د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۰۵

پزشکیان: د تقابل لاره ډېر لګښت غواړي او پایله نه ورکوي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه لیک کې امریکایانو ته په خطاب کې ویلي، د ایران خلک له نورو ملتونو، له هغې ډلې د امریکا له خلکو، اروپا او ګاونډیو سره هیڅ ډول دښمني نه لري.
هغه په دغه سرخلاصي لیک کې چې پرون چهارشنبه خپور شو ویلي چې " د تقابل دوام، ډیر لګښت لري او بې پایلې دی."

هغه په دغه لیک کې د امریکا له خلکو غوښتي چې د هغه په ټکو " له سیاسي روایتونو ورهاخوا وضعیت وګوري او د ایران پخواني، اوسني او راتلونکي واقعیتونو ته دې وګوري.

هغه دا ( تصویر جوړونه) رد کړه چې ګواکې ایران یو ګواښ دی.

هغه ویلي، دا ډول تصور نه له تاریخي واقعیتونو سره اړخ لګوي او نه هم له اوسنیو واقعیتونو سره.

پزشکیان ویلي، ایران هیڅکله پر چا تیری نه دی کړی، خو تل یې د خپل ځان مشروع دفاع کړې ده.

دغه لیک داسې مهال خپریږي چې د ایران جګړه پنځمې اونۍ ته غځیدلې او د پای ته رسیدو ښکاره څرک یې نه ښکاري.

د ایران ولسمشر د لیک په یوه بله برخه کې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې ( ګواښوونکې) بللي او پر دغو اډو بریدونه یې ( د مشروع دفاع) په چوکاټ کې یاد کړي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG