یو شمیر افغان ځوانانو چې په افغانستان کې یې د انلاین یا ډیجیټال سوداګرۍ او بازار موندنې عامولو لپاره بېلابیل پلاټفارمونو جوړ کړي، وایي دوی غواړي د پلورونکي او پېردونکي تر منځ مسقیمې اړیکې جوړې او پلور او پیر اسانه کړي خو د عامه پوهاوي نه شتون یې د دې کار په وړاندې ستونزه ده.
د دوی په خبره په ټولنیزو رسنیو کې د شویو ځینو درغلیو له امله خلک په دې پلاټفارمونو هم کم باور کوي.
د کابل ښار یو اوسېدونکي او د انلاین سوداګرۍ لپاره د یو تبلغاتي وېب پاڼې مشر سید مهدي حسیني ازادي راډیو ته وویل:"موږ دا پلاټفورم جوړ کړ تر څو هر څوک وکړای شي بازار ته اسانه او چټک لاسرسی ولري، پرته له دې چې چا ته کمېشن ورکړي یا دلالان ترې ګټه واخلي، موږ خلک (پېردونکي) په مستقیم ډول په مختلفو برخو کې له پلورنکو سره وصلوو، موږ بېلابېلې برخې دې پلټفارم کې ځای پر ځای کړي او هڅه کوو چې پراختیا ورکړو، خو دا چې خلک ډېر په دې پلاټفورم باوري نه کوي دلیل یې دا دی چې په خواله رسنیو درغلۍ زیاتې دي."
دغه شان په کابل کې د یو انلاین بازار مدیر مسوول فرید ارشاد چې د دې کار او بار لپاره یې ځانګړې وېب پاڼه او اپلکېشن جوړ کړي او له تېر یو کال راهیسې په دې برخه کې له خپل کاري ټیم سره په کار بوخت دی هم ازادي راډیو ته یې وویل:"موږ دې کار اوبار کې ټول خپل هېواد بنسټیزې اسانتیاوې کاروو او حتی د اپلکېشن جوړولو او مخته وړلو کې مو په هېواد دننه افغان کارکوونکي نیولي، هم اپلکشن او هم ویب پاڼه مو دلته جوړه او عملا په کې فعالیت کوو."
دوی وايي په خپلو دې پلاټفورمونو کې له کورونو او جایدادونو نیولې تر موټرو، د کور تر وسایلو او نور ټولو هغو وسایلو چې خلک ورته اړتیا لري او عام بازار کې یې تر لاسه کولای شي، معلومات په اړه انلاین ډول خپروي او د پېردونکو او پلورونکو تر منځ د ارتباطي پل رول لوبوي.
یو شمېر خلک هم دا ډول فرصتونو او پلاټفارمونه رامنځته کول د دوی د ژوندانه د چارو په ځانګړي ډول د پیرلو په برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو لپاره ښه اقدام بولي، خو وایي په اړه یې ډیر عامه پوهاوی او د انټرنټ په ګډون لازم امکانات نه لري.
د کابل ښار اوسېدونکي یاسین سعادت په دې اړه وویل:"که څه هم انلاین کار او بارونه په افغانستان کې نوي دي خو ګټې یې ډېرې دي، یوه یې دا ده چې د خلکو ژوند کې اساني راولي، خو ستونزه دا ده چې ټول خلک په دې اړه نه پوهېږي خصوصا پاخه عمر لرونکي خلک، بل خلک پرې باور نه شي کولای."
اقتصاد پوهان وايي، انلاین بازار موندنه د دودیزې بازار موندنې په پرتله ارزانه او اغېزناکه ده او سوداګر کولای شي په کم لګښت خپل توکي تر ډېرو خلکو ورسوي.
خو دوی ټینګار کوي چې د دې برخې د پراختیا لپاره د هېواد په کچه، په منظمه توګه کار ته اړتیا ده.
له دې ډلې اقتصاد پوه اذرخش حافظي ازادي راډیو ته وویل:"دا په دې ډېر ښه دي چې د ځینو ځانګړو خلکو له انحصار یې باسي او په ازادانه توګه د کورنيو یا بهرنیو توکو تبلیغ ته زمینه برابروي، او خلک یې په اړه پوهاوی تر لاسه کوي، دغه شان رقابت زیاتوي، چې کله سیالي زیاته شي بیا ښه مالونه په ارزانه بیه تر لاسه کېږي، خو دلته ډېر خلک انټرنت نه لري، د بانکي سیسټم تر څنګ باید خلک اتصالي سیسټم ته لاسرسی ولري، چې بالاخره دا ډیجیټالي سیسټم پرمختګ وکړای شي."
د ښاغلي حافظي په وینا دا ډول فرصتونه نه یوازې دا چې د سوداګرۍ او اقتصادي بازار د پراختیا او پرمختګ لامل ګرځي بلکې په خبره یې، په ټولنه کې د ډیجیټالي سوداګرۍ د فرهنګ او باور رامنځته کولو لامل هم کېږي.