نړۍ
ټرمپ: ایران هرموز تنګي کې بد او غیر محترمانه چلند کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هرموز تنګي کې د ایران پر چلند نیوکه کړې ده.
ټرمپ پر خپله ټولنیزه پاڼه (تروت سوشیل) دغه نیوکه کړې او په یوه ډول یې تهران ته خبرداری ورکړی دی.
هغه په دغه پوست او د دوه ساعتونو په ترڅ کې په دې اړه خپلې دریمې لیکنې کې ویلي " ایران له هرموز تنګي د تیلو د تېریدو په برخه کې ډېر بد او غیر محترمانه چلند پيل کړی دی."
هغه وړاندې خبرداری ورکړی چې " دا هغه هوکړه نه ده چې مونږ کړې وه."
د هغه شرکت د معلوماتو له مخې چې د بیړیو تګ راتګ ثبتوي، د ایران او امریکا د لنډمهالي اوربند له پيله یوازې ۱۰ بیړۍ له هرموز تنګي تیرې شوي.
ټرمپ ټینګار کړی چې د هرموز تنګي له خلاصېدو سره باید نړیوالو بازارونو ته زیاته اندازه تېل ورسیږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ونس : هیله من یم چې اسلام اباد کې له ایران سره خبرې به مثبتې وي
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس هیله ښودلې چې اسلام اباد کې له ایراني لوري سره خبرې به یې مثبتې وي.
د رویټرز د راپور له مخې ونس دغه څرګندونې نن جمعه پاکستان ته له روانېدو مخکې کړې دي.
د امریکا او ایران خبرې سبا شنبه په اسلام اباد کې ترسره کیږي.
فرانس پریس لیکلي چې دغه خبرې به د وروستیو څو پړاوونو په څېر، غیر مستقیمې وي، یعنې دواړه لوري به بېلابېلو خونو کې کیني او پاکستاني منځګړي به یې پيغامونه سره تبادله کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیب زاده پرون وویل چې د دوی د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ممکن د ایراني پلاوي مشري وکړي.
اسلام اباد کې د امریکا او ایران خبرې سبا ترسره کیږي
د امریکا او ایران خبرې سبا شنبه په اسلام اباد کې ترسره کیږي.
که څه هم پاکستان پنجشنبه او جمعه په دغه هېواد کې رخصتي اعلان کړې وه او داسې خبر خپور شو چې خبرې به د جمعې په ورځ کیږي، خو څو لویدیځو رسنیو لیکلي چې دواړه لوري سبا د حمل ۲۲مه غونډه کوي.
فرانس پریس لیکلي چې دغه خبرې به د وروستیو څو پړاوونو په څېر، غیر مستقیمې وي، یعنې دواړه لوري به بېلابېلو خونو کې کیني او پاکستاني منځګړي به یې پيغامونه سره تبادله کوي.
په اسلام اباد کې د امریکایي او ایراني مرکچیانو خبرو ته چمتوالی نیول شوی او په دغه ښار کې امنیتي تدابیر جدي شوي دي.
د امریکا او ایران د مرکچیانو نوملړ لا هم په رسمي توګه نه دی اعلان شوی.
اوکراین او روسیې ۳۲ ساعته اوربند اعلان کړی دی
اوکراین او روسیې د ارتودوکس د ایسټر جشن پر مهال ۳۲ ساعته اوربند باندې موافقه کړې ده.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي پرون د اپریل نهمه وویل چې د رخصتۍ پر مهال د اوربند وړاندیز دوی څو ځله تکرار کړی دی.
د زلنسکي له دې خبرو څو ساعته مخکې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین خپلو سرتیرو ته لارښوونه وکړه چې د ایسټر د رخصتۍ پر مهال ډز بند وکړي.
اوربند به د اپریل د ۱۱مې د ماذدیګر له ۴ بجو د اپریل د ۱۲مې ورځې تر پای پورې نافذ وي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د منځني ختیځ د شخړو له پيله د اوکراین او روسیې جګړه د لویدیځ له پامه لویدلې ده.
اروپايي ټولنه وايي، له ایران سره اوربند باید لبنان هم راونغاړي
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مسوولې کایا کالاس ټینګار کړی چې له ایران سره د اوربند تړون باید لبنان ته هم وغځول شي، او خبرداری یې ورکړی چې د اسرائیل دوامداره بریدونه کولی شي دا تړون کمزوری کړي.
هغې د پنجشنبې په ورځ (وري ۲۰) په ایکسپاڼه کې لیکلي: «د اسرائیل اقداماتو د امریکا او ایران ترمنځ اوربند تر سخت فشار لاندې راوړی دی. دا اوربند باید لبنان ته هم وغځول شي.»
د لبنان د روغتیا وزیر ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د اسرائیل په هممهاله هوايي بریدونو کې په بیروت او نورو سیمو کې د وژل شویو شمېر تر ۲۰۰ تنو اوښتی او له زرو زیات کسان ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم ویلي و چې په هر معتبر اوربند کې لبنان هم باید شامل وي او له امریکا او ایران یې غوښتي وو چې دا تړون په ټولو جبهو، په ځانګړي ډول لبنان کې، مراعت کړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایوېت کوپر هم ویلي چې د بحران د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید لبنان هم د اوربند برخه شي.
خو د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس ویلي چې په دې اوربند کې لبنان شامل نه دی او دا ډول برداشت د خبرو اترو د بهیر د ناسم فهم له امله دی.
ایران وايي، د یورانیمو په برخه کې محدودیت نه مني
د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې رئیس د یورانیمو د غني کولو له محدودولوسره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې «د غني کولو د پروګرام محدودول یوازې هغه هیلې دي چې ګور ته به یې یوسي».
د راپورونو له مخې، محمد اسلامي د پنجشنبې په ورځ (وری۲۰) په تهران کې د یوې غونډې په څنډه کې چې د پخواني مشر علي خامنهيي د وژل کېدو د څلوېښتي په مناسبت جوړه شوې وه، ټینګار کړی چې «هیڅ قانون او هېڅ څوک» نشي کولی د غني کولو پروګرام مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د پاکستان په منځګړتوب د ایران او امریکا ترمنځ خبرې ترسره شي. امریکا د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ایران د یورانیمو د غني کولو بندول یو شرط بللی، خو د ایران اړخ وايي چې د هر تړون یوه برخه به د ایران د غني کولو د حق منل وي.
په امریکا کې نیول شوي پاکستاني د یهودانو پر یوه مرکز د برید پر هڅه اعتراف وکړ
یوه پاکستاني وګړي اعتراف کړی چې غوښتل یې د داعش ډلې په الهام په نیویارک کې د یهودیانو پر یوه مرکز برید وکړي.
د امریکا د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ (حمل۱۹) اعلان وکړ چې پاکستاني تبعه محمد شاهزیب خان، چې دا مهال په توقیف کې دی، اعتراف کړی چې غوښتل یې د داعش ډلې په الهام، د اتومات وسلو په کارولو سره د نیو یارک ښار د بروکلین په یوه مهم یهودي مرکز کې پر خلکو برید وکړي.
د امریکا د لوی څارنوال مرستیال جان ایزنبرګ ویلي چې خان غوښتل دا برید د اکتوبر په ۷ مه پر اسراییل د حماس د بریدونو له کلیزې سره هممهاله کې ترسره کړي.
د نیویارک د جنوبي حوزې څارنوال جي کلیټن ویلي چې محمد خان غوښتل د داعش په ملاتړ «یو وحشتناک برید» پر یهودي مرکز ترسره کړي.
د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شاهزیب خان، چې یو پاکستانی تبعه او د کاناډا اوسېدونکی دی، د ۲۰۲۳ کال په نوومبر میاشت کې په ټولنیزو رسنیو کې د داعش ملاتړ پیل کړ او له نورو کسانو سره یې اړیکې ټینګې کړې، چې پکې د دې ډلې ویډیوګانې او تبلیغاتي مواد شامل وو.
وروسته هغه د امریکا په داخل کې د تروریستي بریدونو په پلان جوړولو پیل وکړ، خو د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې د کاناډا او امریکا ترمنځ پولې ته نژدې ونیول شو.
ټرمپ وايي، د امریکا ځواکونه به د ایران شاوخوا ته پاتې شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکايي ځواکونه به د ایران شاوخوا پاتې شي او که موافقه ماته شي، «بریدونه به پیل شي».
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) کې لیکلي:
«د امریکا ټولې بېړۍ، الوتکې او پوځي ځواکونه به، له اضافي مهماتو او وسلو سره، او هر هغه څه چې د مخکې تر مخکې سخت کمزوري شوي دښمن د له منځه وړلو لپاره پکار دي، په ایران او شاوخوا سیمو کې پاتې شي، تر څو چې پر رښتیني موافقې بشپړ عمل وشي. که د هر دلیل له مخې دا کار ونه شي—چې ډېر احتمال یې کم دی—نو بیا به “بریدونه پیل شي”، داسې بریدونه چې تر اوسه هیچا نه دي لیدلي، لوی، قوي او ډېر ځواکمن به وي.»
ټرمپ همداراز وویل:
«زموږ لوی پوځ دا مهال په تجهیز او استراحت بوخت دی، او په حقیقت کې د خپلو راتلونکو بریاوو په تمه دی. امریکا بېرته راګرځېدلې ده!»
په پاکستان کې د ایران سفیر: د ایران مرکچي پلاوی نن ماښام اسلام اباد ته رسېږي
په اسلاماباد کې د ایران سفیر اعلان وکړ چې د دغه هیواد یو پلاوی به د پنجشنبې په ماښام (۲۰ حمل) د «جدي» خبرو لپاره اسلاماباد ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوربند د لومړۍ ورځې،(چې د چهارشنبې د حمل د نولسمې له سهاره پیل شوی) په ترڅ کې، د ایران له لوري څو ځلې دا ادعا شوې چې د اوربند سرغړونه شوې او ښايي د جمعې په ورځ د ایران او امریکا ترمنځ خبرې لغوه شي.
په اسلام باد کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم، د پنجشنبې په سهار په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي:
«سره له دې چې د ایران عامه افکار د اسرائیل د رژیم له خوا د اوربند د پرلهپسې سرغړونو له امله بدبین شوي، چې هدف یې د ډیپلوماټیک نوښت تخریب دی، خو د ایران پلاوی د پاکستان د صدراعظم، شهباز شریف، په بلنه نن شپه اسلاماباد ته د ۱۰ وړاندیز شویو مادو پر بنسټ د جدي خبرو لپاره راروان دی.»
د امیري مقدم اشاره د اسرائیل هغو درنو بریدونو ته ده چې پرون یې په لبنان کې وکړل او تر ۲۵۰ زیات کسان پکې ووژل شول.
د ایران چارواکو او همداراز د پاکستان صدراعظم مخکې ویلي و چې پر لبنان د بریدونو درېدا د اوربند برخه ده، خو امریکا او اسرائیل دا خبره رد کړې ده.
ټرمپ: له ایران سره تر اوربند وروسته خبرې د بندو دروازو ترشا کوو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د اوربند وروسته به له ایران سره راتلونکې خبرې اترې د تړلو دروازو تر شا ترسره شي.
ټرمپ په ټروت سوشیل یوه بیان کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو د اجنډا په توګه اعلان شوو مسودو باندې نیوکه وکړه او وې ویل: "یوازې د معنی لرونکو 'ټکو' یوه ټولګه شتون لري چې متحده ایالاتو ته د منلو وړ دي، او موږ به د خبرو اترو په جریان کې د تړلو دروازو تر شا پرې بحث وکړو."
هغه زیاته کړه: "دا هماغه ټکي دي چې د اوربند د ټینګولو لپاره زموږ د موافقې اساس وو. "دا یوه منطقي او په اسانۍ سره د حل وړ مسله ده."
دا دریځ په داسې حال کې څرګند شو چې یو امریکایي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته هم وویل چې هغه لس ماده یي پلان چې ایران د خبرو اترو د اجنډا په توګه اعلان کړ، دوی لپاره د منلو نه دی.