د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۶

د چین اورمچي کې د بندو دروازو ترشا د سولې خبرې نن هم روانې دي

ارشیف، هوایي ډګر کې د طالبانو د حکومت یو پلاوی
ارشیف، هوایي ډګر کې د طالبانو د حکومت یو پلاوی

په چین کې نن هم د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ خبرې روانې دي، خو هم مهاله د طالبانو حکومت په بیلابیلو ولایتونو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تازه نښتو راپور ورکړی دی چې مرګ ژوبله هم لری.

خبرې او نښتې دواړه، نن په چین کې د طالبانو او پاکستاني پلاوو د خبرو اترودوهمه ورځ روانه ده، خو هم مهاله د د دواړو لوریو تر منځ د نښتو راپورنه هم ورکړل شوي دي.

د طالبانو په حکومت کې د ارومچي له مذاکراتو باخبره ځینو سرچینو د جمعې په ورځ «د حمل په ۱۴مه» ازادي راډیو ته وویل چې د دوی او پاکستاني اړخ تر منځ نن هم خبرې کېږي، خو ډیر جزییات یې شریک نه کړل.

د یادونې ده چې تر اوسه د پاکستان حکومت هم د پنجشنبې ورځې د خبرو په اړه کوم معلومات نه دي خپاره کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جمعې په ورځ «د حمل په ۱۴مه» د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې پاکستان او افغانستان (طالبانو حکومت) باید خپلې ستونزې ژر تر ژره د خبرو اترو له لارې حل کړي.

ځینو چینایي رسنیو له دې ډلې (سي جي ټي ان) د جمعې ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت د دې چارواکې په حواله راپور کې ویلي چې چین په فعاله توګه د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړیتوب هڅه کوي، او بیجینګ به د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکیچونو کمولو او اړیکو ښه کولو کې خپل رغنده رول ته دوام ورکړي.

نوموړې زیاته کړې چې پاکستان او افغانستان دواړه د چین د منځګړیتوب هڅو ته ارزښت ورکوي او هرکلی یې کوي او بیا خبرو اترو کولو ته چمتو دي، چې په خبره یې دا یو مثبت پرمختګ دی.

دطالبانو حکومت او ځینو پاکستاني سرچینو ویلي چې د دې خبرو اترو هدف د تاوتریخوالي کمول، سوداګریزو لارو بیا پرانیستل او ممکن اوربند ترلاسه کول دي.

له خبرو سره هم مهاله د طالبانو حکومت د ډیورند کرښې په اوږدو په بیلابیلو څو ولایتونو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تازه نښتو راپور ورکړی دی.

د طالبانو حکومت که څه هم د تازه نښتو په اړه څه نه دي ویلي خو د دوی د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پنجشنبه د «د حمل له ۱۳مه» پر خپله ایکس پاڼه ادعا که کړې چې د چهارشنبې له ورځې «د حمل له ۱۲مې» راهیسې په پرلپسې توګه د پاکستان لخوا پر کونړ، پکتیکا او خوست ولایتونو هاوانونه، توغندي او د ډرون بریدونه تر سره شوي چې په خبره یې ۲۵ ملکي افغانان چې ډیرې یې ماشومان دي ټپیان او ۲تنه وژل شوي دي.

خو دا هغه څه دي چې ځینو ولایتونو کې یې عام افغانان هم مطرح کوي.

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، د جمعې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې د چهارشنبې په ورځ یې په کلي د ملکي خلکو پر یو کور د ډرون برید شوی چې ګڼ کسان یې ژوبل کړي دي:"زموږ کلی چې د منګتۍ په نوم یادېږي له پرون راهیسې او نن ګڼ توپونه راروان دي، چې زښته زیات خلک یې کورونو نه کډه کړل، بارانونه هم دي وضعیت زښته زیات خراب دی، دا پرون پاکستان دلته پر یو ملکي کور ډرون برید کړی و چې تر څلوېښتو کسان شدید ټپیان شوي چې اوس یې ارګون ته انتقال کړي دي، چې دې کې ښځې او ماشومان هم دي."

د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ یو اوسېدونکي هم د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې تېر ورځ ماښام یې د طالب او پاکستاني ځواکونو نښتو کې دوه کلیوال ژوبل شوي دي:"پرون چې نښته پیل شوه یو نیم ساعت یې دوام وکړ، بیا باران شروع شو چې جګړه ودرېده، بیګاه چې دلته کوم هاوانونه راغلل، د مګلو په سیمه کې یې دوه عام کسان ټپیان کړل."

دوی وایي ډېری خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دې ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې له خپلې کورنۍ سره یوې دښتې ته کډه شوی، ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې نن یې هم پر سیمه هاوانونو بریدونه دوام لري او په خبره یې تېره ورځ یې دوه کلیوال سخت ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ یو قومي مشر بیا د نوم نه خپرولو په شرط ازادي رادیو ته په یو لیکلي پیغام کې ادعا کړې چې د دوی پر ولسوالۍ هر ورځ د پاکستان بریدونه دوام لري، د دا ادعا هم کړې چې د نښتو له پیله تېرو پنځو اونیو راهیسې یوازې ناړۍ ولسوالۍ کې ۱۸ عام خلک وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.

خو د پاکستان حکومت او چارواکو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي او په تېره کې بیا ادعا کړې چې دوی په خپلو بریدونو کې د طالبانو نظامي موقعیتونه په نښه کوي، نه ملکي سیمې، او په خپلو عملیاتو کې د ملکي تلفاتو له رامنځته کولو انکار کوي.

ازادي راډیو په خپلواک ډول د یو لوري ادعا هم نه شی تایدولای خووړاندې ملګرو ملتونو تایید کړې چې د پاکستان په روانو نښتو کې ملکي افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د یادونې ده چې د نړۍ یو شمیر هیوادونه د پاکستان او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان تر منځ د نښتو پر ځای د خبرو غوښتونکي دي.

ازبکستان د پنجشنبې په ورځ هم له پاکستانه وغوښتل چې له طالبانو سره خپلې خبرې اترو ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې تیر میلادي کال هم د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ په استانبول، دوحه او ریاض کې ورته خبرې اترې وشوې او سره له دې چې دواړه خواوو په کې اوربند وکړ خو د دوی تر منځ یې د تاوتریخوالي په کمولو کې کومه پایله ورنه کړه.

This item is part of
XS
SM
MD
LG