د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۰

امریکا د ایران د سمندري بندرونو محاصره پيل کړه، ایران بیا هلته نورو بندرونو ته ګواښ کړی

هرموز تنګي ته نژدې بیړۍ
هرموز تنګي ته نژدې بیړۍ

د امریکا متحده ایالتونو د ایران د سمندري بندرونو د محاصرې د پيل خبر ورکړی دی.

د رویټرز په وینا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که هره ایراني بیړۍ د امریکا د سمندري ځواکونو د محاصرې کرښې ته نژدې شي " سملاسي به له منځه یوړل شي".

تر دې وړاندې د امریکا پوځ اعلان کړی چې د دوشنبې له ورځې به د هغو ټولو بېړیو سمندري محاصره پیل کړي چې د ایران بندرونو ته تګ راتګ کوي.

دوی ویلي، هغو بیړیو سره کار نه لري چې د هرموز تنګي له لارې غیر ایراني بندرونو ته تګ راتګ کوي.

له دې سره د ایران د سپاه پاسدران اړوند خاتم الانبیا قرارګا ویلي، که د ایران بندرونه وګواښل شي، فارس خلیج کې به هیڅ بندر خوندي پاته نه شي.

دغه پوځي بنسټ ویلي، په نړیوالو اوبو کې د بیړیو پر تګ راتګ " د محدودیت لګول" ناقانونه اقدام او سمندري غلا ته ورته دی.

د خاتم الانبیا قرارګا ویاند وړاندې ویلي " په فارس خلیج او عمان سمندرګي کې د بندرونو امنیت یا د ټولو لپاره دی، یا د هیچا لپاره هم نه."

له دې سره په اروپا او نوره نړۍ کې د دوشنبې په ورځ د تیلو بیه یو ځل بیا لوړه شوه.

This item is part of
XS
SM
MD
LG