په ایران د بریدونو په وخت لسګونه افغان کډوالو ته هم مرګژوبله اوښتې ده. د ځینو دغو افغانانو نږدې خپلوان وايي چې ډېر وخت یې له خپلو خپلوانو احوال نه درلود.
په تهران کې د یوه وژل شوي افغان کډوال د تره زوی ازادي راډیو ته وویل: «زما د کاکا زوی په تهران کې و، څو ورځې زموږ اړیکه ورسره پرې شوې وه، له ډېرو هڅو وروسته مو د هغه له ملګرو سره اړیکه ونیوله؛ هماغه وخت خبر شو چې په هغه په دې نښتو کې وژل شوی او هملته خاورو ته سپارل شوی دی.»
دا وايي د تره زوی یې ایران ته د کار لپاره تللی وو.
یو شمېر نورې افغانې کورنۍ وايي لا هم په ایران کې د میشتو خپلوانو له برخلیکه خبر نه لري.
دوی وايي له ۴۰ زیاتې ورځې وشوې چې دوی نه دي توانېدلي د خپلو کورنیو له غړو سره اړیکه ونیسي او دې وضعیت ډېر اندېښمن کړي دي.
د کابل یوې اوسېدونکې چې دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل: « زمونږ د خپلوانو شپږ کورنۍ په ایران کې ژوند کوي، د جګړې له پیل یوه ورځ مخکې مو ورسره خبرې کړې وې، خو له هغې وروسته تر اوسه نه یو توانېدلي چې د هغوی احوال وولر، په خبرونو کې مو ولیدل چې په دې جګړه کې افغانان هم وژل شوي دي؛ موږ ډېر اندېښمن یو.»
امریکا او اسراییلو په ایران د تېرې فبرورۍ په ۲۸ مه حملې پیل کړې.
په ایران کې د افغان کډوالو د تازه وضعیت په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني، د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو تازه د طالبانو د حکومت د کډوالو ستونزو سره د رسېدو کمیسیون ویاند احمد الله وثیق ویلي په دې بریدونو کې ۲۶ افغان اتباع هم وژل شوي دي.
نوموړي یکشنبه د حمل ۲۳ مه طلوع نیوز ته ویلي چې د ۱۴ قربانیانو د کورنیو غړو په تهران کې افغان سفارت ته مراجعه او د جسدونو د لېږد غوښتنه کړې چې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شوي دي او پاتې وژل شوي کسان په ایران کې خښ شوي دي.
خو په ایران کې میشت یو افغان خبریال د حمل په ۱۲مه ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې د اسرائیل او امریکا د ګډو بریدونو له پیل راهیسې په ایران کې ۳۱ افغانان وژل شوي چې له ډلې یې د ۱۲ کسانو جسدونه افغانستان ته هم لېږدول شوي دي.
د ناروې د کډوالو شورا د تېرې مارچ میاشتې په وروستیو کې ویلي وو چې ایران له ۴.۴ میلیونو څخه زیات افغان کډوالو کوربه دی چې له دې ډلې ۱.۴ میلیونه یې بې اسناده دي.
دغه شورا اندېښنه ښودلې وه چې د کارونو له لاسه ورکولو له امله ډیری افغان کډوالو د عاید یوازینۍ سرچیني هم له لاسه ورکړي دي او سره له دې چې ډیری کورنۍ د سختو بریدونو په ښارونو کې ژوند کوي، د وتلو یا سفر د اجازې نشتوالي له امله نه شي کولای له سیمې ووځي.
هڅه مو وکړه چې په ایران کې له یو شمېر افغان کډوالو سره د دوی د تازه وضعیت په اړه خبرې وکړو خو هلته د انټرنیټ د قطع کېدو له امله ونه توانېدو.
خو یو شمېر هغه کډوالو چې د جګړې له پیل وروسته افغانستان ته ستانه شوي مخکې یې ازادي راډيو ته ویلي وو چې د جګړې له امله د ایران وضعیت ډېر خراب شوی ، د دوی لپاره کار نه وو او ان له کورونو نه شول وتلی.