خو د ایران سپاه پاسداران ته نژدې تسنیم خبري اژانس ادعا کړې چې په ایران کې د یوې افغان کورنۍ پر شپږو غړو سربیره لږ تر لږه دوه نور افغانان هم په جګړه کې وژل شوي دي.
د تسنیم په وینا دغه کورنۍ د تهران په ( ۱۳مه ابان شهري) سیمه کې اوسیده چې تر برید لاندې راغله.
وړاندې راغلي چې پر دغې کورنۍ سربیره دوه نور افغانان هم ایران کې وژل شوي چې جسدونه یې خاورو ته سپارل شوي دي.
په ایران کې میشتې یوې افغان خبریالې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي خپل نوم یاد کړي ازادي راډیو ته د خپلو معلوماتو پر اساس وویل چې په ایران کې د جګړې له پيله تراوسه ۳۱ افغانان وژل شوي دي.
دغې خبریالې زیاته کړه چې د ۱۲ افغانانو مړي هم افغانستان ته انتقال شوي دي.
د طالبانو حکومت بیا دغه شمېرې نه تاییدوي او خپلواکو سرچینو هم د افغانانو د وژلو په اړه کره ارقام نه دي ورکړي.
په ایران کې شاوخوا ۴ میلیونه افغان کډوال اوسیږي چې یوشمېر یې د ایران له جګړې نه افغانستان ته په تیښته بریالي شوي دي.
دوی کې یو هم عبدالکبیر نظري دی، هغه په اسلام کلا بندر کې د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې ایران کې د ژوند فضا پرې تنګه شوه او افغانستان ته ولاړ.
دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د اسراییل او امریکا جګړه دویمې میاشتې ته غځیدلې او لا هم بې وقفې ادامه لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ولس ته تر خپلې پلان شوې وینا څو ساعته مخکې رویټرز ته وویل، متحده ایالتونه به ایران کې خپله جګړه ژر پای ته ورسوي.
هغه که څه هم د جګړې د پای ته رسولو کره نیټه یاده نه کړه، خو وړاندې یې وویل چې دوی په ایران کې خپل اساسي هدفونه ترلاسه کړي او د هغه هېواد اټومي سیستم یې شنډ کړی دی.
ټرمپ زیاته کړې ده چې دوی به په راتلونکې کې پر ایران د محدودو هوایي بریدونو حق ځانته خوندي وساتي.
ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه پاڼه تروت سوشیل بیا ویلي چې د ( ایران د نوي رژیم ولسمشر) ورڅخه د اوربند غوښتنه کړې ده.
هغه دا جزییات نه دي ورکړي چې د نوي رژیم له ولسمشر څخه یې هدف څوک دی.
ټرمپ ویلي، د اوربند غوښتنه تر هغه وخته نه شي منلی چې په خبره یې ایران د هرموز تنګی په بشپړ ډول خلاص نه کړي.
د ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا بیا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند اسماعیل بقایي په حواله ویلي چې د ډونالډ ټرمپ دغه خبرې چې ګواکې ایران ورڅخه د اوربند غوښتنه کړې، ریښتیا نه دي.
د امریکا ولسمشر پخوا هم ویلي چې له ایران سره خبرې روانې دي، خو ایراني چارواکو ویلي، هیڅ ډول مستقیمې خبرې نه شته او یوازې د دریمګړو له لارې پيغامونه سره تبادله شوي دي.