د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۵

کونړ کې د پاکستان برید کې وژل شوې ډاکټره او زوی یې خاورو ته وسپارل شول

انځور له ارشیفه، بنو کې یوه ټپي شوې ماشومه
انځور له ارشیفه، بنو کې یوه ټپي شوې ماشومه

سیمه ییزې سرچینې وايي نن د کونړ په مرکز اسعد اباد کې هغه ډاکتره او څلور کلن زوی یې خاورو ته وسپارل شول چې د طالبانود حکومت د ادعا له مخې د اختر په لومړۍ ورځ د پاکستاني ځواکونو په توپچي حمله کې وژل شوي وو.

د کونړ یو شمېر اوسېدونکي وايي شنبه د حمل اوله یې د دې ولایت په مرکز اسعد اباد کې د وژل شوې هغه ډاکترې او زوی جسدونه خاورو ته وسپارل چې د دوی په خبره پنجشنبه د حوت ۲۸ مه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ له نورستانه کونړ ته په لاره د پاکستاني ځواکونو په راکټي حمله کې وژل شوي وو.

د وژل شوې ډاکترې سحر، خاوند نجیب الله وايي « موږ د اختر په رخصتي راتلو چی کله د کنډک سې سیمې ته راورسېدو پر مونږ ډزې وشوې ».

زما میرمن او وړوکی زوی ولګېدل او سیند ته وغورځېدل، وروسته بیا د کلي خلکو زما میرمن او زما د زوی جسدونه له سینده راوویستل
د وژل شوې ډاکټرې خاوند

هغه شنبه د حمل په اوله ورځ ازادي راډيو ته وویل:«د اختر په رخصتي راتللو، کله چې کنډک سې سیمې ته راورسېدو، دلته زموږ په موټر چې کرایه کړی مو وو د پاکستان له لوري ډزې وشوې، دلته موږ ټول له موټر راښکته شو، زما میرمن او وړوکی زوی ولګېدل او سیند ته وغورځېدل، وروسته بیا د کلي خلکو زما میرمن او زما د زوی جسدونه له سینده راوویستل، کله چې جسدونه راوویستل شول، بیا هم پاکستاني پوستو نه پر موږ ډزې کېدې او موږ نه پرېښودل کېدو چې خپل مړي انتقال کړو.»

نوموړي وویل د سیمې د خلکو له سختو هڅو وروسته بل اخره جمعه د حوت ۲۹ مه وتوانېدل چې جسدونه له سیمې راوباسي او نن شنبه یې د اسعد اباد په کرهاله کې خاورو ته وسپاري.

که څه هم پاکستان جمعه د حوت ۲۹ مه رسمي ډول له اوربنده سرغړونه رد کړې خو د دغه کسانو د وژل کېدو په اړه یې څه نه دي ویلي، داسې مهال چې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې چې جمعه ناوخته خپور شوی پاکستان له شوي اوربنده او دغه راز د کونړ په شلتن کې د یو بل ولسي وګړي په ټپي کېدو تورن کړ.

د کونړ یو شمېر اوسېدونکي هم د دې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو د پاکستان له لوري ډزې تاییدوي.

د مرکز اسعد اباد یوه اوسېدونکي د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:«که څه هم په کوچني اختر کې د دواړو لوریو ترمنځ په اوربند هوکړه شوې وه، خو پاکستانی اړخ خپلې هوکړې ته ژمن نه دی او دا بیګاه هم د کونړ په ناړۍ او او مرورې ولسوالۍ د توپونو ډزې کولې چې له امله د سیمې خلک ډېر سخت په تکلیف کې دي.»

په همدې حال کې په کونړ کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست مسولینو سیمه ییزو رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې له پنجشنبې د جمعې ورځې تر ناوخته پورې پاکستاني ځواکونو د دې ولایت په بیلابیلو سیمو ۲۵ د هاوان بریدونه کړي دي.

ډیورنډ کرښې ته نږدې د ننګرهار د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکې چې د دغه نښتو له امله بې ځایه شوي وايي تراوسه خپلو سیمو ته ځکه نه دي ستانه شوي چې د دوی په خبره لا هم هلته سپکې ډزې کیږي.

د ننګرهار د مهمندرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکې اسدالله اتمانزی چې څو ورځې وړاندې یې د جګړې له امله یوه وړه وریره او مور هم وژل شوي ازادي راډيو ته وویل: «وړې ډزې لا هم کوي، د پاکستانیانو پوستې ډېرې په لوړه دي او دوی هره شېبه په ملکي کورونو وړې ډزې کوي، لکه څنګه چې دوی په د اختر په اوله ورځ په کونړ کې ډاکتره خورکۍ په شهادت ورسوله نو موږ هیڅ ډول باور نه لرو او زموږ سیمه لا هم له خلکو خالي ده او هیڅوک بېرته خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.»

پاکستان تازه د خلکو د څرګندونو په او دغه راز د کرښې په اوږدو کې د ډزو په اړه څه نه دي ویلي.

ډیورنډ کرښې ته د پرتو یو شمېر نورو ولایتونو په ځانګړي ډول خوست، پکتیا او پکتیکا اوسېدونکو ویلي له اختره یوه ورځ مخکې شوی اوربند تراوسه ظاهرا په خپل ځای دی او د دوی په سیمو کې نسبي ارامي حاکمه ده.

دا په داسې حال کې ده چې له کوچني اختر یوه ورځ مخکې د مارچ په ۱۸مه طالبانو او د پاکستان حکومتونو د ترکیې، قطر او سعودي عربستان په غوښتنه لنډمهالی اوربند اعلان کړو.

پاکستان ویلي چې د مارچ تر ۲۴ مه په افغانستان خپل بریدونه دروي او د طالبانو حکومت بیا د اوربند د پای ته رسېدو دقیق وخت نه دی اعلان کړی.

دا اوربند دوه ورځې وروسته له هغې وشو چې د مارچ په ۱۶مه شپه د پاکستان هوايي ځواکونه په کابل کې د امید په نوم د روږدو د درملنې په یو مرکز په حمله کې په لاس لرلو تورن شول، که څه هم پاکستان ادعا کړې چې دغلته یې د طالبانو د وسلو زیرمې په نښه کړي خو د طالبانو حکومت ویلي چې په دې پېښه کې د روږدو د درملنې په مرکز کې بستر ۴۰۸ ناروغان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان شوي دي.

تازه شنبه د حمل اوله د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په دې خونړۍ برید کې وژل شوي لسګونه کسان لا هم د کابل په عدلیې طب کې پراته دي او هویت یې څرګند نه دی.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان په خپله اېکس پاڼه په خپور کړي یو بیان کې له هغه کورنیو چې ناروغان یې لادرکه دي غوښتنه کړی چې د کابل په دارلامان سیمه کې دې یاد روغتون ته ورشي او خپل ورک شوي عزیزان دې وګوري.

پاکستان بیا وایي چې دغه روغتون ته نژدې یې پوځي تاسیسات په نښه کړي.

خپلواکو سرچینو لا د برید په اړه راپور نه دی ورکړی، خو یوازې یوناما ویلي چې د ۱۴۶ ملکیانو وژنه اوس لپاره تاییدولی شي.


XS
SM
MD
LG