د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۵۷

د نوي ښوونیز کال په درشل کې لا هم میلیونونه افغانې نجونې له زده کړو محرومې دي

نجونې د نوي تعلیمي کال په درشل کې یوځل بیا غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګې پورته ښوونځي ورته پرانیستل شي.
نجونې د نوي تعلیمي کال په درشل کې یوځل بیا غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګې پورته ښوونځي ورته پرانیستل شي.

د افغانستان په سړو سیمو کې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پیل په درشل کې لا هم میلیونونه افغانې نجونې د زده کړو له دوام بې برخې دي. دغه نجونې وايي دې وضعیت ناهیلې کړي او غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو ممانعت باید لیرې کړای شي. یو شمېر فعالان خصوصا د نجونو د زده کړو د حق په تضمین ټیګار کوي.

د افغانستان په سړو سیمو کې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پیل په درشل کې د زده کړو له دوام منع شوې یو شمېر نجونې یو وار بیا د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کوي.

دوی وايي له زده کړو دوامداره محرومیت د دوی هیلي او راتلونکې له جدي ننګونو سره مخ کړی او پر زده کړو بندیز نه یوازې ښوونیز فرصتونه محدود کړي بلکې د دوی په ټولنیز او رواني وضعیت یې هم منفي اغیز کړی دی.

له دې ډلې یوې نجلۍ د نوم د نه دخپرېدو په شرط یکشنبه د حمل دوهمه ازادي راډيو ته وویل تر شپږمه یې ښوونځی وویلو خو نوره له زده کړو منع کړل شوه.

زه ډېره خفه او ناهیلې یم، ځکه ما هیله لرله چې د ورور مې یا هم د هغه کسانو په څېر چې ښوونځیو ته ځي هیله لرله چې زده کړه وکم


" زه ډېره خفه او ناهیلې یم، ځکه ما هیله لرله چې د ورور مې یا هم د هغه کسانو په څېر چې ښوونځیو ته ځي هیله لرله چې زده کړه وکم، غوښتنه کوو چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزئ، ځکه دا بې انصافي او خورا سخته ده، ما به د ښوونیز کال پیل ته ورځې شمارلې، او تل به ښوونځی ته په ډېره لیوالتیا تللم، ځکه چې په نوي کال کې به مو نوي شیان زده کول."

راحیل چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک مخکې د نهم ټولګي زده کوونکې وه او اوس په کور ناسته ده هم ازادي راډيو ته یې وویل:

د حوت له ۱۵مې به د نوي کال او د ښوونځیو شروع کېدو ته نجونې ډېرې خوشحاله وې، ټول به د ښوونځیو د یونیفورم د جوړولو او د قرطاسیې په اخیستلو پسې وو،


" د حوت له ۱۵مې به د نوي کال او د ښوونځیو شروع کېدو ته نجونې ډېرې خوشحاله وې، ټول به د ښوونځیو د یونیفورم د جوړولو او د قرطاسیې په اخیستلو پسې وو، خو اوس یوازې وخت تېریږي او هیڅ ډول هیله نه شته، نجونې یوازې ژوندۍ دي نه هیله لري، نه شوق او نه هم انګیزه."

د افغانستان په سړو سیمو په ځانګړي ډول پلازمینه کابل کې معمولا نوی ښوونیز کال د حمل په دوهمه پیلیږي، خو په تولنیزو رسنیو کې خپور شوي د طالبانو حکومت د ښوونې او روزنې وزارت ته منسوب په یو خپور شوي مکتوب کې ویل شوي چې ۱۴۰۵ ښوونیز کال د راتلونکې پنجشنبې په ورځ چې د حمل ۶مه کیږي پیلیږي او د دې ځنډ دلیل هم نه دی په ګوته شوی.

ازادي راډيو د دې مکتوب کره والی او منځپانګه په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.

خو په کابل ښار کې د یوه دولتي ښوونځي مدیرې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي:

"که څه هم اداري چارې د حمل له درېیمې پیلېږي، خو د ښوونیز کال د پیل رسمي زنګ به د پنجشنبې په ورځ، د حمل په شپږمه ووهل شي."

په همدې حال کې د زده کړو د حقونو یو شمېر فعالان ټینګار کوي چې له زده کړو دوامداره محرومیت به د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

له ډلې یې فضل هادي وزین ازادي راډيو ته وویل:

موږ په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال د پیل په درشل کې یو، زده کړې د هر انسان اسلامي او شرعي حق دی


"موږ په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال د پیل په درشل کې یو، زده کړې د هر انسان اسلامي او شرعي حق دی، له هر ډول استثنا پرته، افغان ملت د میلیونونو نجونو په وړاندې د ښوونځیو او د پوهنتونونو د دروازو د خلاصېدو غوښتنه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په هر ډول زده کړو بندیز لګول شوی او دا اوس پنځم پرلپسې کال دی چې په سړو سیمو کې ښوونیز کال د نجونو له ګډون پرته پیلیږي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د مارچ په ۱۹ مه د اختر او نوروز په مناسبت په خپل یو پیغام کې ټینګار کړی چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره د نجونو په وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو پرانستل د افغانستان د راتلونکې لپاره حیاتي اړتیا ده.

له بلې خوا، په افغانستان کې داروپايي ټولنې استازولۍ هم د حوت په ۲۹مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره، دوی د هغې ورځې په تمه دي چې هره نجلۍ بېرته خپل ټولګي ته ستنه شي.

تر دې مخکې هم بېلابېلو نړیوالو سازمانونو، نړیوالې ټولنې او ګڼو افغانو ښځو او نجونو په وار وار د نجونو پر مخ د زده‌کړو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه کړې، خو د طالبانو حکومت نه یوازې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې بلکې ټینګار یې کړی چې د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقونه خوندي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې په یوه ګډ راپور کې ویلي وو چې د طالبانو له خوا د نجونو پر منځنیو زده‌کړو بندیز له ۲.۲ میلیونه څخه ډېرې نجونې له ښوونځي څخه محرومې کړې دي.

XS
SM
MD
LG