د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۳۲

د پولیو سراسري واکسیناسیون؛ څه باندې ۱۲ میلیونه افغان ماشومان واکسینیږي

د پولیو یو واکسیناتور د ماشومانو د واکسینولو پر مهال
د پولیو یو واکسیناتور د ماشومانو د واکسینولو پر مهال

په افغانستان او پاکستان کې به د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد د واکسین نوی کمپاین د دوشنبې په ورځ پيل شي.

افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې پولیو پکې په بشپړه توګه له منځه نه ده وړل شوې.

له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ او د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دا کمپاین به د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې پیل شي او د سړې هوا له امله به په بامیان او دایکندي کې وځنډول شي.

دغه وزارت ویلي چې په غور ولایت کې کمپاین به په یوه اونۍ کې پیل شي.

تمه کیږي چې د جولای له ۲۴ څخه تر ۲۶ پورې د پولیو واکسین کمپاین په جریان کې شاوخوا ۱۲.۶ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي په افغانستان کې واکسین شي.

د طالبانو د حکومت د پریکړې له مخې، له ۲۰۲۴ کال څخه، په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاینونه به کور په کور نه ترسره کیږي او ماشومان عمدتاً په جوماتونو کې واکسینیږي.

خو په افغانستان کې ځینې خلک وايي چې د واکسین له اوسنیو کمپاینونو یو شمېر ماشومان محرومه پاتې کېږي.

د طالبانو عسکر او کابل کې د پولیو یو تبلیغاتي نقاشي شوی عکس
د طالبانو عسکر او کابل کې د پولیو یو تبلیغاتي نقاشي شوی عکس

د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ یوې اوسېدونکې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې ډېری والدین نشي کولی خپل ماشومان د واکسین لپاره جوماتونو یا نورو ځایونو ته بوځي.

پخوا ښه وو، اوس موږ باید کلینیکونو یا جوماتونو ته لاړ شو. کله ناکله کله چې موږ خبریږو، کمپاین پای ته رسیږي
د بادغیس یوه اوسیدونکې

هغه زیاتوي: «زموږ ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي. دا ښه ده چې کور په کور د پولیو واکسین کمپاینونه بیا پیل شي»

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) مخکې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د کور په کور د پولیو واکسین کمپاینونو نه پیل به ماشومان له واکسین څخه محروم کړي.

سږ کال تر اوسه په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې؛ خو په ۲۰۲۵ کال کې په ټول هېواد کې د پولیو لږترلږه نهه مثبتې پېښې راپور شوې دي.

پاکستان، چې د افغانستان ګاونډی دی، سږ کال د پولیو یوه مثبته پېښه راپور کړې ده. تېر کال، په دغه هېواد کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۳۱ پېښې ثبت شوې وې.

تمه کېږي چې د پولیو سراسري واکسیناسیون به په پاکستان کې د وري/حمل له ۲۴ څخه تر ۳۰ پورې ترسره شي.
په همدې مناسبت د پاکستان لومړۍ مېرمن د ولسمشر لور آصفه بهوټو زرداري په یوه بیان کې ویلي چې د پولیو واکسین کمپاین به د افغانستان سره په همغږۍ کې ترسره شي، چې د پولې هاخوا د پولیو ویروس د لیږد د مخنیوي او پاتې تشو د ډکولو لپاره د دواړو هېوادونو ګډې ژمنې منعکس کوي.

پاکستاني چارواکي وايي چې تمه کیږي چې د کمپاین په جریان کې به تر پنځو کلونو کشر لږ تر لږه ۴۵ میلیونه ماشومان واکسین شي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

This item is part of
XS
SM
MD
LG