د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۰

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) :طالبان د انتقادي راپورونو مخه نیسي

د افغانستان خبریالان او رسنۍ ، ارشیف
د افغانستان خبریالان او رسنۍ ، ارشیف

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) وايي طالبان له کورنیو رسنیو د انتقادي راپورونو او خبرونو د خپرولو مخه نیسي. دغه سازمان وايي چې ټول خبرونه او راپورونه باید له خپریدو مخکې د طالبانو لخوا وکتل شي.د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو ځینې خبریالان وايي د بشپړ سانسور او فشار لاندې دي.

په افغانستان کې دننه د یو شمیر کورنیو رسنیو خبریالان او مسئولین ادعا کوي، چې د طالبانو حکومت له جدي سانسور سره مخ دي، هغه موضوع چې د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) هم په خپل تازه راپور کې ورته اشاره کړې ده.

د افغانستان په شمال کې د یوې کورنۍ رسنۍ خبریال چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل خپل او د رسنۍ نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ د بدلېدو په شرط د جمعې په ورځ «د حمل په ۲۱مه» ازادي راډیو ته وویل:

هر څه چې خپروو باید د حکومت په ګټه وي، او دا چې په ازادانه ډول نقد وشی یا انتقادي راپورونه جوړ او نشر شي دې ډول مسایلو ته اصلاً هېڅ اجازه نشته


"هر څه چې خپروو باید د حکومت په ګټه وي، او دا چې په ازادانه ډول نقد وشی یا انتقادي راپورونه جوړ او نشر شي دې ډول مسایلو ته اصلاً هېڅ اجازه نشته، زه خپله دې ډولو مسایلو ډېر مخ کېږم او مخ شوی یم، یو ځل مې د سړکونو پر خرابوالي راپور جوړ کړی و، خو له خپرېدو وروسته یې لس دقیقې وروسته راته زنګ وواهه او اخطاریه یې راکړه او راپور له پاڼې لرې کړل شو، هره شېبه او هر کار کې سانسور یو، یوازې د دوی کار او فعالیتونه تو پوښښ ورکوو."

دغه شان د افغانستان په سویل ختیځ زون کې د یوې کورنۍ رسنۍ مسئول هم د موضوع د حساسیت له امله په ورته شرایطو ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې دې حالت نه یوازې دوی بلکې اکثریت افغان خبریالان له مسلکي کار او فعالیتونو زړه توري کړي دي.

ده وړاندې زیاته کړه:

لومړی د اطلاعاتو فرهنګ وزارت بیا د ولایت په کچه د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او بیا د استخباراتو ریاست لخوا خبریالانو ته ویل شوي، هغه موارد چې زموږ په خوښه نه وي له خپرولو یې باید جدي صرف نظر وکړئ،


"لومړی د اطلاعاتو فرهنګ وزارت بیا د ولایت په کچه د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او بیا د استخباراتو ریاست لخوا خبریالانو ته ویل شوي، هغه موارد چې زموږ په خوښه نه وي له خپرولو یې باید جدي صرف نظر وکړئ، هر څه چې خپروو باید د حاکمې ډلې د طرزالعمل په بنسټ وي، اضافي اجازه نشته، له همدې امله د رسنیو مسولین، خبریالان، د خبر څانګې مشران ناهیلي او له کاره زړه توري شوي دي، که دا ستونزې همداسې پراختیا او دوام ومومي ډېر مسولین به مجبوره شي چې خپلو راډیو ګانو او رسنیو ته قفل ور واچوي."

تازه د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) هم یو ځل بیا په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ویلي دي چې په تېره مارچ میاشت کې افغان خبریالان او رسنۍ په بې ساري ډول د طالبانو حکومت له فشارونو سره مخ وو.

«امسو» په خپل تازه راپور کې چې د تېرې مارچ میاشتې وضعیت یې په کې ارزولی، د پنجشنبې په ورځ «د حمل په ۲۰مه» رسنیو سره شریک او په کې یې لیکلي چې تېره میاشت د ډیورند کرښې په اوږدو کې خبریالان او رسنۍ د جګړو او نښتو پر مهال اړ ایستل شوي چې یوازې د طالبانو په ګټه تبلیغاتي راپورونه خپاره کړي.

دې سازمان زیاته کړې چې یاده موده کې یې خپل راپور کې د هېواد په کچه له ۱۰ خبریالانو سره مرکې کړي او دا معلومات یې ترې راټول کړي چې دوی د یادو نښتو پر مهال د طالبانو په لارښوونه د پاکستان حکومت ته د «رژیم» کلمه وکاروي، او په ټکو یې، خبریالان باید داسې محتوا تولید کړي چې د خلکو احساسات راوپاروي او وښيي چې مقابل لوری د جګړې توان نه لري.

امسو وايي، خبریالانو ورته ویلي چې طالبانو په نښتو کې طالب ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په خپرولو هم په دوی بندیز لګولی و.

یاد سازمان په خپل دې راپور کې د افغان خبریالانو او رسنیو د کار پر وړاندې د ننګونو په توګه ۲۴ بېلابېل موارد یاد کړي چې له هغې ډلې، د طالبانو د مشر د فرمانونو په اړه مثبت راپورونه جوړول، د نیمګرو پروژو په تعقیبي راپورونو بندیز، د طالبانو چارواکو ته په جبري ډول د محترمانه القابو کارونه، ولسوالیو ته د خبریالانو له تګ وړاندې د دوی د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاستونو اجازه اخیستل، پر خواله رسنیو د استخباراتو لخوا د خبریالانو د لیکنو او تبصرو جدي څارنه، رسنیو کې د نجونو د تعلیم اړوند پوښتنو او یا د ښځینه وو اړیکو نه ځوابول او ګڼ نور موارد شامل دي.

«امسو» وایي دې حالت له رسنیو خپلواکي اخیستې، رسنۍ یې د طالبانو په تبلیغاتي دستګاوو بدلې کړي، د بیان ازادي یې له منځه وړې او په ټکو یې، جنسیتي تبعیض یې په ځانګړې توګه د ښځینه وو پر وړاندې زیات کړی دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نظر ولرو، خو ویاند یې خبیب غفران د راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو له دې وړاندې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په ګډون بېلابېلو چارواکو ازادي راډیو سره په خبرو او په مختلفو غونډو او بیانونو کې ویلي چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو او خبریالانو کار ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم تل په افغانستان دننه د یو شمېر رسنیو مسئولینو او خبریالانو شکایتونه کړي چې د طالبانو د حکومت لخوا له جدي کنټرول، څار او سانسور سره مخ دي او بیلابیلو نړیوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو مختلفو ادارو هم په دې اړه اندېښنې مطرح کړی دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG