د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۲

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیر قانوني او د ملکي وګړو د ژوند له حق څخه سرغړونه بللي دي

داسې مهال چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته طالبان ادعا کوي چې پاکستاني پوځیانو پر افغانستان خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې د نړیوالو قوانینو له مخې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه غیر قانوني او د ملکي وګړو د ژوند له حقه سرغړونه بللي دي.

دغې ډلې په خپل بیان کې چې سه شنبه د حمل ۴مه یې په اېکس پاڼه خپور کړی له دواړو لوریو د دایمي اوربند او د شخړو د اصلي لاملونو د حل غوښتنه کړې ده.

دغه بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور د دوهمې مادې او نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني کړنه ده او د ځان د دفاع حق یوازې هغه وخت رامنځته کیږي چې طالبانو اول په پاکستان حمله کړې وي

دې کارپوهانو ټینګار کړی چې دغه بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور د دوهمې مادې او نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني کړنه ده او د ځان د دفاع حق یوازې هغه وخت رامنځته کیږي چې طالبانو اول په پاکستان حمله کړې وي او یا یې هم د پاکستان په وړاندې د ټي ټي پی وسله وال وراستولي وي.

په بیان کې وړاندې راغلي چې پاکستان تر اوسه د باور وړ شواهد نه دي خپاره کړي چې وښيي د پاکستان دننه د «ټي ټي پي» بریدونه د افغان طالبانو له لوري تنظیم شوي وي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د نړیوال امنیت د ساتلو لپاره د شخړو د سوله ییز حل پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي: «که څه هم دولتونه د ترهګرۍ له ګواښونو څخه د خپلو خلکو د ساتنې مسؤلیت لري، خو دا کار باید په بشپړه توګه د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې ترسره شي.»

د بیان له مخې د تېرې فبرورۍ له ۲۶ مې راهیسي په افغانستان د پاکستان د حملو له امله لږ ترلږه ۷۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان شوي دي.

له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یونما هم د پاکستان په حملو کې په دې شمېر مرګ ژوبله تایید کړې وه خو ویلي یې وو چې په دې کې په کابل کې د روږدو د درملنې په یو مرکز د حملې د قربانیانو شمېر نه دی شامل.

د طالبانو حکومت ادعا کړې چې د امید په نوم د روږدو د درملنې په دې مرکز د پاکستان په هوايي برید کې ۴۰۸ تر درملنې لاندې روږدي کسان ووژ شوي او ۲۶۵ نور ټپیان شوي دي.

خو د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې حمله کې ولسي وګړو ته د اوښتي مرګ ژوبلې راپورنه رد کړي وو.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو دغه هوايي برید غندلی او ویلي یې دي چې په پایله کې یې لسګونه کسان زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي چې د دې کړکیچ له امله ښوونځي او د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې دروازې تړل شوي او سوداګریز فعالیتونه درېدلي دي.

دوی ټینګار کړی چې ښکېلې خواوې باید د بشري حقونو او بشردوستانه نړیوالو قوانینو درناوی وکړي، د ملکي وګړو خوندیتوب ډاډمن کړي

د ملګرو ملتونو د اروزنې له مخې په دې شخړو کې ملکي بنسټونه په ځانګړي ډول روغتیايی مرکزونه، بازارونه او د بې ځایه شویو خلکو کورونه زیانمن شوي دي.

دوی ټینګار کړی چې ښکېلې خواوې باید د بشري حقونو او بشردوستانه نړیوالو قوانینو درناوی وکړي، د ملکي وګړو خوندیتوب ډاډمن کړي او دغه راز د سرغړونو په اړه خپلواکې پلټنې ترسره کړي څو عاملین حساب ورکولو ته راښکل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې میاشتې د فبرورۍ له ۲۶ مې راهیسي د طالبانو ترواک لاندې افغانستان او پاکستان ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

تازه چهارشنبه د حمل ۵مه په کونړ کې د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستاني پوځیانود کونړ په بیلابیلو ولسوالیو توپچي بریدونه کړي چې له امله یې ۲ ملکیان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د کونړ دولتي راډيو ټلویزیون د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسولینو له قوله خبر ورکړی چې پاکستاني ځواکونو په مرکز اسعد اباد، سرکاڼو، مرورې او ناړۍ ولسوالۍ د توپونو ۸۵ مرمۍ توغولي چې ډیری د ملکي خلکو په کورونو لګېدلي دي.

د کونړ د مرکز اسعد اباد اباد یوه اوسېدونکي ګل احمد ازادي راډيو ته وویل، که څه هم چهارشنبه د ورځې یوه بجه وضعیت نورمال دی خو د ډاډ وړ نه دی.

"بیګاه شپه خو ارامه وه او نن هم تراوسه چې د ورځې یوه بجه ده وضعیت نورمال دی، خو دلته په مرکز کې خلک لا هم ویریږي، ځکه پرون په مرکز لس دولس توغندي راغلل چې په ماڼو ساحه کې ولګېدل او له امله یې خلکو ته زیان ورسېده، خلک ویریږي چې بیا توغندي رانه شي، هاخوا په ناړۍ او مرورې کې چې زه څومره خبر یم هره شېبه توغندي راځي، او د ملکیانو په کورونو لګیږي، نو وضعیت ډېر ښه نه دی."

په همدې حال کې د نورستان د کامدیش ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د برګمټال او کامدیش عمومي لاره چې دا دوه ولسوالۍ له کونړ سره نښلوي لا هم د نښتو له ویرې تړلې ده او د سیمې خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "خلک ډېرو ستونزو سره مخ دي، دوکانونه بند دي، په دوکانونو کې لومړني خوراکي مواد ختم شوي دي، ډیر خلک د خوراک لپاره هیڅ نه لري، ان خلکو ټوله روژه په اوبو او وچې ډوډۍ تېره کړه، لاره هم تړلې ده او مسولین ډاډ ورکوي چې د پارون سره وصلیدونکې لاره به ژر خلاصه شي. "

خو د ننګرهار په ګډون ډیورنډ کرښې ته د نږدې ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته ویلي چې د اوربند له پای ته رسېدو وروسته د چهارشنبې تر ورځې د دوی په سیمه کې کومه لویه نښته نه ده رامنځته شوې.

خو دوی وايي چې له دغه سیمو د نښتو له ویرې کډه شوي ولسي وګړي لا هم بېرته خپلو سیمو ته نه دي راستانه شوي.

په همدې حال کې د پاکستان او افغانستان یو شمېر دیني عالمانو د دغه نښتو د پای ته رسېدو لپاره غږ پورته کړی دی.

دغه دیني عالمان چې شمېر یې لږ ترلږه ۲۲ تنو ته رسیږي په یو بیان کې له دواړو لوریو د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.

له دې وړاندې د روسیې او چین په ګډون قطر، ترکیې، ایران او سعودي عربستان هم له دواړو لوریو د زغم او د نښتو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې خو تراوسه ظاهرا یو لوري ته هم د سیاسي خبرو د پیل او د نښتو د پای ته رسېدو کوم څرک نه دی لیدل شوی.


XS
SM
MD
LG