍ د ده‌مهري کلي هاشمي پُل ته نژدې پر نلکي وګړو ډزې وکړې. د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د معلوماتو له مخې، په دې برید کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي، خو ځینو ځایي سرچینو د تلفاتو شمېر تر دې لوړ ښودلی دی.


د طالبانو د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، یو مشکوک کس نیول شوی او د نورو د نیولو هڅې روانې دي. خو د قربانیانو خپلوان وايي چې بریدګر لا هم ازاد ګرځي.


دغه برید کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غندلی دی. د یوناما چارواکو د پېښې د جدي څېړنې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې باید د افغانستان ټولې ټولنې له ورته تاوتریخوالي خوندي وساتل شي.


تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو مخکې د داعش خراسان څانګې ورته بریدونه کړي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG