د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۶

اسلام اباد کې پر افغان کډوالو د فشار زیاتوالی، ځینې اړ شوي چې خپل کورونه پریږدي

پاکستان کې افغان کډوال، ارشیف
پاکستان کې افغان کډوال، ارشیف

د پاکستان په پلازمینه اسلام‌اباد کې یو شمېر افغان مېرمنې، چې د خپلو کورنیو سرپرستي ورتر غاړې ده، وايي د پولیسو د فشارونو او د کورونو خاوندانو سره د ستونزو له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شوې دي. اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر هم دغه سخت شرایط تاییدوي.

فروزان د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې میشته هغه کډواله ده چې د خپل کور پریښودو ته اړه شوې ده.

هغې چې د څلورو وړو ماشومانو سرپرستي ورترغاړې ده، ازادي راډیو ته وویل، که څه هم ویزه یې درلوده خو بیا هم د پولیسو فشار او د کور د خاوند ګواښونو دې ته اړه کړه چې چې له کوم تصمیم پرته، اټک ښار ته ولاړه شي.

پولیس څلور ځله راغلل، څو ځله زه په کور کې پټه شوم، خو بالاخره ونیول شوم
پاکستان کې افغان کډواله

دا چې په پاکستان کې خپل د کډوالۍ کیس د پړاوونو د بشپړولو لپاره میشته ده وایي: "پولیس راغلل، موږ ورته وویل چې ویزه لرو، خو هغه وویل چې دا ماته لغوه ده. پولیس څلور ځله راغلل، څو ځله زه په کور کې پټه شوم، خو بالاخره ونیول شوم. مونږ، زه او زما ماشومان یې ډېر وځورولو. راته یې وویل یوازې ۲۴ ساعته وخت لرې، که ونه وځې، دوه کاله به دې زندان ته واچوم او ستا لور او نور ماشومان به هم سره بیل کړم چې یو بل ونه ګوري، وروسته د کور خاوند هم وویل که کور تش نه کړم، بیا به پولیس خبر کړي."

فروزان وايي د ځنکله په لاره په نیمه شپه کې ورته سفر له ویرې ډک و او په خبره یې

اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخ ده.

بله افغان کډواله چې د څلورو پیغلو لوڼو سرپرستي ورترغاړې ده هم د نوم نه خپرېدو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل، په اسلام‌اباد کې پر کډوالو فشارونه ورځ بلې ته زیاتېدل، او دا دې ته اړه شوه چې له هغه ځایه پېښور ته ولاړه شي، خو په خبره یې اوس هم نامعلوم برخلیک سره مخ ده:"موږ له اسلام‌اباده پېښور ته راغلي یو، په ډېرې اندېښنې، بې‌برخلیکه او بې‌سرپرسته یو. خدای دې پر موږ رحم وکړي. په اسلام‌اباد کې حالت ډېر خراب و، پولیسو موږ ډېر تنګ کړو، د مجرمانو په شان چلند یې راسره کاوه. دروازه به یې ټکوله او ویل به یې چې راووځئ. مور مې ډېر ټینګار کاوه چې راشه، خدای مه کړه تا دې له لوڼو سره ونه نیسي او بندیان مو نه کړي. خو کله چې راغلم هم ډېره خپه شوه او بېچاره ګۍ سکته وکړه."

اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میوند عالمي هم وايي، د افغان کډوالو د ویزو د تمدید بهیر له څو میاشتو راهیسې درېدلی او په ځینو ښارونو لکه اسلام‌اباد کې وضعیت ډېر سخت شوی دی:"په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې د کډوالو ستونزې بېخي زیاتې شوې دي. هغوی په بې‌رحمۍ سره نیول کېږي، بندیان کېږي او اېستل کېږي. ډېر لږ، شاوخوا پنځه سلنه، په دغو ښارونو کې پاتې دي. نور ټول ابیټ‌اباد، پېښور او اټک ته تللي، یا د چمن ـ سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. هره شپه وینو چې پنځه تر لسو کورنۍ یوځای روانې وي. په ټوله کې د کډوالو وضعیت ډېر خراب دی."

که څه هم د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د بندي کولو په اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو، هغه افغانان به وباسي چې ویزه یا قانوني اسناد ونه لري.

د کډوالۍ د چارو کارپوه عبدالرازق عدیل وايي د نړیوالو قوانینو له مخې باید د کډوالو ژوند، مال او عزت خوندي وي، او که ورسره تاوتریخوالی وشي، دا به ژور بشري ناورینونه رامنځته کړي.

هغه د حل لارو په اړه وویل:"تر کومه چې کډوال د سیاسي وسیلې په توګه کارول کېږي، دا دردناکه لړۍ به دوام ولري. دې وضعیت نه د وتلو لپاره مهمه ده چې د ملګرو ملتونو، خپلواکو بشري حقونو بنسټونو او د کډوالو د استازو یو ګډ پلاوی جوړ شي، چې د پولیسو په چلند څارنه وکړي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو، این، ایچ، سي، ار) د تېر میلادي کال په پای کې راپور ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې له یو میلیونو ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

خو دې ادارې ویلي وو چې نږدې دوه میلیونه افغان کډوال لا هم په پاکستان کې ژوند کوي.

(یو، این، ایچ، سي، ار) شا اوخوا میاشت مخکې دا خبره هم کړې وه، چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

XS
SM
MD
LG