د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې هغه ضربالاجل چې ده ایران ته د تړون لپاره د سېشنبې تر ورځې پورې ټاکلی، نهايي دی.
هغه زیاته کړه چې د ایران له خوا وړاندې شوی وړاندیز مهم و، خو کافي نه و.
ټرمپ وویل:
«هغوی یو وړاندیز کړی، او دا یو مهم وړاندیز دی. دا یو مهم ګام دی، خو کافي نه دی.»
د امریکا ولسمشر وویل:
«که هغوی هغه څه وکړي چې باید یې وکړي، دا جګړه ډېر ژر پای ته رسېدلی شي. هغوی باید ځینې کارونه ترسره کړي، دوی پرې پوهېږي، او زما په اند هغوی په رښتینې نیت خبرې اترې کوي.»
ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د مسیحیانو د اختر په مراسمو کې وکړې.
خو په داسې حال کې چې د ډونالډ ټرمپ له خوا ایران ته د ټاکل شوي ضربالاجل پای ته رسېدو ته یوازې څو ساعته پاتې دي، د رویټرز خبري اژانس د ایران د یوه جګپوړي چارواکي له قوله وايي چې ایران به د لنډمهالي اوربند په چوکاټ کې د هرمز تنګي سمدستي پرانیستل ونه مني.
رویټرز د دوشنبې په ورځ (د حمل ۱۷) د «یوې خبرې سرچینې» له قوله راپور ورکړی چې ایران او متحدو ایالتونو داسې یو پلان ترلاسه کړی چې د شخړو د پای ته رسولو لپاره جوړ شوی او پکې د هرمزتنګي بیا پرانیستل هم شامل دي.
د سرچینې په وینا، د دښمنیو د ختمولو لپاره یو چوکاټ د پاکستان له خوا برابر شوی او د یکشنبې په ماښام له ایران او امریکا سره شریک شوی دی.
په دې طرحه کې دوه پړاوونه شامل دي؛ لومړی سمدستي اوربند، دوهم وروسته یو هر اړخیز تړون ته رسېدل.
خو رویټرز د دې خبر له خپرېدو څو ساعته وروسته بیا د ایران د یوه جګپوړي چارواکي له قوله (چې نوم یې نه دی ښودل شوی) راپور ورکړ چې ایران به د لنډمهالي اوربند د یوې برخې په توګه د هرمز تنګي پرانیستل ونه مني او د ضربالاجل ټاکل او د تړون لپاره فشار هم نه قبلوي.
دا هماغه موضوع ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی هم پرې ټینګار کړی دی. هغه د دوشنبې په ورځ په خبري غونډه کې وویل چې خبرې اترې او مذاکرات «له ضربالاجل او د جنګي جرم د ترسره کولو له ګواښ سره برابر نه دي».
له بلې خوا پرون (دوشنبې) ناوخته د ایران رسمی خبري اژانس ایرنا وویل چې ایران د اوربند د طرحې لپاره لس مادهیي ځواب پاکستان ته سپارلی چې امریکا ته یې ورسوي.
د دې طرحې پر اساس، ایران موقت اوربند رد کړی او پر ځای یې د جګړې د دایمي بندېدا غوښتنه کړې ده.
ایران په سمیه کې د جګړو د پای ته رسېدو ترڅنګ په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ ازادي او پر ایران د لګېدلو بندیزونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.