په داسې حال کې چې د ایران د ډرون او توغندیو بریدونه په منځني ختیځ کې د امریکا دفاعي سیسټمونه آزمويي، یوه اوکرایني پلاوي له متحدو ایالتونو څخه د کتنې په ترڅ کې وویل چې واشنګټن اوس د جګړې له هغه واقعیت سره مخامخ دی چې کییف د روسیې د بشپړ یرغل له لومړیو میاشتو راهیسې ورسره ځان عیار کړی دی.
په کییف کې مېشت د "سنېک آیلنډ انسټیټیوټ" اجرائیوي مشرې مارینا خریڅینکو د سې شنبې په ورځ (د مارچ په ۲۴مه) واشنګټن ته د سفر پر مهال له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل: "د ارزانه ډرونونو ډله ییز او پراخ بریدونه په واقعیت کې دا بدلوي چې سیستمونه څنګه کار کوي."
اوکرایني چارواکي هڅه کوي، د جګړې له لومړۍ کرښې ترلاسه شوې تجربې ستراتیژیکو درسونو ته واړوي او له لوېدیځو شریکانو سره یې شریکې کړي
نوموړې دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې اوکرایني چارواکي هڅه کوي، د جګړې له لومړۍ کرښې ترلاسه شوې تجربې ستراتیژیکو درسونو ته واړوي او له لوېدیځو شریکانو سره یې شریکې کړي. دوی استدلال کوي چې د اوکراین جګړه د عصري هوايي مدافعې لپاره په حقیقي نړۍ کې د ازموینې ډګر ګرځېدلې ده.
د دې پیغام اساسي ټکی پریوې واضح اقتصادي نابرابري څرخي. که څه هم د پټرویټ په څیر د هوایي مدافعې پرمختللي سیسټمونه لا هم ډېر اغېزمن دي، خو د ارزانه ډرونونو د څپو پر وړاندې د هغوی کارول د اوږدې مودې لپاره اغیزمن ندي.
هریڅینکو وویل: " موږ له ډېرې مودې راهیسې پوهېدو چې دا لګښت اغېزمن نه دی چې د پټرویټ لپاره ۴،۵ میلیونه ډالره توغندي د ۵۰۰ زره ډالرو شاهِد ډرون د نسکورولو لپاره وکارول شي."
له امریکا څخه د اوکراین د پلاوي کتنه چې په میامي کې په امنیتي فورم کې له ګډون وروسته پیل شوی او په واشنګټن کې په پرله پسې غونډو سره دوام لري، داسې مهال ترسره کیږي چې له ایران سره تړلې شخړې هغه نیمګړتیاوې په ډاګه کوي چې اوکراین له ۲۰۲۲ کال راهیسې ثبتولې.
په دې پلاوي کې یوازې د "سنېک آیلنډ انسټیټیوټ" د پالیسۍ او څیړنې کارکوونکي نه دي، بلکې هغه اوکرایني پوځي متخصصین هم شامل دي چې په مستقیم ډول د هوايي مدافعې په عملیاتو کې ښکېل دي.
په دوی کې د هوايي ځواک یو استازی چې له امریکايي سیسټمونو سره له نږدې کار کوي، اود قول اردو یو لوړپوړی افسر چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د هوايي مدافعې د عملیاتو چارې سمبالو، هم شامل دي.
زما په اند، هغه څه چې امریکا د لومړي ځل لپاره تجربه کړل، په لویه کچه د ارزانه ډرونونو بریدونه دي چې دا واقعاً د سیسټمونو د کار کولو طریقه بدلوي
د هریڅینکو په وینا، دوی دنده لري چې "د جګړې په ډګر کې تایید شوي" داسې معلومات راټول کړي چې وښيي لوېدیځ سیسټمونه د دوامدارو او پراخو بریدونو پر مهال څنګه عمل کوي، هغه څه چې امریکا تر دې وروستیو پورې په دې برخه کې لږ تجربه لري.
هغې وویل: "زما په اند، هغه څه چې امریکا د لومړي ځل لپاره تجربه کړل، په لویه کچه د ارزانه ډرونونو بریدونه دي چې دا واقعاً د سیسټمونو د کار کولو طریقه بدلوي." هریڅینکو وویل، منځنی ختیځ لا هم له هغو ټولو ګواښونو سره نه دی مخ شوی چې اوکراین یې نن ورځ تجربه کوي، خو وروستي پرمختګونه د جګړې لومړي پړاوونه منعکسوي.
نوموړې که څه هم د سمندري وړتیاوو او د جګړې په ډګرکې د توپیرونو یادونه وکړه خو ویې ویل چې "زما په اند منځنی ختیځ لا تر اوسه له هغو ټولو ګواښونو سره نه دی مخ چې موږ یې اوس تجربه کوو". خو له دې سره سره نوموړې وویل چې د ډرونونو د ډله ییزو بریدونو او د کشفي سیسټمونو د په نښه کولو ترمنځ ورته والی شته. هغې وویل: "یوازې د هوايي مدافعې سیسټمونه مهم نه دي، بلکې رادارونه هم مهم دي، درسته ده؟ دا وړتیا چې پوه شو (ګواښ) له کومه راځي". هغې د دې یادونه هم وکړه چې ورته ستونزې په اوکراین کې هغه مهال رامنځته شوې چې کله د ایران ساخت ډرونونه په لویه کچه وکارول شول.
اوکراین د دغو ډله ییزو ډرونونو په وړاندې یو څو- پوړیز هوايي دفاعي سیسټم جوړ کړ چې لوېدیځ پلاټفورمونه له نویو ټکنالوژیولکه د ډرون خنثي کونکو، غږیز سینسرونو، او حتی د عامو خلکو د راپور ورکولو شبکو سره یو ځای کوي.
دا تګلاره د "سنېک آیلنډ انسټیټیوټ" په یوه وروستي راپور کې تشریح شوې چې ښیي د اوکراین هوايي مدافعې څنګه په ۲۰۲۲ کال کې د شوروي دورې له سیستمونو څخه د ۲۰۲۶ کال تر پیل پورې یو ګډ جوړښت ته بدله شوې ده.
په سپینه ماڼۍ، کانګرس، پنټاګون او څیړنیزو مرکزونو کې د غونډو پر مهال، دغه پلاوی یو ثابت پیغام وړاندې کوي: اوکراین باید یوازې د مرستې اخیستونکي هیواد په توګه ونه ګڼل شي، بلکې د امنیتي شریک په توګه ورسره چلند وشي.
هریڅینکو وویل: "موږ په مرستو باور نه لرو. موږ باور لرو چې اوږدمهاله همکاري د شراکت له لارې رامنځته کېږي."
هغې استدلال وکړ چې اوکراین کولای شي له اروپا تر هند- پسفیک پورې د ستراتیژیکو ننګونو په حل کې له امریکا سره مرسته وکړي، د جګړې د ډګرآزمویل شوې حل لارې ورسره شریکې کړي او د امریکايي ځواکونو بار کم کړي.
هغې وویل: "اوکراین په رښتیا هم داسې ځواک کېدای شي چې له امریکا سره مرسته وکړي څو خپلو هدفونو ته ورسیږي او د اړتیا په صورت کې په اروپا کې خپل حضور راکم کړي."
دغه پلاوی همدارنګه پر عملي همکارۍ ټینګارکوي، چې پکې په امریکا کې د اوکرایني ډرون او دفاعي ټکنالوژیو روانې ازموینې او د تجهیزاتو د اخیستلو تر څنګ د روزنې د یوځای کولو اړتیا شامله ده.
هغې وویل: "د اوکراین ځینې سیسټمونه لا له وړاندې دلته ازمویل کېږي"، او زیاته یې کړه چې نه یوازې اخیستل بلکې پلي کول ېې مهم دي.
دې ته په پام چې متحده ایالات په بېلابېلو سیمو کې له بدلېدونکو ګواښونو سره مخ دی، اوکرایني چارواکي وايي چې د دوی تجربه ښيي چې ورځ تربلې عصري جګړه څنګه بڼه خپلوي او همدارنګه د دې پر بنسټ د لا ژورې همکارۍ لپاره یو دلیل وړاندې کوي.