د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۳

وروستیو سېلونو په افغانستان کې خلکو ته د سرومال تاوانونه اړولي

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو ځپل شوي افغانان وايي، دې سیلونو د دوی ورځنی ژوند ګډوډ کړی او درانه زیانونه یې ور اړولي دي.

د کندهار ولايت د مرکز اوسېدونکې راضیه وايي، سېلونو یې لور چې له ښوونځي کور ته روانه وه، له ځان سره یووړه؛ خو بیرته د خلکو په مرسته وژغورل شوه.

دې زياته کړه چې په دې سېلابونو کې د دوی کورونه هم تخریب شوي دي:

"ډېر سخت سېلابونه راغلل، موږ په سختۍ شپه تېره کړه، له اوبو په ډکه کوټه کې ناست وو، خونې مو ويجاړې شوې، سېلابونه چې راغلل کورونه يې ونړول، د چا لاس مات شو د چا پښه یې ماته کړه، پرون مې چې ماشومان له ښوونځي راتلل، اوبه ناڅاپه له يوې خوا راغلې او زما لور يې ډېره لرې وړې وه خو چا ژغورلې وه، لور مې ډېره وېرېدلې وه."

یو شمېر بزګران چې ژوند یې په کرنې پورې تړلی دی هم وايي چې سیلونو یې کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې او هرڅه یې له منځه وړي دي.

د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالحی ازادي راډیو ته وویل:

"موږ بزګران یو، زموږ کرنې ته ډېر زیانونه اوښتي دي، ږلۍ راغله او نخود او ځینې نور حاصلات یې تخریب کړل، غنم هم سېلابونو یوړول، ډېره ویجاړي شوې ده."

د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکي نور الله هم ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ سیمه کې یې ویجاړي ډېره کړې، د خلکو حاصلات یې له منځه وړي، کرنیزې ځمکې یې تخریب کړي او د سېلابونو د مخنیوي پولې یې هم خرابې کړي، اوس هم د سېلاب خطر شته، زموږ سیمې او کورنه د سېلابونو تر خطر لاندې دي، او زموږ سیمې ته ډېر زیانونه اوښتي دي."

دا سېلاب ځپلي د طالبانو له حکومت او مرستندویه ادارو د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت پیښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د حمل له ۶مې تر ۱۲مې نېټې پورې ۴۸ کسان مړه شوي او ۷۳ نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې ویاند یوسف حماد رسنیو ته په یوې استولې ویډیو کې زیاته کړې چې دغه شان ۳۱۹ استوګنیز کورونه هم په بشپړه توګه او ۱،۲۵۷ کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي دي او ۵،۴۵۶ جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.

نوموړي دا هم ویلي چې د دې سیلابونو له امله نږدې درې زره کورنۍ زیانمنې شوي او دا اداره اړمنو کسانو ته د مرستو رسونې په حال کې ده.

په ورته وخت کې، د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې د پنجشنبې په ورځ د «حمل په ۱۳مه» له کندوز ولایت پرته، د افغانستان په نورو ۳۳ ولایتونو کې د درنو بارانونو، تالاندې برېښنا، قوي بادونو او سیلابونو احتمال شته.

د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام (یو ان هبیتات) د چهارشنبې په ورځ د «حمل په ۱۲مه» په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې افغانستان د سیلابونو، وچکالۍ او زلزلو په ګډون له بېلابېلو طبیعي خطرونو له امله ډیر زیانمنونکی دی.

دې ادارې زیاته کړې چې له ټولنو سره کار کوي ترڅو خطرونه کم کړي، توان پیاوړی کړي، او د راتلونکو ټکانونو او ناورینونو پر وړاندې چمتووالی ښه کړي.

افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له خورا زیان منونکو هیوادونو له ډلې دی او اوسیدونکي یې په دومدار ډول د طبیعي پیښو، په ځانګړي ډول د درنو ورښتونو او سیلابونو له امله درنو ځاني او مالي زیانونو سره مخ کیږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG