د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ اوسېدونکی او د ډاکټرانو ټولنې مشر ډاکټر زرغون شینواری وايي چې له انساني تلفاتو سربیره، په دې ولسوالۍ کې ډیری کورونه هم د سېلابونو له امله نړېدلي دي.
ده د جمعې په ورځ، د حمل په ۲۱ مه ازادي راډیو ته وویل:"دلته له پنځوسو کورونو ډېر نړېدلي دي چې خونې یې له منځه تللي، ۲ کسان مړه او شاوخوا ۱۲ تنه په برسېرن توګه ټپیان دي، او همدارنګه د ځینو کورونو دېوالونه رالوېدلي دي."
ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت مطبوعاتي دفتر هم د پنجشنبې په ورځ وویل چې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د وروستیو بارانونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۱ کسان مړه شوي او ۸۴ نور ټپیان شوي دي.
دغه شان د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسیدونکی فرهاد، چې تیر کال خپلې کورنۍ سره له زلزلې اغیزمن شوی و وايي، خیمو ته یې د سېلابونو د اوبو ورننوتو یو ځل بیا دوی جدي ستونزې سره مخ کړي دي."دلته سېلابونه راوتلي او موږ لا خیمو کې یو، ورښتونه شدید وو، خلکو ته یې ډېرې ستونزې رامنځته کړي، ځینې خیمو کې دي چې خیمو ته یې اوبه ور ننوتي، تر اوسه کورونه هم جوړ شوي نه دي او ټول خلک په خیمو کې دي، باران چې وشي له هر لوري خیمې ته اوبه ننوځي."
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د افغانستان په ډیریو ولایتونو کې د وروستیو شدیدو بارانونو او سېلابونو له امله له ۷۳ زرو ډیر خلک زیانمن شوي دي.
د دې ادارې لخوا د جمعې په ورځ، د حمل په ۱۰مه خپور شوي راپور کې راغلي، سیلابونو د مارچ د ۲۶مې او د اپریل د ۶مې ترمنځ د ۳۱ ولایتونو ۱۶۵ ولسوالۍ او له ۵۴۰ ډیر کلي زیانمن کړي دي.
وړاندې راغلي چې دې پېښو کې لږترلږه ۹۳ کسان مړه شوي، ۱۸۱ ټپیان او څلور نور ورک دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر زیاته کړې چې د انساني تلفاتو سربیره، له ۹ زرو ډیر کورونه یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي یا په جدي توګه زیانمن شوي او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.
په سلګونو څاروي هم تلف شوي او سلګونه کیلومتره سړکونه او پلونه ویجاړ شوي یا د استفادې وړ نه دي.
(اوچا) زیاته کړې چې تر ټولو زیات زیان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه ننګرهار، کونړ او لغمان کې ثبت شوی او ورپسې د هیواد سویلي او لویدیځې سیمې دي.
په ورته وخت کې، مرستندویه ادارو تر دې دمه له ۸ زرو څخه زیاتو اغیزمنو خلکو ته بیړني خواړه، سرپناه، د څښاک اوبه او نغدي مرستې چمتو کړې دي، خو بشري چارواکي وايي چې اړتیاوې لاهم پراخې دي او د مرستې رسولو پروسه روانه ده.
د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې مخکې ویلي وو چې دوی په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پیښو له امله زیانمنو شویو کسانو ته مرستې چمتو کوي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د حمل له ۶ تر ۲۰ پورې د طبیعي پیښو له امله ۱۵۷ کسان مړه شوي، ۲۲۹ ټپیان شوي او ۹ کسان ورک دي، او په ټولیزه توګه له ۸۵۰۰ څخه ډیرې کورنۍ اغیزمنې شوې دي.
په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې د جمعې په ورځ د حمل په ۲۱مه په پروان، کاپیسا، پنجشیر، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، هرات، نیمروز، فراه، غور، بادغیس، سمنګان، سرپل، فاریاب، بغلان، تخار، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د تالاندې برښنا، باران او سیلابونو د راوتلو امکان شته او په دغو ولایتونو کې د باران اندازه د ۱۰ او ۴۰ ملی مترو ترمنځ اټکل شوې ده.