نړۍ
ټرمپ؛ که وغواړم په ډیر اسانه د خارک ټاپو نیولی شم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،" له ایران سره د مذاکراتو سربیره، د خارک ټاپو د نیولو پلان تر څیړنې لاندې دی".
هغه چې نن دوشنبې فایننشنال ټایمز ورځپانې سره خبرې کولې وویل،"کیدای شي خارک ټاپو ونیسو یا يې ونه نیسو، ډیر انتخابونه لرو، دا کار په دې مانا دی چې باید بیا هلته (خارک) د یو څه وخت لپاره پاتې شو".
ټرمپ د خارک ټاپو څخه د ایران د دفاع د پوښتنې په ځواب کې وویل،" فکر نه کوم چې هغوي (ایرانیان) د دفاع لپاره څه ولري، ډیر اسانه کولی شو چې خارک ونیسو".
د ټرمپ په ټکو،"غوره ګڼم چې د ایران د تیلو واک ترلاسه کړم". هغه دا احتمالي اقدام په ونزویلا کې د نیکلاس مادورو له نیول سره پرتله کړ او زیاته يې کړه چې اوس د ونزویلا تیل د امریکا د تیلو چانځایونو ته راځي.
ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د ایران د تیلو د واک د ترلاسه کیدو خبره کوي چې د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې له پنځوس سلنه لوړې شوي دي.
اوسمهال د تیلو د یو بیرل بیه ۱۱۶ ډالرو ته پورته شوې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ترکیه وايي یو بل ایرانی توغندی یې هم شڼډ کړی
ترکیې ویلي چې څلورم ایراني توغندی یې شنډ کړی دی.
د ترکیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د حمل په ۱۰مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې یو بالستیک توغندی چې له ایران څخه توغول شوی و، له منځه وړل شوی دی.
د اعلامیې له مخې، ددغه توغندي مخه د ناټو د هوايي او توغندیز دفاعي سیستم له لارې، چې د مدیترانې ختیځ کې ځای پر ځای دی، نیول شوې ده.
ترکیه د ناټو غړی هېواد دی.
دا څلورم ایراني بالستیک توغندی دی چې د ترکیې په فضا یا د هغې په لوري د تګ پر مهال شنډېږي.
تر دې مخکې، ترکي چارواکو د ایران له لوري د توغندیزو بریدونو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې وه او د هغو د بندېدو غوښتنه یې کړې وه.
تر اوسه د شنډ شوي توغندي د مسیر او د نسکوریدو د دقیق ځای په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.
ټرمپ ګواښ کوي چې که خبرې نتیجه ورنکړي نو د ایران د انرژۍ تاسیسات به له مینځه یوړل شي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که له ایران سره مذاکرات نتیجه ورنکړي ، نو واشنګټن به د هغه په وینا د ایران ټول برېښناکوټونه، د تېلو څاهګانې او د خارک ټاپو له منځه یوسي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ د وري په ۱۰مه په خپلې ټولنیزې شبکې «تروت سوشیل» کې لیکلي چې هغه د یو «نوې او معقول رژیم» سره ایران کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو لپاره لګیا دی«جدي خبرې اترې» کوي.
خو ایراني چارواکو له امریکا سره د هر ډول خبرو اترو راپورونه رد کړي دي.
ټرمپ تر دې مخکې د یکشنبې په ماښام له «فایننشل ټایمز» سره په مرکه کې ویلي وو چې د خارک ټاپو د نیولو او د ایران د تېلو د کنټرول ترلاسه کولو احتمال ارزوي.
په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ له «ABC» ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې پرته له جزییاتو وویل چې د امریکا حکومت د هرمز په تنګي د ایران د دایمي کنټرول د مخنیوي لپاره څو لارې او وسایل لري.
وروستیو اونیو کې ځینو ایراني چارواکو ویلي وو چې غواړي د هرمز تنګي څخه تېرېدونکو نړیوالو بیړیو نه فیس واخلي، چې دا خبره د واشنګټڼ له سخت غبرګون سره مخ شوه.
ایران؛ د سمندري ځواکونو قومندان علیرضا تنګسیري وژل شوی
د ایران سپاه پاسداران د دې هېواد د سمندري ځواکونو قومندان علیرضا تنګسیري وژل کیدل تایید کړل.
سپاه پاسدارانو نن دوشنبې په یو بیان کې ویلي،" هغه د عملیاتو پرمهال هدف وګرځیده او له سخت ټپي کیدو وروسته يې ساه ورکړه".
امریکا او اسراییلو د تیرې پنجشنبې په ورځ د تنګسیري د وژلو ادعا کړې وه.
سپاه په خپل بیان کې د سمندري ځواکونو د قومندان د وژل کیدو او ځایناستي په اړه ډير جزیات ورکړې نه دي.
په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) مشر دریادار برد کوپر ویلي،" د تنګسیري وژل کیدل سره سیمه کې امن راوستلی شي".
د امریکا د خزانې وزارت په ۲۰۱۹کال کې تنګسیري د " ځانګړي نړیوال ترهګر" په توګه معرفي کړي و.
په تهران کې د العربیه ټلویزیوني شبکې ودانۍ د توغندي په برید کې لګېدلې ده
د قطر العربیه ټلویزیون خبر ورکړی چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د نوموړې ټلویزیوني شبکې د دفتر ودانۍ د اسراییلو په یوه توغندي لګېدلې ده.
العربیه پرون (یکشنبې د وري ۹مه) وویل، له یوې بې پیلوټه الوتکې څخه ویشتل شوی توغندی د یوه ژوندي پروګرام په حال کې هلته لګېدلی دی.
د آزادۍ راډیو د ایران څانګې راډیوفردا خبر ورکړی چې په تهران کې د دې شبکې کارکوونکي نه دي زیانمن شوي خو د العربیه یوه خبریال ویلي دي چې په څېرمه ودانیو کې لس کسان ټپیان شوي دي.
تراوسه معلومه نه ده چې دې توغندي په تهران کې کوم هدف په نښه کړی و.
اسراییلو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
نن په اسلام آباد کې د منځني ختیځ د جګړې په اړه خبرې کیږي
د پاکستان، سعودي عربستان، مصراو ترکیې د بهرنیو چارو وزیران نن یکشنبې په اسلام آباد کې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې په اړه خبرې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په دې غونډه کې په منځني ختیځ کې د کړکیچ د کمولو د هڅو په ګډون پریولړ موضوعاتو خبرې وکړي. د فرانسپرس آژانس د راپورله مخې د مصراو ترکیې د بهرنیو چارو وزیران د شنبې په شپه اسلام آباد ته رسیدلي او د سعودي د بهرنیو چارو وزیر نن له غرمي وروسته دې ښار ته ورسید. د راپورله مخې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د مصراو ترکیې له بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا کتنې ترسره کړې او وروسته ټولو وزیرانو د پاکستان د پوځ له مشر فیلډ مارشال عاصم منیرسره وکتل. د پاکستان حکومت چې په دې وروستیو کې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د روانې جګړې په ترڅ کې د یو مهم منځګړي په توګه راڅرګند شوی، د دواړو خواوو ترمنځ د پیغامونو د تبادلې لپاره د منځګړیتوب رول لوبوي
اسلام اباد پردې سربیره چې له تهران سره اوږمهاله اړیکې لري، د خلیج له هیوادونو سره یې هم نږدې اړیکې پاللي. دا په داسې حال کې ده چې صدراعظم شهباز شریف او د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره شخصي نږدې اړیکې جوړې کړي دي.
واشنګټن پوست: "پنتاګون د ایران په وړاندې د محدودو ځمکنیو عملیاتولپاره چمتووالی نیسي"
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغو امریکایي چارواکو په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، راپور ورکړی چې پنتاګون د څو اونیو لپاره په ایران کې دننه د محدودو ځمکنيو عملیاتو د پلانولو لپاره چمتووالی نیسي خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تراوسه د دې پلان د عملي کولو لپاره اجازه نه ده ورکړې.
د راپور په اساس، په دغو عملیاتو کې به چې د ځانګړو ځواکونو اوپلي پوځي جزوتامونو له خوا ترسره کیږي، د خارک ټاپو او هرمز تنګې ته نږدې ساحلي سیموپه څیر ځایونو باندې بریدونه شامل وي، خو د سرچینو په وینا دا به د پراخ یا بشپړیرغل په معنی نه وي.
په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د تیرې جمعې په ورځ ټینګار وکړ چې واشنګټن کولای شي "د ځمکنيو ځواکونو له کارونې پرته" خپلو اهدافو ته ورسیږي. خو د واشنګټن پوسټ په وینا د روبیو له دغو څرګندونو سره سره د ایران په وړاندې د محدودو ځمکنیو عملیاتو پلان جوړونه "په وروستۍ مرحله کې" ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د پارلمان ریس محمد باقر قالیباف د یکشنبې په ورځ وویل چې ځواکونه یې د ایران خاورې ته د امریکایي سرتیرو د ننوتلو انتظار باسي.
سیمه ییز چارواکي د روسیې د تیلو د صاراتو پر مهمو تاسیساتو د ډرون بریدونو خبر ورکوي
سیمه ییز چارواکي د روسیې د تیلو د صادراتو پریوه مهم ترمنیل د بې پیلوټکو الوتکو د برید خبرورکوي.
ځايي چارواکو ویلي، دا د اوکراین د هغو پرله پسې بریدونو وروستۍ بېلګه ده چې هدف یې په نړۍ کې د انرژۍ له لوړو بیو څخه د روسیې د ګټې اخیستنې د وړتیا محدودول دي.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې د لیننګراد د سیمې والي الکساندر دروژدینکو وویل چې د اوست-لوگا تاسیسات چې د فنلنډ خلیج په جنوبي څنډه کې سنټ پېټرزبورګ ته نږدې موقعیت لري، د مارچ په ۲۹مه د شپې په برید کې زیانمن شول او اور یې واخیست.
هغه ندي ویلي چې له کومه ځایه پردغو تاسیساتو د ډرون بریدونو شوي و او اوکراین هم د دغه برید مسؤلیت وانه خیست، خو د روسیې دفاع وزارت ویلي چې اوکراین د شپې له خوا د ۳۴۵ درونونو په وسیله په روسیه کې هدفونه په نښه کړي و.
دا لږ تر لږه دوهم ځل دی چې په تېره اوونۍ کې د اوست-لوگا تاسیسات په نښه کېږي. د مارچ په ۲۷مه د سپوږمکې له خوا په اخیستل شویو انځورونو کې ښکاري چې له دغو تاسیساتو څخه لوګي او لمبې پورته کیږي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي چې د منځني ختیځ په سفر بوخت دی تر څو د ډرون ضد جګړې په برخه کې د کییف وړتیاوې وړاندې کړي، د مارچ په ۲۸مه وویل چې د اوست- لوگا د صادراتو شاوخوا ۶۰ سلنه ظرفیت له منځه وړل شوی دی.
د ایران په وړاندې جګړه کې چې پنځمې اونۍ ته داخله شوې، ښکیلو خواوو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمیرې
په داسې حال کې چې د ایران په وړاندې جګړه خپلې پنځمې اوونۍ ته داخله شوې او د تهران په ګډون د دې هېواد پر ښارونو بریدونه لا هم دوام لري، په امریکا کې مېشت د بشري حقونو وېب پاڼه هرانا وايي چې تر اوسه په ایران کې ۳۴۶۱ کسان وژل شوي چې له دې ډلې ۱۵۵۱ تنه یې ملکي وګړي دي. په وژل شویو کې لږتر لږه ۲۳۶ ماشومان شامل دي.
د رویترز د راپورله مخې دې ته په پام چې په ایران کې ازاد انټرنیټ ته بشپړ لاسرسی نشته او حکومت معلومات سخت سانسوروي، هرانا خپل ارقام د ساحوي راپورونو، محلي سرچینو او روغتیایي سرچینو په مرسته چمتو کړي دي.
د جمعې په ورځ د سره صلیب نړیوالې کمیټې په ایران کې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۱۹۰۰ تنه او د ټپیانو ۲۰ زره تنه اعلان کړل.
په مقابل کې، په اسرائیل کې چې د ایران د غچ اخیستونکو توغندیو هدف ګرځېدلی، تر اوسه د دغه هېواد د بیړنیو خدماتو د ادارې د معلوماتو له مخې ۱۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.
پر دې سربیره د لبنان په جنوب کې څلور اسرایلي سرتیري وژل شوي دي.
په همدې حال کې د فارس خلیج په عربي هېوادونو کې ۱۳ امریکایي سرتېرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د شنبې په ورځ راپور ورکړل شو چې ۱۲ نور امریکایي سرتېري په سعودي عربستان کې پر یوه هوايي اډه د ایران په برید کې ټپیان شوي چې د دوو تنو حالت یې نازک بلل شوی دی.
د یمن حوثي یاغیانو د دوهم ځل لپاره پراسراییل د توغندویو بریدونو وکړل
په یمن کې د ایران ملاتړي حوثي یاغیانو د منځني ختیځ په جګړه کې خپله ښکېلتیا نوره هم زیاته کړه او د ۲۴ ساعتونو په موده کې یې د دوهم ځل لپاره پر اسرائیل د توغندیو بریدونه ترسره کړل.
د حوثي ډلې ویاند یحیی سریع د شنبې په ورځ د مارچ په ۲۸ په یوه اعلامیه کې وویل چې دې ډلې پراسرائیل د “کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو یوه څپه کې” څو مهم او پوځي هدفونه په نښه کړل. هغه زیاته کړه چې دا برید “له هغو پوځي عملیاتو سره هممهاله و چې” د ایران او د لبنان حزب الله لخوا ترسره کېدل.
د اسرائیل پوځ تایید کړه چې له یمن څخه توغول شوی یوتوغندی مخکې له دې چې د اسرائیل خاورې ته د ایلات ښار ته نږدې ورسېږي، ویشتل شوی او شنډ کړای شوی دی.
د منځني ختیځ په جګړه کې د حوثي یاغیانو چې امریکا یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني ګډون دا خطر زیاتوي چې دا جګړه چې له مخکې پکې امریکایي ځواکونه، د خلیج عربي هېوادونه، اسرائیل، او آن لرې سیمې ښکېل شوي، لاپراخه شي.
په عین حال کې اسرائیل پرون شنبې ناوخته پرایران خپل بریدونه زیات کړل. په دغو بریدونو کې د ایران سمندري څېړنیز مرکزاو پلازمېنه تهران کې هدفونه په نښه شوي و.