د تودې جګړې په ترڅ کې دیپلوماتیکي هڅې روانې دي. بریتانیا د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره انلاین غونډه جوړه کړه او د جګړې له ډګره
د اسراییل دفاعي ځواکونو په تهران کې د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو د یوه مرکز او په تبریز کې د بالستیک توغندیو د یوه زیرمتون د په نښه کولو خبر ورکړ.
بل لورته په لبنان کې ایران پلوه حزب اله ډلې پر اسراییل د توغندي په برید کې یو پنځه اتیا کلن اسراییلی او یو څلور دیرش کلن بهرنی کارګر ټپيان کړي.
پر عربي هیوادونو بریدونه روان دي
د سعودي عربستان د دفاع وزارت بیا د ایران له لورې د څلورو ډرون الوتکو او یوه بالستیک توغندي د مخنیوي خبر ورکړ، متحده عربي اماراتو بیا ویلي چې د نولس بالستیک توغندیو او شپږ ویشت بې پیلوټه الوتکو مخه یې ډب کړې ده.
په عراق کې د امریکا حکومت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې ښایي په یو دوو ورځو کې ایران پلوه وسله والې ډلې د بغداد پر مرکزي سیمو بریدونه وکړي.
په ایران کې بیا د ټرمپ تر وینا وروسته چې خبرداری یې ورکړ، ایران به د ډبرې دورې ته یوسي او پوځي عملیات به د دوو یا درې نورو اونیو لپاره روان وي، سخت پيغامونه خپاره شوې دي.
د ایران د پوځ ویاند ابراهیم ذوالفقاري سیمه ییزو رسنیو ته وویل چې امریکا او اسراییل د ایران له اټومي او پوځي تاسیساتو سم خبر نه وو او ایران به ځپونکي بریدونه وکړي.
د نیسټ په نوم په تحقیقاتي مرکز کې د منځني ختیځ کارپوه رسلان سلیمانوف چې د جګړې پرمهال یې ایران ته سفر کړی و، ازادي راډیو ته د پنجشنبه په ورځ وویل چې د ایران دننه هم د رژیم پلویان شته او هم د دې رژیم مخالفان شته.
په ایران کې د اسلامي نظام د مخالفانو شمیر زیات دیکارپوه رسلان سلیمانوف
سلیمانوف زیاته کړه چې د اسلامي نظام مخالفین اکثریت دي خو دوی سم نه پوهیږي چې روانه جګړه په کوم لورې درومي. په عین حال کې د ایران اسلامي رژيم مخالفان سخت ځپلي او لایې هم ځپي. د پنجشنبه په شپه هم په تهران کې د نسرین ستوده په نوم د یوې فعالې د نیولو خبر د هغې لور د انسټګرام له لارې ورکړ. دا خبر په داسې حال کې خپور شو چې ایران د یوه اتلس کلن امیر حسین حاتمي په نوم یو تن اعدام کړ چې په جنوري کې د مظاهرو پرمهال نیول شوی و.
په دیپلوماتیک ډګر کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې یویټ کوپر پر ایران اعتراض وکړ چې د هرمز په تنګي کې یې د نژدې ټولو بیړیو د تیریدو مخه نیولې ده چې له امله یې په نړۍ کې د تیلو او ګازو په بازارونو کې ګډوډي رامنځته شوې ده.
اغلې کوپر د لندن له لورې رابلل شوي انلاین کنفرانس ته وویل، د دې بحثونو ترڅنګ نظامیان هم راغواړو چې څرنګه ډله ییزه دفاعي وړتیا غښتلې کولی شو، چې په هرمز تنګي کې هم ماینونه پاک شي او هم به د شخړې د کمیدو هڅې وکړو.
د روسیې ولسشمر ولادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر وینا وروسته وویل چې هیله دا وه چې دا شخړه به ژر تر ژره حل شي او هیواد یې د وضعیت د عادي کولو لپاره هرې هڅې ته چمتو دی. چین چې د روسیې په څیر له ایران سره نژدې اړیکي لري د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یې ماو نینګ د ټرمپ د وینا په تړاو پر ټولو لوریو غږ وکړ چې پوځي عملیات ودروي.
هغې یوې خبري غونډې ته وویل: "د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ د خنډ اصلي لامل د ایران په وړاندې د متحده ایالاتو او اسراییلو غیرقانوني پوځي اقدامات دي. یوازې د اوربند او په خلیج کې د سولې او ثبات د لاسته راوړلو له لارې ممکنه ده چې د انتقالاتو لپاره زمینه مساعده شي.
تر جګړې وروسته د واشنګتن د سولې پلان په عامه توګه نه دی په ډاګه شوی، خو باور دا دی چې له ایرانه غواړي چې د اټومي وسلو د نه پراختیا موافقه وکړي، تهران د توغندیو وړتیا محدوده کړي او په سیمه کې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي. ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې ایران د یوې روغې جوړې غوښتنه کوي، خو ایران د هر ډول خبرو اترو له ترسره کیدو څخه انکار کړی دی.
د دیپلوماتیکو هڅو په لړ کې د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر کمال خرازي هغه څوک یادیږي چې باور دی چې له پاکستاني منځګړیو سره په تماس کې و، خو دی د پنجشنبې په شپه د یوه هوایي برید پرمهال سخت ټپي شوی او روغتون ته انتقال شوی دی. په دې حمله کې د خرازي میرمن وژل شوې ده.
نو تر اوسه داسې نه ښکاري چې کله به دا جګړه دریږي، لږ تر لږه د ولسمشر ټرمپ د وینا له مخې څو اونۍ به روانه وي.