د پکتیکا ولایت دې اوسېدونکي محمد الله مسعود وايي " زمونږ په پکتیا ولایت کې اوس هم کلاوې جوړېږي، دوه جریبه، درې جریبه تر څلور جریبه کلاوې جوړېږي. "
محمد الله مسعود په دې اړه چې ولې د عصرې کورونو جوړولو په دې پېر کې ځیني خلک لا هم کلاوې جوړوي او ژوند په کې خوښوي، ازادي راډیو ته وویل:
" یوه خبره د ستر ده چې د کورنۍ غړي یې ونه کتل شی، بل له وحشي حیواناتو څخه د خوندیتوب لپاره دا کلاوې جوړوي او ډیر مخکې خو بیا دا حساب و چې خلکو به بدۍ لرلې، مشکل به یې درلودو نو بیا به یې کلاوې جوړولې، برجونه به یې هم جوړ کړي وو څو له دغه برج څخه دښمنان تعقیب کړي. "
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی فرهاد خوږیاڼی چې د ماشومتوب او ځلمیتوب ډیر کلونه یې د کلي او کلا په ژوند، کرنه او مالدارۍ کې تیر شوي بیا د خلکو له خوا د کلاګانو جوړولو یو بل مهم لامل راسره شریکوي.
ده ازادي راډیو ته وویل:
" اطرافو کې چې کوم خلک دي دا خو ډیری دهقانان دي، دوی نیمه استفاده لکه څنګه چې له حویلیو کوي، له بامونو یې هم کوي، مثلا د جوارو په وخت کې جوار ټکوي په بامونو یې اچوي، ممپلي په بام اچوي، د لرګیو استفاده ډیره کوي ترې، مثلا بنجخې په بام اچوي، یا پخوان وختونو کې مونږ ورته مانچې وایو، چې کلیوالو ښځو به یو حشر غوندې کولو، نو هغه به حویلۍ کې نه کېدې په بام به یې کولې، مني موسم کې دوی وړیان کول. "
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ یوه اصلي اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي او دا مهال د استرالیا په سیدني ښار کې اوسېږي ازادي راډیو ته یې وویل، د کلا ژوند ډیر خوښوي او په زړه یې ورېږي:
" هغه عادی ژوند دی، هغه طبعي ژوند دی، دا ژوند له ډیر پیشرفت سره هم اصلا اوس د خوند نه دی، زه هم غواړم چې په اطرافو کې ژوند وکړم که څه هم په ډیر پرمختللي ملک کې یمه بیا هم هغه عادي ژوند ماته ډیر خوند راکوي."
د یادونې ده چې د خټو د کلاګانو جوړولو تخنیک د افغانانو د معمارۍ د هنر یوه ځانګړې نمونه ده چې یوازې په ولایتونو او ولسوالیو کې نه بلکې په ښارونو کې هم جوړېږي، خو ښايي محدودې چې د پرتلې وړ نه دي.
پوخوانیو کلاګانو به معمولاً ۷ تهدابونه درلودل، چې هر تهداب یې یو متر و. برجونه به یې وو، چې د دفاع لپاره یې ځانګړی رول درلود.
دې کلاګانو کې به خلکو د لرګي غټه دروازه کېښوده، بیا به یې د دروازې پر سر رنګا رنګ ټوکران وځوړول، چې نظره نشي او د کلا ښکلا یې زیاته کړي.
پلازمینه کابل کې که څه هم اوس ښايي ډیر خلک کلاګانې جوړې نه کړي خو پخواني یو شمیر یې دومره مشهورې دي چې ان سیمې یې په نومونو یادېږي، لکه قعله چمن، قعله موسی، قلعه شاده، قعله وزیر، قعله فتح الله او نورې.
خو د کلاوو د دې ټولو ښېګڼو سره سره چې په راپور کې مرکه شویو کسانو ازادي راډیو سره شریکې کړي، د ودانیزو چارو یو شمیر انجنیران وايي، پخوا چې کلاګانې جوړېدې دا د هغه وخت یو ضرورت و او اوس ضرورت دا دی چې پر ځای یې څو پوړیزه ودانۍ یا اپارتمانونه جوړ شي.
له دې ډلې انجیر راحت ګل زیارمل ازادي راډیو ته وویل:
" په اوسني وخت کې چې دی، نفوس مخ په ډېرېدو دی او ځمکه مخ په کمېدو ده، نوکه د کلاګانو پر ځای څو منزله تعیمرونه جوړ شي په ځانکړي ډول اپارتمانونه، مصارف یې نسبت کلاګانو ته کم راځي. بل دا چې هر کلا به ځانته د اوبو بور نه لګوي یو مرکزي سیستم به وي. "
ښاغلي زیارمل دغه شان اپارتمانونو کې د فاضله موادو یو واحد سیستم هم ښګېنه ګڼي بل دا چې وايي ځمکه به کرنې ته پاتې شي او د خلکو تر منځ په نېږدې ژوند کې به ټولنیزې اړیکې هم ټینګې او پراخې شي.
د ټولنیزو او فرهنګي چارو یو شمیر پوهان له دې ډلې علم ګل سحر بیا وايي، د کلاګانو جوړول له ډیر پخوا راهیسې په افغانستان کې رواج دي او ان په خبره یې پاچاهانو به جوړولې چې د کابل اراګ هم د کلا په ډول جوړ شوی، خو دی هم زیاتوي چې د کلاګانو په جوړولو د خلکو لګښت دير راځي او باید له دغه ودانیز دود څخه چې په ګټه یې نه دی فاصله واخلي:
" متاسفانه لګښتونه یې ډیر زیات دي، چې څومره لګښت مونږ په کلاوو باندې کوو چې تیتې یې جوړې کړو ښه به وي، نورو هیوادونو کې ډیره کوچنۍ احاطه وي په لرګیو، ونو یا په ګلانو پوښل شوې وي، کرار کرار باید مونږ دغه رواج نه فاصله واخلو، فکر کوم هم به اقتصادي ګټه وي هم به یو نوښت وي."
خو د ټولنیزو او فرهنګي چارو یو شمیر پوهان ټینګار کوي چې پخوانیو کلاګانو باندې چې تاریخي ارزښت لري، کیسې او خاطرې ورپورې تړلې دي خو د لمنځه تللو او نړېدو له ګواښ سره مخ دي، باید څیرنې وشي او د لرغونو میراثونو په توګه خوندي شي.