پاملرنې (CARE) موسسې د جګړو د زیاتېدو له کبله د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د بشري ناورین د پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې دي.
پاملرنه وایي چې اوس مهال د افغانستان کابو نیمايي نفوس، یعنې شاوخوا ۲۳ میلیونه کسان، بشري مرستو ته اړتیا لري او دا نوی بحران به وضعیت نور هم خراب کړي. د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د مرستو بهیر هم زښت کم شوی دی.
د دې موسسې په وینا، په څو ولایتونو کې خلک اغېزمن شوي او د راپورونو له مخې له نیمایي زیات تلفات ښځې او ماشومان دي، چې دا د ښځو او نجونو پر وضعیت د بحران جدي اغېز ښيي.
لومړنۍ ارزونې ښيي چې تر ۱۶۰ زره زیات کسان بېځایه شوي او بېړنیو مرستو لکه خوراکو توکو، سرپناه، پاکو اوبو، روغتیايي خدماتو او د خوندیتوب ملاتړ ته بیړنۍ اړتیا لري.
د خوست د علیشېرو ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې د پاکستان له لوري د درنو وسلو د ګوزارونو له مله یې خپل کور پرېښی او اوس په خیمه کې اوسي، وايي:
«اوسنی اوربند موقتي دی، څوک زړه نه ښه کوی چې بېرته خپلو کلیو ته لاړ شي ځکه مه اوربند مات شي بیا هم ستونزې پیدا کېږي نو بعضي خلک اختر په خیمو کې تېروی او ځینې په کرايي کورونو کې.»
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو د دوام له امله، په افغانستان کې بشري بحران لا پسې شدید شوی او د ملکي تلفاتو، بېځایه کېدو او عاجلو مرستو اړتیا په څرګند ډول زیاته شوې ده.
په همدې حال کې د افغانستان په لوېدیځ ګاونډي کې د جګړې له کبله په افغانستان کې د تېلو په شمول راز راز توکي ګرانه شوي دي.
د کندهار ولایت د میوند ولسوالي یوه اوسېدونکي، د نوم له ښوولو پرته ازادی رادیو ته وویل:
«خوراکي او غیرخوراکي توکي ډېر ګرانه شوي، مخکې چې د یو لتر تېلو بیه ۵۰ افغانۍ وه اوس ۱۵۰ ته لوړ شوي دغسي نور شیان»
د پاملرنې د افغانستان مشر محمد اکمل شریف ویلي: «د ملکي وګړو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی، ځکه هغوی له کلونو راهیسې له کړکېچ سره مخامخ دي. ډېرې هغه کورنۍ چې اوس بیا کډه کېږي، تازه له پاکستانه راستانه شوې وې یا یې تېر کال د زلزلې له امله هر څه له لاسه ورکړي وو.»
هغه زیاته کړه چې ښځې او نجونې تر ټولو زیات زیان ویني، ځکه بېځایه کېدل د هغوی لپاره خطرونه زیاتوي، روغتیايي او محافظتي خدمتونو ته لاسرسی محدودوي او پر هغو ښځو لا زیات فشار راوړي چې د کورنیو مسوولیتونه په غاړه لري.
راپور وايي چې په جګړهځپلو سیمو کې شاوخوا ۷ زره کورنۍ لا هم د ۲۰۲۵ کال د زلزلې له امله بېځایه دي، او میلیونونه نور افغانان له ګاونډیو هېوادونو راستنېږي، چې دا د هېواد پر کمزوري اقتصاد لا زیات فشار راوړي.
دې موسسې ټینګار کړی چې خلک بېړنیو نغدي مرستو، روغتیايي خدماتو او رواني ملاتړ ته اړتیا لري. نغدي مرستې یو مهم او عزتمن ملاتړ بلل کېږي، ځکه زیانمنې کورنۍ—په ځانګړي ډول د ښځو په مشرۍ کورنۍ—کولای شي خپلې عاجلې اړتیاوې لکه خواړه، سرپناه، جامې، روغتیايي توکي او ترانسپورت په خپله برابر کړي.
پاملرنه وایي چې د دوی ټیمونه او سیمهییز شریکان وضعیت له نژدې څاري او ټینګار کوي چې د ملکي وګړو د زیان د کمولو لپاره پر وخت مرستې خورا اړینې دي. اوچا وایي، عاجلې اړتیاوې سرپناه، د څښاک اوبه، روغتیايي خدمات او خوراکي مرستې دي.
د نړیوال بحران ډلې هم په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو زیاتوالي، په ځانګړي ډول په کابل کې د معتادانو پر روغتون له خونړي برید وروسته، د اوږدمهاله تاوتریخوالي د یوې خطرناکې دورې احتمال ډېر کړی دی.
په راپور کې راغلي چې د مارچ په ۱۶مه د کابل د معتادانو پر روغتون هوايي برید هوايي برید، د تاوتریخوالي د زیاتېدو یو مهم پړاو بلل کېږي.
راپور خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام به جدي بشري او اقتصادي پایلې ولري.